لویدیځو هېوادونو د ایغوریانو پر حقونو د تیري له امله پر چین بندیزونه ولګول

پر چینایانو بندیزونه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر چین تور دی جې له یو میلیون زیات ایغور مسلمانان یې توقیف کړي او په زوره یې کار ته اړ ویستلي دي
د خپرېدو وخت

یو شمېر لویدیځو هېوادونو پر ځینو چینایي چارواکو په دغه هېواد کې د ایغور توکمو لږکیو پر حقونو د تیري له امله بندیزونه لګولي دي.

چین په شمال لویدیځ ایالت سینکیانګ کې ایغوریان په پنډغالو کې توقیف کړي دي او له دې امله پرې تور دی چې ایغوریان یې ربړولي، په زوره یې کار ته اړ کړي او جنسي تیری پرې شوی دی.

دا بندیزونه د اروپايي ټولنې، بریتانیا، کاناډا او امریکا له خوا په همغږي توګه اعلان شوي دي. د دې بندیزونو په ځواب کې چین پر اروپايي چارواکو د بندیزونو د لګولو اعلان کړی.

چین د ایغوریانو پر حقونو د تیري تورونه رد کړي او ادعا کوي چې په سینکیانګ کې پنډغالي د "اصلاح مرکزونه " دي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې جوړ شوي دي.

خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنیک راډ ویلي په سینکیانګ کې د ایغور مسلمانانو پر حقونو تیری د " دې وخت د بشري حقونو تر ټولو ناوړه کړکیچ دی " او نړیواله ټولنه یې پرې سترګې نه شي پټولی.

هغه ویلي له ایغوریانو سره دا چلن "په ناوړه توګه د لومړنیو بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي".

اروپايي ټولنې له ۱۹۸۹ کال راهېسې په تیانانمېن میدان کې د اعتراض کوونکو له ځپلو وروسته پر چین له بشري حقونو د سرغړونو له امله بندیزونه نه وو لګولي. پر دغه کال په تیانانمېن کې دولتي ځواکونو پر ډیموکراسي پلوو اعتراض کوونکو ډزې وکړې.

تازه بندیزونه کوم دي؟

ایغور مسلمانان

د عکس سرچینه، AFP

د دې بندیزونو له مخې په سینکیانګ پر هغو چارواکو د سفر بندیز او مالي شتمني یې کیږي چې د ایغوریانو په ځپلو کې مسؤول بلل شوي دي. د بشري حقونو ډلې وايي چې چین له یو ملیون زیات ایغوریان او نور لږکي مسلمانان په سینکیانګ کې په کمپونو کې توقیف کړي دي.

د چین حکومت تورن دی چې د ایغوریانو مېرمنې یې په زوره شنډې کړي او د دوی ماشومان یې له کورنیو جلا کړی دي. بي بي سي په خپل څېړنیز رپوټ کې موندلې چې توقیف شوي کسان په زوره کار ته اړ ایستل شوي، په سیستماتیکه توګه جنسي تیری پرې شوی، جنسي زورول شوي او ربړول شوي دي.

هغه کسان چې بندیزونه پرې لګول شوي یو یې د سینکیانګ د عامه امنیت د بیرو مشر چېن میانګاو دی. اروپايي ټولنه وايي میانګاو " له بشري حقونو د جدي سرغړونې مسؤول دی".

دغه راز لوړ پوړی چینايی چارواکی وانګ مېنګشان، وانګ جنژېنګ او په سېنکیانګ د ګوند پخوانی مرستیال منشي ژو هالیون په دې ډله کې شامل دي.

دې لړ کې په سینکیانګ کې د عامه امنیت اړوند د تولید او ودانیزو چارو پر ځواک هم بندیزونه لګیدلي دي. خو د دې ایالت تر ټولو لوړ پوړی چارواکی چېن کوانګاو په دې بندیزونو کې شامل نه دی.

چین نن ( دوشنبه مارچ ۲۲ ) وویل چې دا بندیزونه له درواغو او ناسمو مالومات پرته بل هیڅ بنسټ نه لري. د دې بندیزونو په غبرګون کې چین په اروپايي ټولنه کې پر لسو کسانو او څلورو بنسټونو د بندیزونو اعلان کړی. چین دا اشخاص او بنسټونه د چین پر حاکمیت او ګټو خطرناک تیري کوونکي او داسې څوک بللي دي چې د چین پرضد درواغ او غولوونکي مالومات خپروي.

د چین له خوا د لګول شویو بندیزونو هدف جرمنی سیاستوال رېنهارډ بټیکوفېر دی چې د چین لپاره د اروپايي پارلمان د پلاوي مشري کوي. دې نوملړ کې په سینکیانګ د چینايي کړنلارو مخکښ کارپوه انډرین زینز او سویډنی کارپوه بجور اېن جېرډن هم شامل دي.

د دې بندیزونو له مخې دوی اجازه نه لري چې چین ته سفر او یا له دغه هېواد سره سوداګري وکړي. دا بندیزونه د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ چې مهم سوداګریز شریکان دي یوه کمسارې دپلوماتیک ترېنګلتیا بلل کیږي.