روسیه کې پر یوه ښوونځي برید کې "لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي، ۲۴ ژوبل دي"

د ویډیو تشریح، د روسیې پر یوه ښوونځي د خونړي برید شېبه
د خپرېدو وخت

روسي چارواکي وايي، یوه وسله وال د دغه هېواد په مرکز کې پر یوه ښوونځي ډزې کړې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل دي.

د روسي رسنیو د مالوماتو له مخې د برید قربانیانو کې د ښوونځي ۱۱ ماشومان شامل دي.

دغه برید د روسيې په یوه مرکزي‌ سیمه ایژوسک کې پر ۸۸ شمېره ښوونځي شوی چې شاوخوا زر زدکوونکي او تر اتیاو ښوونکي لري.

د ټاس خبري اژانس د پارلمان د یوه وکیل له خولې ویلي چې برید کوونکي سره دوه توپنچې وې.

د رپوټونو له مخې بریدګر د دغه ښوونځي پخوانی زده کوونکی و چې له برید وروسته یې ځان وژنه کړې.

دا ښوونځی د ایژوسک سیمې په زړه کې د دولتي ودانیو تر څنګ و. دا د شاوخوا ۶۵۰ زرو وګړو سيمه ده او د اودمارتیا مرکزي ښار دی چې د روسيې له څو لویو ښارونو یو دی.

ايژوسک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایژوسک؛ دا ښوونځی د ایژوسک سیمې په زړه کې د دولتي ودانیو تر څنګ و.

پر خواله رسنیو ویډیوګانې خپرې شوې چې د ودانۍ دننه وحشت پکې ښکاري چې ډزې پکې کېږي، ماشومان او لویان په دهلیزونو کې منډې وهي.

په نورو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ټولګي ځمکه په وینو ککړه ده او کړکۍ یې په ګولیو سورۍ دي، ماشومان د ګولیو د لګېدو له وېرې تر میزونو لاندې ځانونه پټ کړې دي.

د روسیې د څېړنو کمېټې په وینا" د دوو امنیتي ساتونکو او دوو ښوونکو په ګډون ۱۱ ماشومان او څلور لویان وژل شوي دي. په ۲۴ ټپیانو کې له دوه کسانو پرته نور ټول ماشومان دي."

د ښوونځي ټول کارمنان او زده کووکي د ښوونځي له ودانۍ ایستل شوي.

یوه ویډیو کې چې د دولتي پلټونکو له خوا انلاین خپره شوې ښکاري چې برید ګر پر ځمکه پروت دی او پر کالیو یې د نازیانو نښې دي، پلټونکي ېې د اوسېدو ځای په اړه پلټنې کوي.

د دغې پېښې له امله د سیمې د مشر له خوا د سپتمبر تر ۲۹ ماتم اعلان شوی، د روسیې ولسمشر ولودمیر پوتین د ویاند په وینا، نوموړي پر وژل شویو ژوره خواشیني څرګنده کړې او "دا برید یې یو غیر انساني ترهګریز عمل بللی دی."