د منځنیو پېړیو تر ټولو ستر مسلمان سیاح 'ګرځندوی' ابن بطوطه کیسه

    • Author, وليد بدران
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

د هغه سفرونو چې نژدې درې لسیزې یې دوام وکړ او له شمالي افریقا تر چین پورې یې پراخې سیمې وپوښلې، د څوارلسمې پېړۍ د منځنیو پېړیو د نړۍ په اړه بې‌سارې ارزښتناکې مشاهدې وړاندې کړې.

د بریتانیا دایرةالمعارف ابن بطوطه، چې د ۱۳۰۴ کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه د مراکش په طنجه ښار کې زېږېدلی و، د منځنیو پېړیو تر ټولو ستر مسلمان سیاح یا ګرځندوی بولي.

هغه د "رحلة ابن بطوطة" یا 'د ابن بطوطه یون' په نوم یو له مشهورو یونلیکونو 'سفرنامو' هم لیکلی، چې په کې یې خپل سفرونه بیان کړي دي.

ده په دې سفرونو کې شاوخوا ۱۲۰ زره کیلومتره واټن وهلی، نژدې ټولو اسلامي هېوادونو ته تللی او ان تر چین او سوماترا (چې اوس د اندونیزیا برخه ده) پورې رسېدلی و.

لومړنی ژوند او د سفر پیل

ابن بطوطه، چې بشپړ نوم یې عبد الله محمد بن عبد الله اللواتي الطنجي بن بطوطه و، د ۱۳۰۴ کال د فبرورۍ پر ۲۵ مه د مراکش په طنجه ښار کې وزېږېد.

طنجه یو ساحلي او ډېر بوخت ښار دی. هغه د اسلامي شریعت په یوه علمي کورنۍ کې لوی شو او په فقه او قرآن کې یې بشپړ دیني تعلیم ترلاسه کړ. خو ارامه او ثابت ژوند یې خوښ نه و؛ پر ځای یې د ژورې لېوالتیا او د حج د ادا کولو غوښتنې تر اغېز لاندې و.

په یوویشت کلنۍ کې ابن بطوطه له طنجه د حج ادا کولو په نیت روان شو، خو هغه نه پوهېده چې دا سفر به د یوې اوږدې او لوی سیاحتي ژوند پیلامه شي.

د هغه لومړنی هدف مکه وه، خو سفر یې ډېر ژر تر هغې هم لرې سیمو ته وغځېد، چې دیني ژمنتیا، علمي علاقه او د ګرځېدو مینه یې ګډې انګېزې وې.

د ابن بطوطه لومړنی سفر د شمالي افریقا له لارې له سختو خطرونو ډک و، ځکه چې صحرايي سخت شرایط او لوټمار غله موجود وو. هغه د مغرب له سیمو تېر شو او تلمسان او بجایه (چې اوس د الجزایر برخه دي) او همدارنګه تونس او طرابلس (د اوسنۍ لیبیا پلازمېنه) یې ولیدل.

کله چې مصر ته ورسېد، د قاهرې له عظمت حیران شو، چې د منځنیو پېړیو په نړۍ کې له لویو او ژوندیو ښارونو و. هغه د مملوکي سلطنت جوماتونه، شاوخوا بازارونه او علمي مرکزونه وکتل او اسکندریې ته هم ولاړ.

په پیل کې د هغه هدف د حج ادا کول او په مصر، شام او حجاز کې له مشهورو عالمانو او صوفي اولیاوو سره د زدکړو پراخول وو. دغو زدکړو هغه ته د قضاوت دندې لپاره وړتیا ورکړه او د هغه علمي مقام د دې لامل شو چې د اسلامي علومو د نامتو استادانو د شاګرد په توګه په بېلابېلو دربارونو کې درناوی ترلاسه کړي.

په مصر کې د هغه په زړه کې د سفر داسې مینه راپیدا شوه چې نور یې نه شوای کنټرولولی او پرېکړه یې وکړه چې د امکان تر حده د نړۍ لر و بر وګوري.

د هغه وخت نورو خلکو عموماً د سوداګرۍ، حج یا زدکړو لپاره سفرونه کول، خو ابن بطوطه د نوو هېوادونو او خلکو د لیدلو د خوند لپاره سفر کاوه.

هغه د ډېرو سلاطینو، واکمنانو او لوړپوړو کسانو له مېلمه پالنې برخمن شو، چې همدې کار ورته د سفر د دوام لپاره مالي امکانات برابر کړل.

حج او د سفر دوام

له قاهرې ابن بطوطه د مصر له سوېل (صعید مصر) د سره سمندر پر لور روان شو، خو وروسته بېرته راستون شو او سوریې ته ولاړ. هلته له یوه کاروان سره یوځای شو چې مکې ته روان و.

