د هغې شیبې تصویرونه چې د جاپان پر مخکیني لومړي وزیر ډزې وشوې

د ویډیو تشریح، د هغې شیبې تصویرونه چې د جاپان پر مخکیني لومړي وزیر ډزې وشوې
د خپرېدو وخت

دې ویډیو کې هغه شېبې ښکاري چې د جاپان پر پخواني لومړي وزیر شینزو ابې د جاپان په نارا ښار کې ډزې وشوې. په ویډیو کې ښکاري چې مشکوک بریدګر د پېښې په ځای کې پر ځمکه څملول شوی.

ابې په چورلکه کې روغتون ته ولېږدول شو او هلته یې وروسته ساه ورکړه. چارواکي وايي، د نوموړي غاړې ته نژدې مرمۍ لګېدلې وه، چې ټپ یې ژور او تر زړه رسېدلی و.

نوموړی په خپل هېواد کې تر ټولو ډېره موده لومړی وزیر و او د پېښې پر وخت یې د یکشنبې ورځې له پارلماني ټاکنو مخکې د کمپاین لړ کې وینا کوله.