د پاکستان پنجاب کې یوه هلک د تبر په ګوزارونو اته کسان وژلي؛ "پولیسو جدي ناغېړي کړې"

پنجاب پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

تر هغې وروسته چې یو ۲۲ کلن هلک د پاکستان پنجاب ایالت مرکزي شیخوپوره سیمه کې لږ تر لږه اته کسان د تبر په ګوزارونو ووژل،‌ د پنجاب حکومت د پولیسو ځايي مشر له پنځو نور کسانو سره د 'ناغېړۍ' په تور نیولی دی.

دا بوږنوونکې پېښه د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه شوې وه.

د شیخوپورې ولسوالۍ د پولیسو مشر فیصل مختار وايي د دوی څېړونو وښوده چې د نارنګ تاڼې پولیسو د دې پېښې مخنیوي کې 'سخته ناغېړي' کړې.

د دغو څېړنو امر د پنجاب پولیسو مشر کړی دی.

رپوټونه وايي ځايي اوسېدونکو تر دې خونړۍ پېښې مخکې پولیسو ته له مشکوک بریدګره شکایت کړی و، خو پولیسو هېڅ ګام نه دی اخیستی.

پېښه څنګه او ولې شوې؟

پولیس

دا خونړۍ پېښه د شیخوپورې د نارنګ تاڼې د حدودو په 'هچر' نومي کلي کې رامنځته شوې.

د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې یوه زلمي هلک په یوه شپه له کوره بهر کوڅو او کروندو کې ویده کسان د تبرګي په ګوزارونو وژلي دي.

د پاکستان د پنجاب او ځینو نورو سیمو ډېرو کلیوال خلک د هوا تودېدو سره معمولا له خونو او ان کوره بهر کروندو، کوڅو او د بامونو پر سر ازاده هوا کې ویدېږي.

تر اوسه د دې پېښه انګیزه مالومه نه ده خو ځايي اوسېدونکو پولیسو ته ویلي چې تورن هلک له ذهني پلوه جوړ نه دی.‌

هغه دغه ټول کسان د شپې له دریو بجو وروسته چې ټول کلی ویده و، وژلي دي.

پولیس وايي د کلي اوسېدونکو ورته ویلي چې بریدګر لوستی او مخکې یې د کلي ماشومانو ته تدریس کاوه.

د ځايي خلکو په وینا دغه هلک کې د ذهني ستونزو تر مشاهدې وروسته خلکو درس لپاره د خپلو ماشومانو ورلېږل بند کړل او هغه په دې توګه بې روزګاره شو.‌

پولیس وايي مشکوک بریدګر یې د قتل له الې سره نیولی او ټاکلې طبي معایناتو ته واستول شي.

پولیس ولې نیول شوي؟

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د کلي خلکو څېړنو لپاره ورغلو پولیسو ته ویلي چې دوی څو ورځې وړاندې پر دغه هلک شکمن شوي او هغه یې ځايي پولیسو ته سپارلی و، خو پولیسو بېرته خوشې کړی.

د شیخوپورې پولیسو مشر وايي دغه هلک دوه ورځې وړاندې هم یو شمېر کسان ټپي کړي او ځايي‌ پولیسو ته یې رپوټ ورکړ شوی و.

خو د نوموړي په وینا "د نارنګ تاڼې عملې سخته ناغېړي کړې او د تورن کس خلاف یې هېڅ ګام نه دی اخیستی."

تر دې پېښې وروسته اوس د نارنګ تاڼې 'اېس اېچ او' ، د هغه مرستیال او محرر په ګډون ۵ کسان نیول شوي.

د دې پېښې رپوټ د پنجاب اعلی وزیر 'چودري پرویز الهی' ته هم رسېدلی او هغه له نیول شویو پولیسو سره د قانوني چلن سپارښتنه کړې.

د پنچاب اعلی وزیر د دغو کسانو دندې هم ځنډولې.

پولیس وايي مشکوک بریدګر به ژر محکمې ته وړاندې کړي.