هغه په ۱۳۲۶ کال کې د حج فریضه ادا کړه او وروسته شمال کې عراق ته ولاړ، هلته یې بغداد ولید- هغه ښار چې پخوا د عباسي خلافت مرکز و.

هلته یې د ایران له وروستي مغولي خان ابو سعید (۱۳۱۶–۱۳۳۶) سره هم ولیدل. همدارنګه یې د فارس ښارونه اصفهان او شیراز هم وکتل او د هغوی له بډایه کلتوري او فکري ژوند ډېر متأثر شو.

ابن بطوطه د ۱۳۲۷ او ۱۳۳۰ کلونو ترمنځ په مکه او مدینه کې پاتې شو او یو ارام عابدانه ژوند یې تېراوه، خو دا ډول اوږده استوګنه د هغه له مزاج سره برابره نه وه.

د حج سفر د هغه لپاره یو ژور روحاني تجربه وه، خو همدارنګه یې د اسلامي نړۍ له بېلابېلو خلکو او کلتورونو سره هم بلد کړ او همدا تجربې یې د لا زیات سفر شوق لا پسې ډېر کړ.

له جدې یې بېړۍ ونیوله او د سره سمندر له ساحلونو یې د خپلو ملګرو له یوې ډلې سره یمن ته سفر وکړ.

هلته یې د ځمکې له لارې سفر وکړ او بیا له عدن نه سمندر ته کښته شو، دا ځل د ختیځې افریقا ساحل ته ولاړ او د کیلوا (اوسنی تنزانیا) په څېر سوداګریز ښارونه یې ولیدل.

د هغه د بېرته راستنېدو سفر د عربو سوېلي ټاپووزمې، عمان، هرمز، د فارس سوېل او د فارس خلیج له لارې و او په ۱۳۳۲ کال کې بېرته مکې ته ورسېد.

افغانستان او هند ته سفر

په مکه کې یې ذهن یو نوی لوی پلان جوړ شو. کله یې چې د مسلمانو علماوو پر وړاندې د ډیلي سلطان محمد بن تغلق (۱۳۲۵–۱۳۵۱) د سخاوت په اړه واورېدلو هوډ یې وکړ چې د هغه دربار ته ولاړ شي.

هغه اړ شو چې نامستقیمه لاره غوره کړي؛ نو شمال ته ولاړ، بیا یې مصر او سوریه یو ځل بیا وکتل، او وروسته یې د اناتولیا (اسیا صغیره) له لارې سفر وکړ، چېرې چې د ترکانو سیمې د وړو سلطنتونو په بڼه وې. د هغه یادښتونه د سلجوقي دورې له پای او د عثماني واکمنۍ له راټوکېدو مخکې د دې سیمې د تاریخ مهمه سرچینه ګڼل کېږي. هغه له ټولو سیمه‌ییزو واکمنانو ښه هرکلی او سخاوت ترلاسه کړ.

بیا یې د تور سمندر له لارې کریمیا ته سفر وکړ، وروسته شمالي قفقاز او د ولګا سېند پر غاړه سرای ښار ته ورسېد، چې د زرینې هورډ د خان اوزبیک (۱۳۱۲–۱۳۴۱) پلازمېنه وه.

له سرای یې د ولګا او کاما لوړو سیمو ته سفر وکړ. هغه ان قسطنطنیې (اوسني استانبول) ته هم د خان مېرمنې له کاروان سره ولاړ، چې یوه بیزانسي شهزادګۍ وه.

د بریتانیا دایرةالمعارف وايي چې د قسطنطنیې په اړه د ابن بطوطه بیان عموماً روښانه او دقیق دی. سره له دې چې هغه د غیرمسلمانو په اړه د خپل وخت د عامو اسلامي نظرونو شریک و، خو د "دویم روم" په اړه یې لیکنې ښيي چې هغه نسبتاً زغم لرونکی او ډېر کنجکاو انسان و.

خو بیا هم هغه تل د نامسلمانو هېوادونو پرتله ځان د اسلامي نړۍ په چاپېریال کې ډېر راحت احساساوه.

له قسطنطنیې د روسي دښتو له لارې راستون شو، او بیا یې د عمومي تګلوري له مخې هند ته سفر ته دوام ورکړ. له سرای یې د منځنۍ اسیا له لارې کارواني سفر وکړ او بخارا، سمرقند او بلخ یې ولیدل.

دا داسې ښارونه وو چې لا هم د مغولي یرغل نښې په کې لیدل کېدې. وروسته له خراسان او افغانستانه د هندوکش غرونو له لړۍ تېر شو او هند کې د ډيلي سلطنت ته ورسېد.

هلته د سلطان محمد بن تغلق په خدمت کې شامل او د قاضي په توګه وټاکل شو. څو کاله یې په هند کې تېر کړل او د هغې ټولنې، اداره او د بېلابېلو مذهبي دودونو تعامل یې وڅېړه.

