ترکیه: راتلونکو ورځو او میاشتو کې امریکا ته ځواب ورکوو

ترکیه
د عکس تشریح، رجب طیب اردوغان د بایډن پر خبرو نن کابینه کې هم غږېږي.
د خپرېدو وخت

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین وايي، هېواد به یې امریکا ته په راتلونکو ورځو یا میاشتو کې د هغه څه ځواب ور کړي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن لومړۍ نړیواله جګړه کې د ارمنیانو وژنه توکم وژنه بللې ده.

د ښاغلي کالین په خبره، ټاکلې ده د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ پر دې مسله کابینه کې وغږېږي.

نوموړی وايي، ټاکلې ده د ترکیې پارلمان هم دا اونۍ په دې تړاو بیانیه خپره کړي.

تر دې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جو بایډن خبرې "په قوي الفاظو ردوي" او وايي دا پرېکړه "د ترکیې ضد سخت دریځو او نورو ارمني ډلو د فشار" زیږنده ده.

بایډن څه ویلي؟

جو بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

جو بایډن د شنبې په ورځ د عثماني امپراتورۍ له خوا لومړۍ نړیواله جګړه کې د ارمنیانو د وژنې یادغونډې ته خبرپاڼه کې ویلي: "موږ هغو ټولو ته درناوی وړاندې کوو چې د عثماني حکومت پرمهال د امنانو د نسل وژنې پرمهال وژل شوي او یوځل بیا د دا ډول بوږنوونکو پېښو د تکرارېدو د مخنیوي غوښتنه وو".

دی زیاتوي "دا را په زړه کوو چې تل د ویجاړوونکې کرکې د اغېز پرضد - هغه که په هره بڼه وي - ویښ پاتې شو".

د جو بایډن خبرو پسې د ترکیې بهرنیو چارو وزارت انکره کې د امریکا د سفیر بللو سره خپل اعتراض وکړ.

تر دې مخکې د جرمني او فرانسې په ګډون نږدې څلوېښتو هېوادونو هم لومړنۍ نړیواله جګړه کې د عثماني خلافت خاوره کې د سلګونو زره ارمنیانو اجباري کډه کول او وژل توکم وژنه بللې ده.

ترکیه څه وايي؟

ارمنستان د شنبې په ورځ پلازمېنه یروان کې د عام وژنې ۱۰۶مه کلیزه ولمانځله

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ارمنستان د شنبې په ورځ پلازمېنه یروان کې د عام وژنې ۱۰۶مه کلیزه ولمانځله

ترکیه د توکم وژنې ردولو سره وايي، دا کسان د کورنۍ جګړې قربایان دي او د څاري(تزاري) روسیې ملاتړو ارمني پوځیانو هم ډېر مسلمانان وژلي دي.

جو بایډن په داسې مهال د توکم وژنې خبره کوي چې د واشنګټن او انکرې اړیکي تاوجن دي.

ابراهیم کالین دا هم وايي، چې ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ ټلیفوني خبرو کې جو بایډن ته ویلي، د امریکا له خوا د دې توکوژنې په رسمیت پېژندلو سره به واشنګټن لویه تېروتنه وکړي.

ارمنیا وايي، د ارمنانو د "ټولوژنې" د هڅې پرمهال (۱۹۱۵-۱۹۱۶ کلونو کې) ۱٫۵ میلیون کسان وژل شوي، خو ترکیه بیا د وژل شویو شمېر شاوخوا ۳۰۰ زره کسان اټکلوي.