جرمني پر اوکرایین د روسیې احتمالي برید خبرداری ورکړی

اوکراین

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

جرمني د لوېديځو هېوادونو له ډلې وروستی هغه دی چې ښکاره پر اوکرايين د روسيې د بريد خبرداری ورکوي.

د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز چې ټاکل شوې سبا دوشنبې اوکرايين ته سفر وکړي، وويل چې د دې کړکېچ له امله د اروپا سولې ته جدي ګواښ متوجه دی.

د لومړي وزير مرستيال رابرټ هابک هم ويلي، دغه وچه کېدی شي د جګړې پېښېدو ته ډېره نژدې وي.

په عیني حال کې د امريکا ولسمشر جو بايډن د اوکرايین له ولسمشر ولادمير زيلينسکي سره ټيلفوني خبرې وکړې. د سپينې ماڼۍ په وينا دواړو مشرانو د ډيپلوماسۍ د دوام او د روسيې د پوځي پياوړتيا د مخنيوي پر اهميت هوکړه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې يوه ورځ وړاندې د روسيې او امريکا ولسمشرانو ټيليفوني خبرې کړې وې. ښاغلي بايډن د روسيې ولسمشر ته خبرداری ورکړی و، که چېرې روسيه پر اوکرايين بريد وکړي نو د چټکو او سختو پايلو سره به مخامخ شي.

په ورته وخت کې د امریکا حکومت په اوکرایین کې د خپل سفارت د عملې ایستلو او د سفارت د خالي کولو د پرېکړې ننګه کړې او دا یې پر ځای ګام بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، د روسیې لخوا پر اوکرایین د برید جدي ګواښ د دې لامل شو چې امریکا د خپل سفارت عمله وباسي.

د ښاغلي بلېنکن له دې څرګندونو سره هم مهاله د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، وارخطایي تر ټولو لوی دوښمن دی او ټولې ښکېلې غاړې باید ارامه و اوسي.

روسیې دا مهال له اوکرایین سره پر پوله شاوخوا سل زره پوځیان راټول کړي، خو د لویدیځو هېوادونو دا ادعا ردوي چې ګواکې مسکو پر اوکرایین د برید پلان لري.