د جاپان پخواني لومړي وزیر ژوند ژغورلو کې د ناکامۍ له کبله د پولیسو مشر استعفا وکړه

شينزو آبي

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

په جاپان کې د پولیسو مشر ویلي تېره میاشت د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر شینزو ابې د وژلو مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله له خپلې دندې لاس په سر کېږي.

اتارو ناکامورا ویلي، هیله لري چې حکومت یې د استعفا وړاندیز ومني.

تېره میاشت پر شینزو ابې هغه مهال ډزې وشوې چې ټاکنیزه وینا یې کوله.

یوه وسله وال وکړای شو چې په ارامۍ له شا نه د هغه پر لوري ور سیخه او ډزې پرې وکړي.

لومړۍ مرمۍ ترې خطا شوه خو په دویمه ولګېد او ووژل شو.

په جاپان کې د پولیسو مشر تر ټولو جګپوړی امنیتي چارواکی دی چې د شینزو ابې د وژل کېدو قضیې په تړاو استعفا کوي.

د ویډیو تشریح، د هغې شیبې تصویرونه چې د جاپان پر مخکیني لومړي وزیر ډزې وشوې

ناکامورا خبریالانو ته وویل: "د امنیتي ترتیباتو ارزونې پرمهال دې پرېکړې ته ورسېدو چې د نوي امنیتي پلان لپاره یوې نوې پیلامې ته اړتیا ده".

اتو امنیتي کارپوهانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د ښاغل‍ي ابې د وژل کېدو پرمهال امنیتي تدابیر کافي نه وو، ځکه چې ساتونکو کولی شو چې د ښاغلي ابې ژوند وژغوري او د ډزو له ځایه یې ژر ولېږدوي او د لومړي او دویم ډز ترمنځ دوه ثانیې وخت هم و.‌

د جاپان خبري رسنیو ویليو په نارا کې- چېرې چې ابې ووژل شو- د پولیسو مشر خپله استعفا وړاندې کړې ده.

د جاپان د مخکېني لومړي وزیر فومیو کیشیدا په ګډون ځینو جاپاني چارواکو منلې چې د ټاکنیز کمپاین د خوندیتوب سیستم کې نیمګړتیا وه.

ملي پولیسو رویټرز ته ویلي دا ترور له دې کبله رامنځ ته شو چې پولیسو خپله دنده سمه نه ده سر ته رسولې.‌

له بریدګر پوښتنې ګروېږنې کېږي چې ایا رواني ستونزه خو به یې نه لرله.‌