تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایاصوفیه کې نږدې یوه پېړۍ وروسته د جمعې لمونځ ادا شو
د ترکیې په استانبول کې له ډېر وخت وروسته مسلمانانو د جمعې لمونځ په ایاصوفیه کې ادا کړ. نژدې ۱۰۰۰ کسانو ته له سختو امنیتي تدبیرونو وروسته په جومات کې دننه د لمانځه ادا کولو اجازه ورکړل شوه او پاتې کسانو د جومات په شاوخوا کې لمونځ ادا کړ.
ولسمشر رجب طیب اردوغان په ایا صوفیه کې له لمانځه وروسته د فاتح سلطان محمد مزار ته هم ورغی. ایا صوفیه ته له ورتلو وروسته ښاغلي اردوغان وویل:
''اوس دا ځای خپل اصلي حیثیت ته وګرځېد. ''
له دې مخکې لسګونه زره کسان د ایاصوفیه په شاوخوا کې یو ځاي شوي وو، چې یو شمېر یې له نورو ښارونو دلته راغلي وو.
په استانبول کې کلک امنیتي تدبیرونه لیدل کېدل او یو مهال لسګونه کسان د پولیسو له خنډونو په منډه تېر شول، چې ترک بیرغونه یې په لاسونو کې وو او د تکبیر نارې یې وهلې.
د استانبول والي علي یرلیکیا د پنچشنبې په ورځ وویل: "مسلمانان ډېر په ولولو کې دي، هر یو غواړي چې دې پرانیسته کې ګډون وکړي".
ایاصوفیه چې د یونیسکو د کلتوري میراث برخه هم ده، ۱۵ سوه کاله پخوا د کلیسا په نوم جوړه شوې وه، عثماني واکمنۍ کې په جومات او پر ۱۹۳۴ کال په موزیم بدله شوه.
خو د روانې میاشتې لومړیو کې د ترکیې یوې محکمې د ایاصوفیه د موزیم حالت ختم کړ او ویې ویل، له جومات پرته کارول یې له قانوني پلوه شوني نه دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوعان له دې پرېکړې وروسته وویل، د نړۍ دې مشهور ځای کې د جولای پر ۲۴ د جمعې لمونځ اداکولو پسې به ایاصوفیه جومات وي.
نړۍ کې مذهبي او سیاسی مشران پر دې پرېکړه نیوکې کوي.
ایاصوفیه د ارتودوکس کلیسا وه، خو له جوړېدو نهه پېړۍ وروسته پر ۱۴۵۳ کال عثماني خلافت کې په جومات او بیا نږدې پېړۍ مخکې په موزیم بدله شوه.
له خلکو غوښتنه
د استانبول والي د پنجشنبې په ورځ تلوېزوني وینا کې له لمونځکوونکو وغوښتل چې له ماسکونو او لمونځیو( جاینمازونو) سره ور شي او زغم او هوش لرلو سره په دغه ځای کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخه ونیسي.
هغه دا هم وویل، دې ځای کې به روغتیاپال هم وي.
د ترکیې د مذهبي چارو وزیر علي ارباس وايي، نږدې زر کسان به په یو وخت دغه ځای کې لمونځ کولی شي.
د هغه په خبره، ایاصوفیه کې سمون راوستل شوی او هم باغ پکې جوړ شوی.
نوموړی زیاتوي چې دا ځای به د شپې هم پرانیستی وي.
تمه ده چې د ترکیې ولسمشر هم د جمعې په ورځ ایاصوفیه کې لمونځ وکړي.
د اردوغان دا ګام ولې جنجالي دی؟
ترکیه کې اسلامي ډلو او توندلارو له ډېر وخت راهیسې پر جومات د ایاصوفیه بدلېدل غوښتل، خو سیکولر اپوزیسیون د دې ګام مخالف و.
کله چې ولسمشر اردوغان وویل، پر جومات د ایاصوفیه بدلولو پرېکړه د جولای پر لسمه اعلانوي، نو ډېرو نیوکو سره مخ شو.
پاپ فرانسز په ځواب کې وویل، "فکر یې استانبول ته دی" او زیاته یې کړه، "زه سانتا صوفیه ته اندېښمن یم او ډېر رنځېږم. "
د ختیځ ارتودوکس کلیسا مشر -پټریارچ بارتولومیو یو- خبرداری ور کړ چې د دې ودانۍ نوم بدلول "په میلیونونو عیسویان ناهیلي کوي" او دوه نړۍ جوړوي.
د کلیساوو نړیوال کونسل-چې ۳۵۰ کلیساوې یې غړې دي- له دې پرېکړې د شاته کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، دې سره نړۍ بېلېږي.
خو ولسمشر اردوغان له خپلې پرېکړې په دفاع سره وویل، هېواد یې خپل حاکمیت پلی کوي.
د ښاغلي اردوغان په خبره، ایاصوفیه به ټولو مسلمانانو، نامسلمانانو او سیلانیانو ته پرانیستې وي.
د ایاصوفیه تاریخ
د ایاصوفیه تاریخ نږدې ۱۵ سوو کلونو ته رسېږي، چې پر ۵۳۷ کال بیزانتین امپراتور جسټینان دا لویه کلیسا جوړه کړه.
پر ۱۴۵۳ کال د بېزانتینیانو ماتې پسې عثماني سلطان محمد دوه د استانبول نیولو سره ایاصوفیه په جومات بدله کړه.
له پېړیو وروسته او د ترکیې د سیکولر کولو هڅه کې پر ۱۹۳۴ کال دا جومات په موزیم بدل شو.
ایاصوفیه ترکیه کې د سیلانیانو لپاره یو په زړه پورې ځای هم دی او تېر کال ۳،۷ میلیون ګرځندویان ورغلي دي.