زارا محمد؛ د بریتانیا اسلامي شورا لومړنۍ مشره

زارا محمد

د عکس سرچینه، MCB/ PA Media

د عکس تشریح، زارا قانون لوستی او د بشر حقونو اړوندو قوانینو کې ماسټري لري. مخکې د زدکوونکو د پرمختګ او روزنې برخه کې سلاکاره هم پاتې شوې ده.
د خپرېدو وخت

په بریتانیا کې زارا محمد د اسلامي شورا مشره ټاکل شوې. دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه ددغې شورا په تاریخ کې د مشرتابه تر کچې رسېږي.

په بریتانیا کې اسلامي شورا یو لوی بنسټ ګڼل کېږي.

زارا محمد تر بریالیتوب وروسته وویل: "لوی ویاړ دی چې د شورا نوې منشۍ ټاکل شوې یم."

تر ۲۹ کلنې زارا مخکې هارون خان د دې شورا منشي و، چې څلور کاله یې دا دنده لرله.

زارا هیله منه ده چې د سکاټلنډ له ګلاسکو ښاره به ډېری ښځې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د مشرتابه لپاره د پرمختګ الهام ترلاسه کړي.

دا وايي: "باوري یم چې ځینې وخت وړ ښځې د مشرتابه رول لوبولو په اړه زړه نازړه وي".

نوموړې زیاتوي: "د لانورو ښځو او ځوانانو ګډون مهم دی".

د لندن ښاروال صادق خان پر ټویټر لیکلي: "د ځوانې زارا ګومارنه په زړه پورې کار دی".

دی زیاتوي: "زارا محمد ته پوره بریا او توفیق غواړم چې د بنسټ په مشرتابه کې خپلې مشرۍ ته دوام ورکړي او د هېواد په لر وبر کې زموږ د سیمه ییزو ټولنو د ښېرازۍ او پرمختګ لامل وګرځي".

زارا قانون لوستی او د بشر حقونو اړوندو قوانینو کې ماسټري لري. مخکې د زدکوونکو د پرمختګ او روزنې برخه کې سلاکاره هم پاتې شوې ده.

په ۲۰۱۶ کال د اسلامي ټولنو د زدکوونکو د اتحادیې مشره هم وه.

تر وروستۍ ګومارنې مخکې زارا د بریتانیا د اسلامي شورا د لوی مشر مرستیاله وه.

د (مسلمان ځوانان نړۍ بدلوي) کتاب لیکواله شیلینا جان محمد وايي، د زارا ګومارنه "په سیمه ییزو مسلمانو ټولنو، په تېره بیا ټوله بریتانیا کې هڅوونکې شېبه ده. دا یوه تاریخي شېبه ده".