د بریتانیا شاهي کورنۍ کې څوک شامل دي او د پاچاهۍ سلسله څنګه دوام کوي؟

شهزاده فېلپ

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د اډنبرا ډیوک شهزاده فېلپ د جمعې پر ورځ د ۹۹ کالو په عمر مړ شو. شهزاده فېلپ تر ۷۳ کالو پورې د بریتانیا ملکې د ژوند ملګری و او په دې توګه دوی دواړه د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو ډېره موده د شاهي جوړې په توګه پاتې شول.

د بریتانیا شاهي کورنۍ کې څوک شامل دي؟

ملکه الېزابت دویمه، په ۱۹۵۲ کال کې د خپل پلار جارج شپږم له مړینې راهیسې د بریتانیا ملکه ده. ملکه تر ۱۵ د ډېرو ټولګټو هېوادونو مشري هم کوي. شهزاده فېلپ او د بریتانیا ملکه څلور اولادونه، اته لمسي، لمسۍ او نهه کړوسي، کړوسۍ لري.

د شاهي کورنۍ نور غړي

د ملکې او شهزاده فېلپ واده

د عکس سرچینه، PA Media

۷۲ کلن پرنس اف ویلز شهزاده چارلس چې د کارنوال ډچز کمیلا سره یې واده کړی، د ملکې مشر زوی دی او له ملکې وروسته به پاچا شي.

د کمریج ډیوک شهزاده ویلیم چې د کمریج له ډچز کټرين سره یې واده کړی، د ویلز شهزاده او شهزادۍ ډیانا تر ټولو مشر زوی دی.

د سسېکس ډیوک شهزاده هري د شهزاده ویلیم ورور دی. هغه د سسېکس له ډچز میګان مارکل سره واده کړی. هغه پروسږ کال وویل، له شاهي حیثیته به لاس پر سر شي او په لاس اینجلس کې به ژوند تېروي.

څنګه یو څوک د شاهي کورنۍ برخه شي؟

شاهي کورنۍ

هر هغه څوک چې د شاهي کورنۍ له یوه غړي سره واده کوي، د شاهي کورنۍ برخه کرځي، او له واده وروسته یو لقب ورکول کېږي.

د بېلګې په توګه کله چې لیډي ډیانا سپنسر په ۱۹۸۱ کال کې له شهزاده چارلس سره واده وکړ، د ویلز شهزادۍ لقب ورکړل شو، خو د پاچا یا ملکه کېدو لپاره باید یو څوک په شاهي کورنۍ کې زيږېدلي وي.

د شاهي تخت لپاره شهزاده چارلس په لومړي سر کې، ورپسې یې مشر زوی شهزاده ویلیم او بیا د هغه زوی شهزاده جارج دریم ځای لري.

شاهي ودونه څنګه کېږي؟

ډیوک انډ ډچز اف کمریج

د ونېزر ماڼۍ په سنټ جارج چیپل کې ځینې نور شاهي ودونه شوي او دا ماڼۍ له ۹۰۰ زېږدیز کاله مخکې ودانه شوې. دلته شویو ودونو کې د شهزاده هري او میګان مارکل واده هم شامل دی.

کله چې په شاهي کورنۍ کې ماشوم وزيږي

د لندن په سنټ میري روغتون کې یو شمېر شاهي ماشومان زېږېدلي. د شهزادۍ ډیانا دواړه زامن شهزاده ویلیم او شهزاده هري او د کمریج ډچز درې اولادونه شهزاده جارج، شهزادۍ شارلوټ او شهزاده لويي په همدې روغتون کې زېږېدلي دي. دواړه مېرمنو له روغتونه بهر له خپلو مېړونو سره ګډ تصویرونه اخیستي.

شهزاده چارلس او شهزادۍ ډیانا

د عکس سرچینه، PA

د شاهي کورنۍ فعالیتونه

د بریتانیا حکومت د ملکې حکومت بلل کېږي، خو ملکه نژدې هېڅ سیاسي ځواک نه لري. ملکه هره اوونۍ له لومړي وزیر سره ویني او دا ځکه چې خپل حیثیت وروښيي، خو لومړی وزیر له ملکې نه د خپلو پالیسیو لپاره تایید نه اخلي.

