د مور ورځ څنګه رامنځته شوه؟

    • Author, بي بي سي موندو
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

په نړۍ کې د مور ورځ پر بېلابېلو نېټو او ورځو نمانځل کېږي، کم داسې هېوادونه به وي چې دا ورځ به نه یادوي.

په شمالي او جنوبي امریکا کې ډېری وخت د مې میاشتې دویمه یکشنبه د مور ورځې په نوم نمانځل کېږي خو په ځینو نورو ایالاتونو لکه مکسیکو، ګواتیمالا او االسوادور کې بیا له دې څو ورځې مخکې نمانځل کېږي.

افغانستان کې دا ورځ د غبرګولي په ۲۴مه نمانځل کېږي.

په نورو هېوادونو کې ورته بېلابېلې ورځې ځانګړې شوې دي.

په هر تاریخ چې جوړېږي دا د کال یوه له مهمو ورځو ده.

دا ورځ نه یوازې لکه د دغې ځانګړې اړیکې په څېر ځانګړې ده بلکې یوه له مهمو سوداګریزو ورځو ده چې پکې په پراخه کچه د مبارکۍ او پیغامونو ښایسته ډیزاین شوي کارتونه، ګلان، خواږه او رنګا رنګ نور محصولات خرڅېږي.

دا ورځ ډېرو ماشومانو ، لمسیانو، خویندو، وروڼو او ان ځینو سړیو ته ډېر اهمیت لري خو په دې کم خلک پوهېږي چې په ځینو خاصو ورځو د مور د مینې ورځې نمانځنه له کومه ځایه پیل شوې ده؟

مور ته د درناوي یاداښت

دا دود له لرغوني یونانه پیل شوی چې له بېلابېلو کلتوري او ان مذهبي مراسمو له لارې یې میندو ته درناوی وړاندې کاوه. خو په رسمي ډول د دغې ورځې نمانځل او یادول په شلمه پیړۍ کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د داسې ښځې پر نوښت او ټینګار پیل شو چې د مور کېدو ارمان یې تورو خاورو ته یوړ، خو د خپلې مور ډېر درناوی یې کاوه.

د انا جاروېس مور په ۱۹۰۵ کال کې مړه شوه نو په همدې کال کې انا د مور د ورځې په نوم کمپاین پیل کړ.

درې کاله وروسته نوموړې د دغې ورځې یاد مراسم جوړ کړل، دا ورځ که څه هم رسمي رخصتي نه وه خو د دغې موخې لپاره په یو فعال حرکت بدل شو.

د دغې ورځې د پېژندنې په موخه د هغې هڅو کلونو وخت ونېوه، د جاروېس انګېزه هغه دعا وه چې مور یې یوه ورځ ورښودلې وه.

نوموړې ویل " زه هیله لرم او دا دعا کوم چې بالاخره څوک د مېندو د بې سارو خدمتونو د درناوي او یادولو په موخه یوه ورځ وټاکي."

د نوموړې کارونه او کمپاینونه ان د امریکا د کورنیو جګړو پر مهال هم الهام بخښونکي وو او د ډېرو پام یې ځانته واړوه.

په ۱۸۵۰م کال کې د واشنګټن تر څنګ ویرجنیا ایالت کې د سرتېرو د ساتنې په موخه د ښځو یوه کاري ډله په دندو ګمارل شوې وه چې د عمومي روغتیا او سلامتیا هڅې یې کولې.

دوی دا کاري ورځې د مور ورځې په نوم یادولې.

انا جاروېس د مور لپاره د یوې ځانګړې ورځې ټاکلو په موخه د استازو جرګې، دولتي مسولینو او مشهورو څېرو ته خطونه ولېږل او د دې موخې لپاره یې خپلې هڅې لا رسمي او ګړندۍ کړې.

د هغې د هڅو له پراخېدو سره امریکا کې یو شمېر سیاستوالو یې په غوښتنه رېشخند واهه او ویل به یې چې که د مور ورځ رسمي کېږي نو هغه ورځ دې د "مور میړه' پر ورځې یاده شي.

په ۱۹۱۱م کال کې د امریکا ګڼو ایالاتونو دا ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه له دې درې کاله وروسته د مې میاشتې دویمه یکشنبه د مور ویاړمنې ورځې په توګه ونومول شوه.

له دې سره د اغلې جاروېس ارمان پوره شو، نوموړې وروسته وتوانېده چې د مور ورځې د نمانځنې نیټه په خپل نوم ثبت کړي.

