امریکايي محکمې د خاشقجي قضیه کې د محمد بن سلمان ضد دعوا رد کړې

د عکس سرچینه، Reuters
امریکايي محکمې د وژل شوي سعودي الاصله امریکايي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په قضیه کې- چې د سعودي واکمن شاهي نظام مخالف و، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د محاکمې دعوا رد کړې ده.
قاضي جان بیټس وویل دا پرېکړه "اسانه نه" وه، خو بن سلمان د یوه خپلواک هېواد د مشرۍ (لومړي وزیر په توګه) له خوندیتوب برخمن دی.
"ګارډین" ورځپاڼې لیکلي، بیټس په قضیه کې د بن سلمان د مشکوکې ښکېلتیا په اړه وویل چې "ریښتینولي لرونکې" ده، خو زیاته یې کړه هغه ته د خوندیتوب لپاره د محکمې د پرېکړې لغوه کولو لپاره کافي واک نه لري.
د جمال خاشقجي کوژدنې خدیجه چنګېز د دیموکراسۍ له ملاتړې (ډاون) ټولنې سره په همکارۍ د امریکايي پرېکړې پرضد د ملکي دعوا خوځښت پیل کړی دی.

د عکس سرچینه، POMED
خاشقجي په ۲۰۱۸ کال د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه وژل شوی او ټوټه-ټوټه کړل شوی چې د دې کار پړه د سعودي د واکمن شاهي نظام پر استخباراتي ډلې اچول شوې ده.
خو ریاض وايي دا ډله (مرتده) ده او چارواکو ته له مراجعې پرته یې دا کار کړی دی.
د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې "سيایاې" ویلي باوري ده چې شهزاده محمد بن سلمان د هغه د وژلو امر کړی.
د امریکا ادارې کابو درې اونۍ مخکې د بن سلمان د خوندیتوب په اړه پرېکړه کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محکمې په دَوتنه (دوسیه) کې ویلي وو، بن سلمان د نوي لومړي وزیر په توګه له خوندیتوب برخمن دی.
"له دې پرېکړې سره جمال بیا ومړ"
د خاشقجي کوژدنې خدیجې چنګېز پر ټویټر لیکلي له دې حکم سره "نن جمال یو ځل بیا ومړ".
بیټس ویلي، ملکي قضیه کې "قوي او د درناويوړ" ثبوتونه وړاندې شوي چې بن سلمان د جرم تر شا و.
دی زیاتوي، دومره واک نه لري چې د امریکا د ادارې رسمي دریځ وننګوي او پښه ترې واړوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د محکمې له دې حکم اعلانېدو سره ځینو فعالانو خپل مخالفت ښودلی. خالد الجابري چې ډاکټر او امریکا مېشتی د سعودي مخالف او د سعودي د استخباراتي ادارې د پخواني مشر زوی دی ویلي "نن د نړیوالې ځورونې د قربانیانو توره ورځ ده".
دی وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن "دیکتاتورو واکمنانو ته تر دې روښانولو وروسته مخالفان په لوی خطر کې واچول چې ګنې د انسان په حق کې یې ځانګړی سیاست مازې خپل شخصي ذوق دی".
له ولسمشر کېدو مخکې بایډن سعودي د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې د لاس لرلو له کبله یو "رټل شوی دولت" بللی و.
خو کله چې وانک ته ورسېد استخباراتي رپوټ خپرولو ته یې اجازه ورکړه او د تور ګوتې یې سعودي ولیعهد بن سلمان ته ونیولې، خو بن سلمان په دې قضیه کې خپل هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.
پر اوکرایین د روسیې تر یرغل او د نړیوالې انرژۍ کړکېچ له پیلېدو وروسته بایډن سعودي ته ولاړ، له بن سلمان سره یې وکتل خو د سعودي د حکومت مخالفو فعالانو یې دا سفر د سعودي د حکومت د ملاتړ په مانا وباله.





















