ملګري ملتونه: د خوړو بیې په یوه لسیزه کې تر ټولو په زیاته چټکۍ لوړې شوې

خوراک

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونه وايي، له تېرې یوې لسیزې راهیسې په یوه میاشت موده کې د خوړو بیې د بل هر وخت پرتله په زیاته چټکۍ سره تر ټولو لوړ کچ ته ختلې دي.

ملګري ملتونه د یوه لوی شاخص له مخې په ټوله نړۍ کې د خوړو بیې څاري او دغه لیست د خوړو کلنۍ بیې هم رانغاړي.

ویل کېږي د کورونا وبا له کبله نه یوازې محصولات اغېزمن شوي، بلکې د خوراک وېشلو او ان دې لړ کې د مزدورۍ پر نظام هم اغېز شوی دی.

دې سره د پیسو پړسوب او په نړیواله کچه د خوړو زیاتو بیو له کبله اقتصادي بیا رغېدنې ته هم اندېښنې ډېرې شوې دي.

د خوړو او کرنې لپاره د ملګرو ملتونو اداره (ایف اې او) د غلې، غوښې، شکرې یا بورې، غوړیو او وریجو په څېر د مهمو خوراکي توکو بیې څاري.

تازه شاخص ښيي چې له ۲۰۱۰ وروسته د روان کال مې میاشت کې د خوړو بیو لوړېدو کچه ۳۹ اعشاریه اووه سلنې ته ورسېده، چې دا په کلني حساب د ۲۰۱۱ کال له سپتمبر وروسته موده کې تر ټولو لوړه کچه ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان اقتصاد وزارت د تېر کال شمېرو له مخې د نفوس ۴۵ سلنه برخه یا ۱۳ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب نه لري.

د بیو لوړوالي یو لامل په ځینو هېوادونو کې د تقاضا ناڅاپي لوړېدل او د عرضې په لړ کې ځنډ او خنډ بلل شوی.

د بازار تقاضې نه پوره کېدو یو لامل پر ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه دي، چې په ځايي بازارونو کې ورسره غلې، دانې کمې شوې او بیې یې لوړې شوې.

اقتصادي ماهرین خبرداری ورکوي چې له قرنطینه د بېلا بېلو هېوادونو له وتلو ورسته به تقاضا نوره هم زیاته شي او د تولیداتو او محصولاتو کموالي له کبله به د پیسو پړسوب ستونځه هم ښايي رامنځته شي.

بل لور ته د ایف اې او مسوولین بیا د سږ کال په اوږدو کې د غلې، ریکارډ کچې محصولاتو وړاندوینه کوي، چې د دوی په خبره کېدای شي د بیو لوړېدو فشار هم ورسره کم شي.