ملکه او د شاهي کورنۍ نور غړي، دولتي مصروفیتونه لري. نورو هېوادونو ته په سفر کې د شاهي کورنۍ نور غړي هم د ملکې استازیتوب کولای شي.

د بېلګې په توګه د کمریج ډیوک او ډچز تېر مارچ کې ایرلنډ جمهوریت ته رسمي سفر کړی و.

ډیوک او ډچز اف کمریج

د عکس سرچینه، Julien Behal

د شاهي کورنۍ غړي د خیریه مرکزونو مشري کوي یا یې خپله د خیر ښېګړې لپاره ادارې جوړې کړې، چې یوه بېلګه یې د ځوانانو لپاره د ډیوک اف اډنبرا سکیم په نامه اداره ده.

د شاهي کورنۍ غړي د هېواد له پوځ سره نژدې اړیکي لري، شهزاده ویلیم په هوايي ځواک کې او شهزاده هري په پوځ کې دنده درلوده.

شهزاده هري

د عکس سرچینه، PA Media

تېر کال شهزاده هري او د سسېکس ډچز میګان اعلان وکړ، چې له شاهي مسوولیتونو لاس اخلي او له اقتصادي پلوه به د خپلواکۍ لپاره کار وکړي.

بکنګهم ماڼۍ ویلي و، دغه جوړه به له اعزازي پوځي منصبونو او شاهي سرپرستۍ لاس پر سر شي، چې د شاهي کورنۍ پر غړو به بیا ووېشل شي.

میګان او شهزاده هري

د عکس سرچینه، Reuters

د یارک ډیوک شهزاده انډریو په ۲۰۱۹ کال کې له شاهي مسوولیتونو د لاس پر سر کېدو اعلان وکړ. نوموړي له بي بي سي سره له یوې مرکې وروسته دا خبره وکړه چې نوموړي پکې له جنسي مجرم جیفري یپسټاین سره دوستي ختمه کړه.

شاهي کورنۍ لګښتونه څنګه پوره کوي؟

د سويرین ګرانټ په نامه هر کال بریتانیا حکومت ملکې ته پیسې ورکوي. دا د دوه کاله مخکیني کراون سټېټ د عاید ۲۵ سلنې برابره ده.

کران سټېټ یو ازاد سوداګریز جایداد کاروبار دی. دې کې د ۴۸۰۰ هکتاره ونډزر ستر پارک او برک شائر کې سکوټ رېس شامل دي، خو ډېره برخه یې استوګنیز او سوداګریز ملکیتونه تشکیلوي.

د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال لپاره د سویرین ګرانټ کچه ۸۵ اعشاریه نهه میلیونه پاونډه ده، چې د دولتي منصب لرونکو شاهي کورنیو غړو سره مرسته کوي، او دغه راز د شاهي ماڼیو چارو لپاره مرستندویه پانګه ده.

شاهي کورنۍ

د عکس سرچینه، PA Media

د شاهي کورنۍ غړي چېرې اوسي؟

د لندن بکنګهم ماڼۍ د ملکې رسمي مېشت ځای دی. ملکه معمولاً د اونۍ په پای کې او له ایسټر وروسته برک شائر وينسر ماڼۍ کې یوه میاشت تېروي، خو د کورنا وبا له خپرېدو وروسته ملکه همالته اوسېده چې شهزاده فېلپ هم همدلته مړ شو.

شهزاده چارلس او د کارنوال ډچز په لندن کې د اوسېدو پر مهال په بکنګهم ماڼۍ ته نژدې کلیرنس هاوس کې اوسي. همدلته نژدې په کېنسېټن ماڼۍ کۍ د کمریج ډیوک او ډچز شهزاده ویلیم او کټرين هم اوسي.