تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اردوغان د ارمینیا حکومت د پرځېدو غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اذربایجان کې یو ځل بیا د ارمینیا حکومت د پرځېدو غوښتنه وکړه.
نوموړی په پوځي جشن او پرېډ کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللی او د دغه هېواد ولسمشر الهام عليیوف سره خبرو کې یې بیا دا تمایل وښود.
د ترکیې او اذربایجان په زرګونو پوځیانو د پنجشنبې په ورځ باکو کې د هغه څه له امله ګډ پرېډ وکړ چې دوی یې نګورنو قره باغ جګړه کې خپل بری بولي.
ښاغلي اردوغان دې جګړه کې د اذربایجان پر ډيپلوماټیک ملاتړ سربېره د دغه هېواد په ملاتړ قره باغ ته پوځ هم ولېږه.
دې سره پرون نوموړي یو ځل بیا د ارمینیا د لومړي وزیر نیکول پاشینیان د مخالفانو نامستقیم یا څنګزن ملاتړ اعلان کړ:
"موږ هیله لرو چې د ارمینیا خلک د خپلو مشرانو- چې د تېرو درواغو بندیان یې دي او ملت یې بې وزلۍ او تنګلاسۍ سره مخ کړی دی- د زغملو له بار ځانونه خلاص کړي. "
نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د سولې تړون او له قره باغ د خپلو ځواکونو ستنولو وروسته له تېرې میاشتې راهیسې د خلکو له خپګان او غوسې سره مخ دی او له واک د ګوښه کېدو لپاره فشار پرې پروت دی.
قره باغ کې د تېرې میاشتې نښتې د روسیې لاسوهنې سره پای ته ورسېدې او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر په حضور کې د ارمینیا او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو د سولې تړون وکړ.
قره باغ نړیوال نظام کې د اذربایجان خاوره بلل کېږي، خو ډېری استوګن یې ارمني توکمه دي او له ژبني او کلتوري پلوه ځانونه ارمینیا ته نږدې بولي.
د ارمینیا د حکومت مخالفانو ملاتړ
ترکیه د اذربایجان، روسیې او ایران په غړیتوب سیمه ییزه ټلواله جوړول غواړي.
رجب طیب اردوغان له ذربایجان هم د دې ییزې ټلوالې سره د یو ځایېدو غوښتنه وکړه:
"د مثبتو ګامونو پورته کولو سره ارمینیا هم دې ټلوالې سره یو ځاییدلی شي او نتیجه کې به له ترکیې سره پرانیستې پولې ولري. "
ترکیې او ارمینیا پر ۲۰۰۹ کال د سولې تړون کړی چې هغه مهال تاریخي وبلل شو او هیله دا وه چې دواړه هېوادونه په سوداګریزو او ډیپلوماټیکو اړیکو سره بیا ګډو پولو کې اقتصادي وده ولري.
خو هغه تړون رسمي نه شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف لا هم پاتې شو.
ارمینیا د عثماني وخت ترکیه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د ارمنیانو د "ډلوژنې او توکم وژنې" مسووله بولي او د بښنې او جبران غوښتنه کوي.
خو ترکیه دا وژنه نه مني او د جنګي پېښو اړوند یې بولي.