ترکی څارنوال د دوو سعودیانو نیول غواړي
د خپرېدو وخت
یو ترکی څاروانوال د ژورنالست جمال خاشقجي د وژولو په قضیه کې، د هغو دوو سعوديانو نیول غواړي چې ولیعهد محمد بن سلمان ته نژدې دي.
په عین وخت کې، د امریکا دوه لوړپوړي جمهوريپال سناتوران وايي د سعودي ولیعهد د ژورنالست په وژلو کې ونډه درلوده.
وايي دا خبره له هغه وروسته کوي چې د سي ای اې له مشرې یې واورېدل چې ښاغلي سلمان ښايي د خاشقجي د وژلو امر کړی وي.