د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د وزیرانو شورا مشر ټاکل شوی

محمد بن سلمان

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ د وزارتونو د تعدیل پرېکړه کې د وزیرانو شورا مشر ټاکل شوی دی.

په سعودي عربستان کې تر ډېره پاچا د وزیرانو د شورا مشر وي.

محمد بن سلمان ته له‌ څو کلونو راهیسې د سعودي د پاچا په سترګه کتل کېږي. دی مخکې د وزیرانو مرستیال وزیر هم تېر شوی او د خپل پلار پاچا سلمان په واکمنۍکې یې دفاع وزارت مخته بېولی دی.

دغه شهزاده د هېواد په ټولنیزو او کلتوري برخو کې بدلونونه راوستل،‌ خو د مخالفانو د غږ نه پورته کولو لپاره یې د ځپلو کمپاین هم پیل کړی و.

د شهزاده محمد پر ځای د هغه کشر ورور خالد بن سلمان د دفاع وزیر ټاکل شوی، چې مخکې مرستیال دفاع وزیر و.‌

د پاچا د فرمان له مخې- چې سعودي رسمي خبري رسنیو خپور کړی- د کورنیو او بهرنیو چارو او انرژۍ په ګډون د نورو مهمو وزارتونو وزیران لا پر خپل ځای پاتې دي.

پاچا سلمان په ۲۰۱۵ کال کې د ولیعهدۍ برخه کې لوی بدلونونه راوستل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاچا سلمان په ۲۰۱۵ کال کې د ولیعهدۍ برخه کې لوی بدلونونه راوستل

محمد بن سلمان په ۲۰۱۵ کال د سعودي دفاع وزیر ټاکل شوی و.‌

سعودي له څو کلونو راهیسې د ۸۶ کلن پاچا سلمان د ځایناستي په لټه کې و،‌ ځکه چې له څو کلونو راهیسې د پاچا سلمان روغتیايي وضعیت ښه نه و.‌

پاچا سلمان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د نړۍ د دغه پټرول صادروونکي هېواد پاچا دی.‌

سعودي په ۲۰۱۷ کال هغه رپوټونه او وړاندوېینې رد کړې چې ګنې پاچا له خپل مقامه لاس پر سر کېږي او خپل زوی شهزاده محمد به ځایناستی وټاکي.

پاچا سلمان سږ کال دوه ځله روغتون ته وړل شوی،‌ وروستی ځل په تېره مې میاشت کې روغتون ته یووړل شو او د سترو کولمو د طبي معاینو لپاره یوه اونۍ بستر شو.‌

د ویډیو تشریح، له نوي ولیعهد سره د محمد بن نايف بیعت