د اذربايجان او ارمينيا جګړه

د خپرېدو وخت

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو واشنګټن کې د اذربايجان او ارمينيا بهرنيو چارو وزيرانو کوربه دی، داسې حال کې چې د ناګورنو قرباغ لانجمنې سيمې پر سر د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده.

دا سيمه چې د ارمنيانو ولکه کې ده، د نړيوال قانون له مخې د اذربايجان برخه ده.

دواړو خواوو، د اوربند پر سر هوکړو ته، چې د روسيې په منځګړتوب شوې، پام نه دی کړی، او دې سيمه کې لسيزو کې تر ټولو سخته جګړه روانه ده.

د بي بي سي روسۍ څانګې خبريالې اورلا اېوشينا پرې دا راپور رالېږلی دی.