د کورونا واکسین ګټې تر مالومېدا وروسته اسراییلو کې محدودیتونه کمېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسراییل حکومت تر هغې وروسته د کورونا وېروس له کبله د لګېدلو محدودیتونو کمولو ته مخه کړې، چې څېړنو وښوده د فایزر بیوانټیک واکسین دغه هېواد کې د کوویډـ۱۹ مخنیوي کې نږدې ۹۹ سلنه ګټور زباد شوي دي.
پرېکړه دا شوې چې سر له نن یکشنبې دغه هېواد کې کتابتونونه، پلورنځي او موزیمونه بېرته پرانیستل شي، خو ټولنیز واټن او ماسک لګول به لا هم الزامي وي.
د اسراییل روغتیا وزارت دا عادي ژوند ته د ګرځېدو پر لور لومړی ګام بللی دی.
اسراییل د کورونا په واکسیناسیون کې د نړۍ تر ټولو هېوادونو مخکې دي او نږدې نیمو وګړو ته یې د دغه واکسین لږ تر لږه لومړی زرق لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد د تېر ډسمبر په ۲۷مه د کورونا وېروس د خپرېدو د شدت له کبله اړ شوی و چې د دریم ځل لپاره په ګرځېدو محدودیت اعلان کړي.
خو اوس د دغو محدودیتونو له نرمېدو سره خلک کولی شي چې لږ تر لږه پلورنځیو او ژوبڼونو ته سر ورښکاره کړي.
تمه ده چې کرار کرار به د سپورتي کلبونو، هوټلونو او کنیسو په څېر نور عمومي مرکزونه هم پرانیستل شي، خو اوسنیو شرایطو کې به د ورتګ لپاره تر واکسین وروسته خلکو ته ورکول کېدونکي "شین کارت" ته اړتیا وي.
دغه کارتونه هغو کسانو ته هم ورکول کېږي چې له کوويډـ۱۹ رغېدلي او دمګړۍ د واکسین لګولو لپاره لومړیتوب نه لري.
دا کارتونه چې د اسراییل د روغتیا وزارت یې صادروي او ځیرکو تلېفونونو کې د یوه کاریال "اپلیکېشن" په توګه ګرځول کېدای شي، شپږ میاشتې باور لري.
ویل کېږي چې دا شین کارت خلکو ته د واکسین تر دویم زرق یوه اوونۍ وروسته صادرېږي.
په پام کې ده چې کنسرتونه او لوبې هم بېرته پیل شي خو اوس به پکې د ګډون کچه ۷۵ سلنه وي.
دمګړۍ به په سرپټو ځایونو کې ۳۰۰ او سرخلاصو او پرانیستې فضا کې ۵۰۰ کسان د کنسرتونو او لوبو د نندارې اجازه ولري.
خو له دغو اسانتیاوو سره سره د اسراییل هوایي ډکرونه دوه نورې اوونۍ هم تړلي پاتې کېږي.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نېتانیاهو ویلي تمه ده چې تر راتلونکو دوو اونیو به دغه هېواد کې تر ۵۰ کلونو د پورته عمر ۹۵ سلنه خلک واکسین شي.
د اسراییل روغتیا وزارت د شنبې پر ورځ د خپلو موندنو له مخې وویل په کورونا وېروس د هغو کسانو د اخته کېدو خطر ۹۵ اعشاریه ۸ سلنه کمېږي چې د فایزر دواړه دورې واکسین یې کړی وي.

د عکس سرچینه، Reuters
د دغو څېړنو له مخې فایزر بیوانټیک واکسین د تبې او تنفسي ستونزو په مخنیوي کې ۹۸ سنله ګټور دي.
روانه اوونۍ د اسراییل ګاونډ کې غزې تراړې ته هم د واکسین لومړی ټولګه ورسېده.
دا کار تر هغې وروسته ممکن شو چې اسراییلو دې ټولګې ته له خپلې پولې د تېرېدو اجازه ورکړه.
روېټرر خپري اژانس د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې غزې تړانګې ۲ زره زرقه 'سپوټنیک وي' واکسین لېږدول شوي چې روسیې جوړ کړي او هغو ناروغانو ته لګول کېږي غړي یې پیوند او یا نورې روغتیايي ستونزې ولري.
ترې دې وړاندې د فلسطین روغتیا وزارت د اسراییل له روغتیا وزارت سره د هغو سل زره فلسطینیانو د واکسیناسیون هوکړه کړې وه چې په اسراییلو کې کار کوي.
فکر کېږي چې دمګرۍ به شاوخوا ۵ میلیون فلسطینیان د واکسین لګېدو ته منتظر وي.




