د دغې ورځې نمانځنه او نمانځغونډې د کاریګرو، هټیوالو او سوداګرو لپاره هم ښه موکه شوه چې خلک ترې ان ګرانبیه سوداوې او ډالۍ واخلي.

سوداګریز فعالیتونه چې په دې مناسبت غوړیږي

د مور د ورځې نومول او مناسبت د انا جاروېس د پرلپسې هڅو پایله وه، نوموړې خپلې مور ته د درناوي په موخه دا هڅه کوله خو وروسته یې ولیدل چې دا کار د یو زیات شمېر توکو د پیر او پلور سبب هم شوی دی.

خو د هغې په مقابل کې ځینو نورو چې نه یې غوښتل داسې یوه ځانګړې ورځ دې ونومول شې د دې چارې له سوداګریزو موخو خبر وو او دوی دا اضافه لګښتونه نه غوښتل ځکه یې د هغې هڅې او غوښتنې تل ردولې.

د انا جاروېس په هڅو او نیت د یوه لیکل شوې کتاب لېکواله کاترین لین انټولیني په خپل کتاب کې وايي " ‌انا د مور ورځې نمانځنه خپل فکري او قانوني مالکیت ګاڼه."

انتولیني د دغې خبرې پر دوام لیکي " نوموړې هیله لرله چې د مېندو بې اندازې ډېرو خدمتونو په مقابل کې دې داسې یوه سپیڅلې ورځ وي چې درناوی یې کېږي." هغې ویل داسې مېندې باید هم یادې شي چې له خپلو اړتیاوو ډېر د اولادونو هوساینې ته فکر کوي.

نوموړي وايي " انا کله هم نه غوښتل چې دا ورځ دې لکه د شلمې پیړۍ د ځينو نورو مناسبتي ورځو په څېرد ګرانبیه ډالیو په یوه مناسبت بدله شي."

د یوې بلې څیړنې له مخې، انا جاروېس په هغو خلکو نیوکه کړې او دوی یې سرغړونکي بللي چې له دې پېښې یې په خپله خوښه ګټه کوله.

نوموړې داسې ګواښ هم کړی و چې د داسې کسانو پر وړاندې به قانوني اقدام کوي چې له دې ورځې ناوړه او سوداګریزه استفاده کوي.

انا جاروېس ان پر هغو کارت پلورونکو هم نیوکه کوله چې د دې ورځې په مناسبت یې په رنګارنګ ډولونو چاپوي او دا ورځ د خپل کاروبار د غوړیدا ښه موکه بولي.

نوموړي ویلي چې درناوی باید شخصي او ان په خپل لاس لیکلي خط وي.

انا جاروېس په ۱۹۴۸م کال کې په داسې حال کې چې د پورونو لاندې په ژور خپګان اخته وه، مړه شوه.

نوموړې له مرګه مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې دا ټینګار هم کړی و چې " زه د مور ورځې له رامنځته کېدو سخته پښېمانه یم."

د مور ورځې مناسبت د څومره عوایدو سبب کېږي؟

لکه د ډېرو نورو سوداګریزو چارو د امریکا متحده ایالت د مور ورځې په مناسبت هم په ګرانبیه سوداګریزو حوزو کې شمېرل کېږي.

د امریکا په متحده ایالاتونو کې د مور ورځې په مناسبت د خرڅلاو کچه ۲۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

په ډېرو نورو هېوادونو کې چې دا ورځ نمانځل کېږي ځینې یې اقتصادي اړخونو ته هم پام کوي.

د خدماتو یوه معتبر وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په دې ورځ یوازې اولادونه نه بلکې خویندي، اناګانې او نور خپل خپلوان هم تحفې اخلي او ډالۍ کوي یې.

د مور ورځې په مناسبت د نورو ګرانیبه تحفو تر څنګ د کارتونو صنعت تر ټولو ډېر تولید لري، له هغې وروسته د ګلانو په ګیډیو ډېر بروباري. څیړنې ښیې چې په دې مناسبت د عاشقانو له ورځې (ویلنټاین ډې) هم ډېر ګلان خرڅېږي.

له دې صنعتونو وروسته تفریحي ځایونه، هوټلونه ، د کالیو او ګاڼو دوکانونه د ډېر عاید او د تحفو د پیر او پلور بوخت ځایونه دي.