تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترکیه: راتلونکو ورځو او میاشتو کې امریکا ته ځواب ورکوو
د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین وايي، هېواد به یې امریکا ته په راتلونکو ورځو یا میاشتو کې د هغه څه ځواب ور کړي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن لومړۍ نړیواله جګړه کې د ارمنیانو وژنه توکم وژنه بللې ده.
د ښاغلي کالین په خبره، ټاکلې ده د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ پر دې مسله کابینه کې وغږېږي.
نوموړی وايي، ټاکلې ده د ترکیې پارلمان هم دا اونۍ په دې تړاو بیانیه خپره کړي.
تر دې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جو بایډن خبرې "په قوي الفاظو ردوي" او وايي دا پرېکړه "د ترکیې ضد سخت دریځو او نورو ارمني ډلو د فشار" زیږنده ده.
بایډن څه ویلي؟
جو بایډن د شنبې په ورځ د عثماني امپراتورۍ له خوا لومړۍ نړیواله جګړه کې د ارمنیانو د وژنې یادغونډې ته خبرپاڼه کې ویلي: "موږ هغو ټولو ته درناوی وړاندې کوو چې د عثماني حکومت پرمهال د امنانو د نسل وژنې پرمهال وژل شوي او یوځل بیا د دا ډول بوږنوونکو پېښو د تکرارېدو د مخنیوي غوښتنه وو".
دی زیاتوي "دا را په زړه کوو چې تل د ویجاړوونکې کرکې د اغېز پرضد - هغه که په هره بڼه وي - ویښ پاتې شو".
د جو بایډن خبرو پسې د ترکیې بهرنیو چارو وزارت انکره کې د امریکا د سفیر بللو سره خپل اعتراض وکړ.
تر دې مخکې د جرمني او فرانسې په ګډون نږدې څلوېښتو هېوادونو هم لومړنۍ نړیواله جګړه کې د عثماني خلافت خاوره کې د سلګونو زره ارمنیانو اجباري کډه کول او وژل توکم وژنه بللې ده.
ترکیه څه وايي؟
ترکیه د توکم وژنې ردولو سره وايي، دا کسان د کورنۍ جګړې قربایان دي او د څاري(تزاري) روسیې ملاتړو ارمني پوځیانو هم ډېر مسلمانان وژلي دي.
جو بایډن په داسې مهال د توکم وژنې خبره کوي چې د واشنګټن او انکرې اړیکي تاوجن دي.
ابراهیم کالین دا هم وايي، چې ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ ټلیفوني خبرو کې جو بایډن ته ویلي، د امریکا له خوا د دې توکوژنې په رسمیت پېژندلو سره به واشنګټن لویه تېروتنه وکړي.
ارمنیا وايي، د ارمنانو د "ټولوژنې" د هڅې پرمهال (۱۹۱۵-۱۹۱۶ کلونو کې) ۱٫۵ میلیون کسان وژل شوي، خو ترکیه بیا د وژل شویو شمېر شاوخوا ۳۰۰ زره کسان اټکلوي.