د جرمني دفاع وزیرې له سختو نیوکو وروسته له دندې استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د جرمني دفاع وزیرې کریسټین لمبرېڅټ وروسته له هغې له دندې استعفا وکړه چې، تېروتنو یې پراخ غبرګونه راورپارولي و.
د آغلې لمبرېڅټ د استعفا خبر داسې مهال خپرېږي چې، د جرمنې حکومت تر فشار لاندې دی چې اوکرایین ته د جرمني ډوله ټانکونو د استولو اجازه ورکړي.
له دې وړاندې د مېرمن لمبرېڅټ هغه اقدام هم د ملنډو لامل شوی و، چې اعلان یې کړی و، د ۵۰۰۰ هلمېټ خولیو په استولو به اوکرایین سره پوځي مرسته وکړي.
پر نوموړې دا نیوکې هم شته چې، د جرمني وسله وال پوځ د تجهیزاتو په ښه کولو کې پاتې راغلې داسې حال کې چې د جرمني پوځ اوس د پوځي تجهیزاتو له امله په نسبتا خراب وضعیت کې د.
دې برخه کې ناکامې وروسته له هغې وه چې، پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته جرمني د اوکراییني ځواکونو د تجهزاتو لپاره ۸۸ میلیارده پونډه ځانګړي کړل.
آغلې لمبرېڅټ د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز د سوسیال دیموکراتیک ګوند غړې ده،
پر هغې د نیوکو دا لړۍ هغه مهال راپیل شوه چې خپل زوی یې په پوځي الوتکه کې په سفر بیولی و.
خو هغه څه چې پر نوموړې یی نیوکې لاپسې پراخې کړې او په سیاسي حلقو کیې یې د هغې ملاتړ کمزوری کړ، یوه ویډیو وه چې د نوي کال په ماښام خپره شوې وه.
په ویډیو کې ښکارېدل چې د برلین په شاوخوا کې اور لوبه هم روانه ده او مېرمن لمبرېڅټ پکې د خپل مثبت شخصي لید په اړه خبرې کوي چې د اوکرایین جګړې پر مهال یې ترې خوند اخیستی.
په خپل استعفا پاڼه کې چې د جرمني ملي خبري آژانس ترلاسه کړی آغلې لامبریخت ویلي. " میاشتې کېدې چې د رسنیو پام پر ما راټول وو ، او زه یې دې ته نه پرېښودم چې د پوځ، اردو او پر یوې داسې امنیتې تګلارې فکر وکړم چې ګټه یې د جرمني خلکو ته وي."
نوموړې همدا راز ویلي :" د دفاع په ډګر کې د سرتېرو او نورو هڅوونکو خلکو ارزښتناکه کارونو ته باید پام وکړو او دا مو باید له لومړیتوبونو وي."
ټاکل شوې وه چې آغلې لامبرېڅټ د جمعې پر ورځ د جنورۍ په ۲۰ مه د اوکرایین د لویدیځو متحدینو د دفاع وزیرانو سره د امریکا په یوه پوځي اډه کې وویني.
تمه وه چې په دغه ناسته کې د اوکرایین د لا زیات ملاتړ په اړه خبرې وشي.
جرمني حکومت له نویو غوښتنو سره مخامخ دی او باید هغو جرمني ډوله چلنجر ۲ ټانګونو ته اجازه ورکړي چې بریتانیا یې اوکرایین ته د استولو پرېکړه کړې.
دا له مالومه نه ده چې څوک به د آغلې لامبریخت ځای ناستی شي، او په دې له "ننګونو ډکې" دندې به وګومارل شي.



















