تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, ډونلډ ټرمپ او شهباز شریف د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ موافقه شوې ده. د ایران تلویزیون هم دا خبر خپور کړی دی. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنیز شبکه ټروت سوشل یوه پوسټ کې لیکلي: "د ایران د اسلامي جمهوریت سره موافقه اوس بشپړه شوې ده. ټولو ته مبارکي!".

ژوندی پوښښ

  1. د بریتانيا لومړي وزير کېير سټارمر د ایران او امریکا هوکړه "یو خورا مهم ګام" بللی

    د ایران او امریکا تر منځ د سولې تړون خبرونو ته په ځواب کې، د بریتانيا لومړي وزیر کېیر سټارمر دا پرمختګ "د جګړې پایته رسولو، سیمه ایز ثبات ډاډمنولو او د هرمز تنګي بیا پرانستلو لپاره یو خورا مهم ګام" بللی دی.

    نوموړي ويلي، "زه ولسمشر ټرمپ او د پاکستان، قطر او نورو هېوادونو منځګړو ته مبارکي وایم چې په دې پرمختګ کې یې ونډه اخیستې ده. موږ له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې او دا هغه پرمختګ دی چې موږ یې د لیدو هیله درلوده."

    "دا روښانه ده چې د هرمز تنګي کې له ګمرکي محصول پرته تګ راتګ بايد بېرته پيل شي، ترڅو هغه سختې اقتصادي اغېزې کمې شي چې له څو مياشتو راهیسې دلته په بریتانيا او ټوله نړۍ کې محسوسېږي."

    "موږ به د دې د ملاتړ لپاره له متحدينو سره کډ کار ته دوام ورکړو. په هغو کې د اړتيا په صورت کې د دفاعي، خپلواک څو اړخيز ماموریت ملاتړ چې بریتانيا او فرانسې تر دې دمه په پلان جوړولو کې مخکښ رول لوبولی دی، په ځانګړي ډول د ماين پاکولو په برخه کې د ملاتړ وړاندې کول."

    هغه ټينګار کړی چې د هر ډول سولې د دوام لپاره د ژمنو عملي کېدل اړين دي چې په وینا یې په هغو کې د ایران اټومي پروګرام هم شامل دی. "د بریتانيا دريځ ثابت او روښانه دی چې ایران ته باید هېڅکله اجازه ورنګړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي".

  2. د قطر لومړي وزير د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی

    د قطر لومړي وزیر، چې د پاکستان تر څنګ یې د امریکا او ایران تر منځ خبرو اترو کې د منځګړي رول لوباوه، د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی دی.

    شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني په اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې ويلي، "موږ د پاکستان په اسلامي جمهوریت کې له خپلو وروڼو مننه کوو."

    "موږ له ټولو خواوو په راتلونکو خبرو اترو کې د مثبت او رغنده روحیې سره د ښکېلتیا تمه لرو چې دا پرمختګ به پیاوړی کړي او پر هغې به کار وکړي."

  3. وروستی, دولتي رسنۍ: د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ويلي د سولې تړون به د جمعې په ورځ لاسلیک شي

    د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي د ایران دولتي تلویزیون سره په یوه تلیفوني مرکه کې تائید کړې چې له امریکا سره تړون وروستی شوی او رسمي لاسلیک به د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.

    نوموړي ويلي، "د لبنان په ګډون په مختلفو جبهو کې د جګړې او پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي پایته رسېدل به نن شپه اعلان شي."

    هغه زياته کړې چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري محاصره به هم نن شپه لرې شي.

  4. وروستی, ټرمپ وايي امریکا او ایران هوکړې ته ورسېدل

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم اعلان وکړ چې له ایران سره هوکړې ته ورسېدل. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل یوه پوسټ کې ويلي، "د ایران له اسلامي جمهوريت سره تړون بشپړ شوی دی. ټولو ته یې مبارکي وایم!".

    ښاغلي ټرمپ زياته کړې، "زه اجازه ورکوم چې د هرمز تنګی له ګمرکي محصول پرته په بشپړه توګه پرانيستل شي او په ورته وخت کې پر ایران د امریکا سمندري کلابندي پايته رسوم".

    د امریکا ولسمشر ليکلي، "د نړۍ بېړيو خپل ماشينونه چالان کړی او د تېلو لېږد پیل کړئ".

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم څو دقیقې وړاندې اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه هوکړې ته رسېدلي او د جمعې په ورځ، د جون پر ۱۹مه به یې په سویس کې لاسلیک کړي.

  5. وروستی, د پاکستان لومړی وزير: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وشو

    د پاکستان لومړي وزيرشهباز شریف ویلي، امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت هوکړې ته ورسېدل.

    ښاغلي شریف په دې اړه خوښي څرګنده کړې ده.

  6. وروستی, ډونلډ ټرمپ او شهباز شریف د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې اعلان وکړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ موافقه شوې ده. د ایران تلویزیون هم دا خبر خپور کړی دی. ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنیز رسنۍ ټروت سوشل یوه پوسټ کې لیکلي، "د ایران د اسلامي جمهوریت سره موافقه بشپړه شوې ده. ټولو ته مبارکي!".