نوموړی پوه شو چې په هند کې د هغه موقف له خطره خالي نه و. سلطان محمد بن تغلق د سخاوت او سخت‌دریځۍ یو ګډ شخصیت و او په مسلمانانو او هندوانو دواړو یې سخت واک چلاوه. ابن بطوطه د هغه د واکمنۍ هم بریاوې او هم ناکامۍ ولیدې او هره ورځ یې د خپل ژوند لپاره وېره لرله.

وروسته له دې چې د سلطان له قهره تېر شو او بیا یې د باور وړ وګرځېد، په ۱۳۴۲ کال کې د چین امپراتور ته د سفیر په توګه وټاکل شو.

هغه له ډيلي بې له ندامته ووت، خو سفر یې بیا هم له خطرونو ډک و. د هغه سفارت د هندو یاغیانو له برید سره مخ شو او په سختۍ یې ځان وژغوره. د هند په مالابار ساحل کې د سیمه‌ییزو جګړو تر منځ ایسار شو او بالاخره یې کښتۍ د کالیکوت (کوزیکود) په شاوخوا کې ډوبه شوه او ټول مالونه او د چین امپراتور ته بار ډالۍ یې له لاسه ورکړې.

د سلطان له قهره د وېرې له امله، هغه مالدیف ټاپوګانو ته ولاړ او نژدې دوه کاله یې هلته د قاضي په توګه تېر کړل.

له مالدیفه یې سفر سریلانکا ته وغځاوه، چې شنې منظرې او بودايي معابد یې پکې وڅېړل.

وروسته بیا د کورومندل ساحل کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله بیا مالدیف ته ستون شو او بیا بنګال او آسام ته ولاړ.

په همدې وخت کې یې پرېکړه وکړه چې د چین ماموریت بیا پیل کړي، نو سوماترا ته ولاړ. هلته یوه مسلمان سلطان ورته نوې بېړۍ ورکړه او هغه د چین پر لور روان شو. ابن بطوطه چې هر ځای تللی د ځایونو، خلکو او کلتورونو دقیق تفصیل ثبت کړی دی.

چین او بېرته راستنېدل

د ابن بطوطه د سفرونو له مهمو پړاوونود هغه چین ته سفر و. په ۱۳۴۵ کال کې هغه د چینوانژو په نوم یوه بوخت سوداګریز مرکز ته ورسېد. د چین په اړه د هغه روایتونه د داسې نړۍ نادر انځور وړاندې کوي چې یوازې لږو اروپایانو او عربانو په مستقیم ډول لیدلی و.

هغه د بېجینګ د امپراتوري دربار له عظمت، د چیني تمدن له پرمختګ او د چین له منظم حکومتي نظامه ډېر حیران شو. د هغه یادښتونو کې د سوداګرۍ د پراخو لارو شبکې او د چیني ټولنې ځانګړي دودونه او کړنې هم شاملې دي. د چین له لارې د ابن بطوطه سفر د منځنیو پېړیو د نړۍ ترمنځ د نښلولو اهمیت روښانه کوي، هغه اړیکې چې د سوداګرۍ او ډیپلوماسۍ له لارې ممکنې شوې وې.

له لرې ختیځه د پراخو سفرونو وروسته، ابن بطوطه په ۱۳۴۶ کال کې د سومطره، مالابار، او فارس خلیج له لارې بغداد او سوریې ته د بېرته ستنېدو سفر پیل کړ. په سوریه کې یې د ۱۳۴۸ کال د "تور مرګ" (طاعون) د ویجاړیو شاهد و او بیا یې د مصر ګڼ ښارونه وکتل. په همدې کال کې یې وروستی حج وکړ، بیا مصر ته ولاړ، له اسکندریې تونس ته د سمندر له لارې ولاړ، وروسته سردینیا او الجزایر ته ورسېد او بالاخره د ۱۳۴۹ کال د نومبر په میاشت کې د فاس ښار ته ورسېد، چې د مراکش د مرینی سلطان ابو عنان پلازمېنه وه.

خو لا هم ځینې اسلامي هېوادونه وو چې هغه نه وو لیدلي. له بېرته ستنېدو لږ وروسته یې د غرناطه/ګرناده (په اندلس کې د مسلمانانو وروستی پاتې شونی دولت) سفر وکړ او دوه کاله وروسته (په ۱۳۵۲ کال کې) یې د لوېديځ سودان لور ته سفر پیل کړ. دا د هغه وروستی لوی سفر و چې د سلطان په امر ترسره شو. له صحرا وروسته یې د مالي امپراتورۍ ته ورسېد، چې هغه مهال د مانسا سليمان په وخت کې په اوج کې وه. د هغه روایت د لوېدیځې افریقا د تاریخ لپاره له خورا مهمو سرچینو ګڼل کېږي.

