د پوتین سیاسي مخالف الېکسي نوالني په ۳۰ ورځې بند محکوم شو

د نړۍ مشرانو د نوموړي نيول رد کړي او له بنده د ژر خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د نړۍ مشرانو د نوموړي نيول رد کړي او له بنده د ژر خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.
د خپرېدو وخت

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین سياسي مخالفینو يا اپوزېسيون تر ټولو مشهور کس الېکسي نوالني چې تېر کال په زهرو مسموم شوی و په مسکو کې نيول شوی او د ۳۰ ورځو لپاره د بند سزا ورکړل شوې ده.

الېکس ناوالني په زهرو له مسموېدو وروسته په لومړي ځل د يکشنبې پر ورځ له جرمني مسکو ته له رسېدو سره سم نيول شوی و.

روسي څارنوالان وايي، نوموړي د مشروطې ازادۍ له شرطونو سرغړونه کړې چې په وينا يې سياسي انګېزه لري.

ناوالني تېر کال اګست مياشت کې له مسمومېدو وروسته نژدې مړ شوی و چې پړه يې پر کرملين وراچول کېده، خو مسکو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي و.

د دوشنبې پر ورځ د محکمې پرېکړه د مسکو په يوه پوليس مرکز کې واورول شوه.

قاضي د مشروطې ازادۍ له شرايطو د سرغړونې له امله د فبرورۍ تر ۱۵ د ناوالني د توقيف امر وکړ.

د جنورۍ پر ۲۹ به د نوموړي په اړه يو ځل بيا محکمه دايره شي چې د نوموړي ځنډول شوې درې نيم کلنې سزا په اړه له سره پرېکړه وکړي.

نواالني

د عکس سرچینه، EPA

ښاغلي ناوالني له ده سره چلند پر عدالت د ملنډو وهل بللي او د محکمې دغه اورونه يې په لوړه کچه ناقانوني بللې ده.

د نړۍ مشرانو د نوموړي نيول رد کړي او له بنده د ژر خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ناوالني د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده او دا کار يې د روسيې له خوا د ناوالني او نورو هغو کسانو د غږونو غلي کول بللي چې د روسيې پر اوسني حکومت نيوکه کوي.

د بريتانيا حکومت هم په يوه خبرپاڼه کې د ښاغلي ناوالني پر نيول کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او د نوموړي د خوشي کولو غوښتنه يې کړه ده.