بایډن د ۱۹۱۵ کال وژنه د ارمنانو 'ټولوژنه' بللې

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه رسمي خبرپاڼه کې په ۱۹۱۵ کال د ارمنانو عام وژنه 'ټولوژنه' بللې ده. نوموړی د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې دا ډول څرګندونې کوي.

دا وژنه د عثماني خلافت په وروستیو ورځو کې د معاصرې ترکیې د جوړېدو په درشل کې شوې ده.

ښايي دا یوه حساسه مسله وي، ترکیه دا ډول بوږنوونکې پېښې مني، خو د "ټولوژنې" اصطلاح یې رد کړې ده.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي، دا پرېکړه د اوسنۍ ترکیې د ملامتولو په معنا نه ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جو بایډن خبرې "په قوي الفاظو ردوي" او وايي دا پرېکړه "د ترکیې ضد سخت دریځو او نورو ارمني ډلو د فشار" زیږنده ده.

ترکیې خبرداری ورکړی چې دا ډول حرکت "هغه ژور ټپیونه بېرته پرانیزي او زموږ ترمنځ متقابل باور او دوستي کمزورې کوي".‌

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سم لاسي پر ټویټر لیکلي چې د ترکیې دولت "د خپل هېواد د تاریخ په اړه له هېچا سبق نه اخلي".‌

د ښاغلي بایډن په خبرپاڼه کې چې په ارمنیا کې د وژنو د قربانیانو د یاد لمانځلو په ورځ خپره شوې، راغلي: "موږ هغو ټولو ته درناوی وړاندې کوو چې د عثماني حکومت پرمهال د امنانو د نسل وژنې پرمهال وژل شوي او یوځل بیا د دا ډول بوږنوونکو پېښو د تکرارېدو د مخنیوي غوښتنه وو".

دی زیاتوي "دا را په زړه کوو چې تل د ویجاړوونکې کرکې د اغېز پرضد - هغه که په هره بڼه وي - ویښ پاتې شو".

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیا په یوه ټویټ کې لیکلي، چې ښاغلي بایډن په خپلو خبرو "د وژل شویو یاد تازه کړ" چې په وینا یې "امریکا یوځل بیا بشري حقونو او نړیوال ارزښتونو ته خپله ټینګه اراده وښوده".

ارمنستان وايي، د ارمنانو د "ټولوژنې" د هڅې پرمهال (۱۹۱۵-۱۹۱۶ کلونو کې) ۱٫۵ میلیون کسان وژل شوي، خو ترکیه بیا د وژل شویو شمېر شاوخوا ۳۰۰ زره کسان اټکلوي.

ارمنان دا وژنه ټولوژنه بولي او ګڼ تاریخ لیکونکي او حکومتونه پر دې اند دي چې د وژلو دا عمل له مخکې پلان شوی و، خو ترکیه وايي د عیسوي ارمني ولس د ټولوژنې سازمان شوې هڅه نه ده شوې بلکې د دې جګړې په اور کې ګڼ بې ګناه ترک مسلمانان هم وژل شوي دي.