مجاهد ولې خپله ورېره تر تېري وروسته ټوټې ټوټې کړه؟

د عکس سرچینه، TWITTER
د بریتانیا یوې محکمې یو سړی د خپلې ورېرې په تښتولو، پر هغې تېري کولو او بیا یې وژلو په تور په عمري بند محکوم کړی.
پېښه د لندن جنوب لوېدیځ ګنیسټن سیمه کې تېره جولای میاشت کې هغه مهال شوې، چې ۳۳ کلن مجاهد ارشید خپله ۱۹ کلنه ورېره سیلین دوخرن تر تښتولو او تېري وروسته ووژله، بیا یې د یوې بلې ښځې د وژلو هڅه وکړه، خو هغه ترې وتښتېده او په دې جرم یې پولیس خبر کړل.
په دې جرم کې له هغه سره د نفنسنټ تابو په نوم یو بل ۲۸ سړی هم شریک دی، خو محکمې هغه د تښتولو له توره سپین خېژولی.
ارشید وړاندې هم پر یوې بلې ښځې په جنسي تېري تورن شوی، پر هغه د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو اړوند تورونه لګول شوي.
د وژل شوې نجلۍ کورنۍ ویلي، د محکمې له حکم وروسته یې د ارامۍ ساه واخیسته.
خو ارشید پرې ټول لګول شوي تورونه رد کړل او محکمه کې یې چیغې کړه چې نجلۍ تښتېدلې "ټول مې ووژل"، خو دویم تورن تابو وژړل او د محکمې له غونډې یې هغه ته د سزا له ورکولو مننه وکړه.
د روغتون ګواهي
تښتېدلې نجلۍ، چې محکمې یې نوم نه دی افشا کړی، پولیسو ته روغتون کې د بستر له چپرکټه ګواهي ورکړې او ویې یې دي چې څرنګه تورن د هغې ورمېږ او لاسونه تاو کړل، خو وروسته په تېښته بریالۍ شوه.

د عکس سرچینه، MET POLICE
دا وايي، د کور په ځمکني پوړ کې یې په څوکۍ کې وتړله، بیا پورته وخوت چې د دویم پوړ په تشناب کې د هغې ملګرې سیلین ووژني، هغې یې چیغې اورېدې ان دا چې غږ یې تربت شو او مړه شوه.
ارشید بیا راکوز شوی او د نجلۍ د ورمېږه او لاس رګونه یې غوڅ کړي، هغې ته یې ویلي چې "اوس به ۱۰ دقیقې وینه درنه ځي او بیا به څو دقیقو کې مړه شې". خو دی خبر نه و چې هغې ځان مړ اچولی و او ده هم مړه بللې وه، خو وروسته په تېښته بریالۍ شوه.

د عکس سرچینه، JULIA QUENZLER
دا وايي: "هغه یو دماغي ناروغ دی"، د سیلین پر مړي یې له مرګ وروسته لوبې کولې او دا یې ځان ته کره کوله چې ګني هغه رښتیا هم مړه شوې ده.
شیطان

د عکس سرچینه، MET POLICE
د وژل شوې نجلۍ مور ایمان محکمې ته په یوه لیکلې ګواهۍ کې ویلي، لور یې د "یوه شیطان قرباني شوه او هغه به تل زموږ شاوخوا تیارو کې راسره وي".
خو تورن ته په خطاب کې څارنوال وویل "ارشید په بانک کې پر کارکوونکې او د ښکلا سالون پر ماهرې ورېرې مین شوی و."
څارنوال کرسپین ایلټ وویل: "تورن د دوو نجونو د تښتولو او وژلو دې ناروا کار ته څو اونۍ پلان جوړ کړی."

محکمې ته په څېړنو کې ویل شوي چې د دوخران کورنۍ له یوه بل کس سره د هغې پر اړیکو لرلو راضي نه وه او نه هم په هغه بلاک کې پر اوسېدو خوښه وه، چې ارشید پکې اوسېده.
له دې جرم یوه ورځ واندې، د کورنۍ یوه ناسته وه، چې ارشید هم ددې لپاره ورغلی و چې پر سیلین د هغې د بل ملګري خوشي کولو فشار راوړي.



















