اردوغان د استانبول تقسیم میدان لانجمن جومات پرانیست

د تقسیم جومات د ۴۰۰۰ کسانو ځایولو ظرفیت لري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د تقسیم جومات د ۴۰۰۰ کسانو ځایولو ظرفیت لري
د خپرېدو وخت

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هېواد د استانبول ښار د تقسیم میدان لانجمن جومات پرانیست.

په ۲۰۱۳ کال د دغه جومات د جوړېدو پلان د لاریونونو څپه راپورته کړې وه.

زرګونو کسانو د جمعې پر ورځ د دغه جومات د پرانیستې مراسمو کې برخه واخیسته.

ځینې کسان له دې کبله چې جومات کې د ننه ځای نه و، بهر میدان کې د لمونځ ادا کولو ته اړ شول.

دا جومات تقسیم میدان کې هغه ځای ته نږدې رغول شوی چې د ترکیې د سیکولار جمهوریت د سمبول په سترګه ورته کتل کېږي.

دغه جومات همدا راز د ترکیې د جمهوریت او د هغه د بنسټګر مصطفی کمال اتاترک یاد څلی تر سیوري لاندې راولي.

ښاغلي اردوغان د جمعې پر ورځ د دغه جومات د پرانیستې پر مهال وویل: "د تقسیم جومات اوس د استانبول په سمبولونو کې مهم ځای خپل کړی دی او که د خدای خوښه وه دا مقام به تر پایه وساتي."

جومات د عثماني پېر د جوماتونو په بڼه جوړ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جومات د عثماني پېر د جوماتونو په بڼه جوړ شوی
لمونځ کوونکي د جومات په انګړ کې هم لمونځ کولی شي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، لمونځ کوونکي د جومات په انګړ کې هم لمونځ کولی شي

هغه د دغه جومات جوړېدل د هغو معترضانو پر وړاندې بری وباله چې نه یې غوښتل تقسیم میدان دې مذهبي رنګ واخلي او زیاته یې کړه "هېڅ شی اوس د دغه نوښت مخه نشي نیولی."

رجب طیب اردوغان لومړی ځل تقسیم میدان کې د جومات د جوړېدو خبره په ۱۹۹۰یمو کلونو کې هغه مهال کې وه چې د استانبول ښاروال و.

هغه د جمعې پر ورځ د دغه جومات د پرانیستې مراسمو کې راټولو شویو خلکو ته وویل: "دلته ان یوه لمونځ خونه هم نه وه او مومنان اړ کېدل چې پر ځمکه ورځپاڼې وغوړوي او لمونځ پرې وکړي."

د دغه جومات رغولو کې عثماني ځانګړنې له معاصرو طرحو سره یو ځای شوي او په یوه وخت شاوخوا ۴۰۰۰ کسان ځایولی شي.

په ۲۰۱۳ کال ددې جومات د جوړولو پلان اعلانېدو سره لاریونونه هم وشول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۱۳ کال ددې جومات د جوړولو پلان اعلانېدو سره لاریونونه هم وشول
رجب طیب اردوغان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ددې جومات جوړېدل پر معترضانو او مخالفانو بریالیتوب دی

یوه لمونځ کوونکي ابو ذر کوچ د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "خلک ډېر زیات او جوماتونه کم دي. خدای دې پر هغو ورحمېږي چې دا کار یې ممکن کړ."

ترکیه که څه هم اکثریت مسلمان هېواد دی خو نیوکګر ښاغلی اردوغان تورنوي چې د سیکولارو بنسټونو د خوځولو لپاره عملي هڅې کوي.

په ۲۰۱۳ کال د تقسیم میدان په غازي پارک کې د دغه جومات د جوړېدو د پلان خلاف د استانبول ښار لاریونونه د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې هم بدرګه شوي وو.