کورونا وېروس: جرمني کې په چټکۍ د ناروغانو شمېر ډېرېدو خبرداری

د عکس سرچینه، EPA
داسې حال کې چې په اروپا کې د کورونا وبا درېیمې څپې د مخنیوي لپاره اقدامات کېږي، په جرمني کې چارواکو په چټکۍ سره د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.
د جرمني روغتیايي ادارې رابرټ کوچ انسټیټوټ په وینا په خورا چټکۍ سره خپرېدونکی وېروس ښايي د دغه هېواد چارواکي بېرته د قرنطین پلي کولو ته اړ کړي.
د فرانسې او پولنډ په ګډون یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو له مخکې نه د محدودیتونو لګول پیل کړي دي.
د جرمني روغتیا وزیر ینز سپهان وايي، ګرانه ده چې په اروپا کې یوازې د واکسین له لارې د د ناروغانو شمېر لږ شي. نوموړي د جمعې پر ورځ خبریالانو ته وویل:
''موږ باید د وضعیت په هکله سپینه خبره وکړو، په اروپا کې موږ دومره واکسین نه لرو چې یوازې له همدې لارې پرې د دریېمې څپې مخه ونیسو. ''
رپوټونو کې ویل شوي، په جرمني کې د ناروغانو شمېر په ځوان کول کې د دې وېروس خپرېدو له کبله ډېر شوی دی.
ښاغلی سپهان وايي، د ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره ښايي اړتیا پېښه شي چې هغه بندیزونه بېرته سخت شي، چې دا وروستیو کې یو څه نرم شوي وو.
د واکسینو کمپاین کوم ځای ته رسېدلی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې درملو څار ادراې ویلي، استرازینیکا واکسین خوندي او ګټور دي، یو شمېر اروپايي هېوادونه یې خلکو ته د ورکولو درول شوي کمپاین بیا پیل ته لا هم زړه نه ښه کوي.
د فنلنډ روغتیا چارواکو ویلي، دوی د دې واکسین کاروولو کې یوه وقفه کوي، چې لږ تر لږه به یوه اونۍ دوام وکړي.
د واکسین کاروونکو په وینه کې د ټینګښت رامنځته کېدو له رپوټونو وروسته چارواکو ویلي، دا چار یې د احتیاط په توګه پیل کړی دی.
سویډن، ډنمارک او ناروې بیا وايي، د واکسینولو پلان بېرته پیلولو پرېکړې لپاره یوه څه نور وخت ته اړتیا ویني، خو جرمني، ایټالیا، فرانسه، اسپانیا او هلنډ بیا هغه هېوادونه دي چې د دغه واکسین بیا کاروول یې پیل کړي دي.




