د ۱۳۵۳ کال په پای کې، ابن بطوطه بېرته مراکش ته ستون شو او د سلطان په غوښتنه یې خپلې خاطرې د ابن جوزي په نوم لیکوال ته وویلې. هغه لیکوال دا ساده روایت په ادبي او مزخرف سبک بدل کړ او شعرونه یې هم ورزیات کړل. له دې وروسته ابن بطوطه له عامو خلکو ورک شو.

ویل کېږي چې هغه وروسته په مراکش کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړه او د هغه د مړینې اټکل د ۱۳۶۸ او ۱۳۷۷ کلونو ترمنځ کېږي. لکه څنګه چې د بریتانیکا دایرةالمعارف یادونه کوي، هغه په خپل ټاټوبي طنجه کې خاورو ته وسپارل شو.

اهمیت او میراث

د ابن بطوطه سفرونه شاوخوا ۱۲۰ زره کیلومتره واټن پوښلی، چې ان د مشهور ایټالوي سیاح مارکو پولو له سفرونو هم پراخ بلل کېږي. د هغه مفصلې مشاهدې او تشریحات د څوارلسمې پېړۍ د نړۍ یو ځانګړی کړکۍ برابروي، چې د بېلابېلو سیمو د جغرافیې، کلتورونو، اقتصادونو، طبیعي چاپېریال او سیاسي وضعیت په اړه ارزښتناک لیدونه وړاندې کوي.

د هغه روایتونه په ځانګړي ډول د منځنیو پېړیو د اسلامي نړۍ د تشریح لپاره مهم ګڼل کېږي، په ځانګړي توګه د هغې د اوج په دوره کې. دا لیکنې د پراخو سوداګریزو شبکو، فکري تبادلو او کلتوري تعاملاتو انځور وړاندې کوي چې هغه زمانه یې ځانګړې کړې وه.

د ابن بطوطه سفرونه همدارنګه د حج د فریضې اهمیت روښانه کوي، چې د اسلامي نړۍ د یووالي ځواک و، د افکارو تبادله یې اسانه کوله او د مسلمانانو ترمنځ یې د ګډ هویت احساس پیاوړی کاوه.

سربېره پر دې، د "ابن بطوطه یون" کتاب په جغرافیه، تاریخ او انسان‌پېژندنه (انتروپولوژي) کې تلپاتې اغېز لري. د هغه دقیق ثبتونه د هغو سیمو او کلتورونو په اړه چې په لوېدیځ کې لږ پېژندل شوي وو، تاریخپوهانو او څېړونکو ته د معلوماتو یوه لویه خزانه برابره کړه. دا کتاب په ګڼو ژبو ژباړل شوی او لا هم د نړۍ پوهان یې د مطالعې او حوالې په توګه کاروي.

هغه په خپلو سفرونو کې لږ تر لږه له ۶۰ واکمنانو سره لیدلي او له ډېرو وزیرانو او لوړپوړو شخصیتونو سره یې هم اړیکې درلودې. په خپل کتاب کې یې له ۲۰۰۰ زیات کسان یاد کړي چې یا یې شخصاً پېژندل یا یې قبرونه لیدلي وو.

د حیرانتیا خبره دا ده چې د دې ډېرو کسانو نومونه د نورو مستقلو سرچینو له لارې هم تایید شوي او د هغه په ثبتونو کې د نومونو یا نېټو تېروتنې ډېرې کمې دي.

د کتاب یوه بله جالبه ځانګړنه د ابن بطوطه د شخصیت تدریجي څرګندېدل دي. لوستونکی د روایت په جریان کې د څوارلسمې پېړۍ د منځنۍ طبقې یو مسلمان لیدلای شي چې د شریعت او صوفي لارې ترمنځ انډول ساتي او دواړه یې سره یوځای کړې وې. هغه ژوره فلسفه نه وړاندې کوي، بلکې ژوند لکه څنګه یې چې منلی و او راتلونکو نسلونو ته یې د خپل وخت یو رښتینی انځور پرېښود.

د ابن بطوطه دا ستر سفرونه چې د ۱۳۲۵ کال د جون پر ۱۳ مه پیل شول، د انساني تاریخ د هغه روح استازیتوب کوي چې د کشف او پوهې تنده لري.

د هغه سفرونو نه یوازې د شخصي ماجراجویۍ اړتیا پوره کړه، بلکې د منځنیو پېړیو د نړۍ ګډه پوهه یې هم بډایه کړه.

د ابن بطوطه میراث تر نن ورځې د تاریخ د تر ټولو ستر سیاح په توګه ژوندی دی او راتلونکي نسلونه هڅوي چې د بشري تمدن رنګارنګ نړۍ وپېژني او ورسره اړیکه ټینګه کړي.