جو بایډن د واک پر لومړۍ ورځ د مسلمانو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لغوه کوي

جو بایډن او کماله هرېس

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل کار پر لومړۍ ورځ هغه اجراییوي فرمان لاسلیکوي چې له مخې به یې تر ډېره د مسلمانو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د ډونلډ ټرمپ له خوا د سفر کولو لګول شوی بندیز لغوه کړي.

په پام کې ده چې جو بایډن د چارشنبې په ورځ (جنوري ۲۰مه) د ولسمشرۍ لوړه وکړي.

همدا رنګه، جو بایډن غواړي د پاریس د اقلیم تړون ته بېرته وګرځي او په ټولو دولتي ودانیو کې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي پخاطر د ماسک اچول اجباري کړي.

دا فرمانونه د کانګرس مصوبې ته اړتیا نه لري.

خو له کومو اسنادو پرته میلیونونو وګړو ته د امریکا د تابعیت ورکولو حق او د کورونا حمایتي طرحه د کانګرس تصویب ته اړتیا لري.

د ټرمپ ادارې په ۲۰۱۷ کال د ایران، لیبیا، سوریې، یمن، سومالیا او سودان د وګړو لپاره، چې تر ډېره دا مسلمان هېوادونه دي، د وېزو د ورکولو چاره ودروله.

ټرمپ وروسته سودان له دې نوملړه لیرې کړ او شمالي کوریا او چاد یې ور زیات کړل خو سودان درې کاله وروسته بېرته په محدود ډول وراضافه شو.

د جو بایډن لوړه؛ ۵۰ ایالتونو کې تیارسئ حالت

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د واشنګټن حساسو سیمو کې چې موزیمونه او دولتي ادارې پرتې ګرځبندیز پکې لګول شوی دی.‌

د امریکا کلیفورنیا، پنسیلوانیا، میشیګن، ویرجینیا، واشنګټن او ویسکانسن هغه ایالتونه دي چې خپل ملي ګارد یې فعال کړی او ټکساس ایالت خپلې پولې سر له ننه د لوړې د مراسمو تر پای ته رسېدو پورې تړلې دي.

فدرالي پولیسو (اېف‌بي‌ای) په ۵۰ ایالتونو کې د لاریونوالو د وسله والې احتمالي راغونډېدنې خبر ورکړی دی.

د واشنګټن حساسو سیمو کې چې موزیمونه او دولتي ادارې پرتې ګرځبندیز پکې لګول شوی دی.‌

د امنیتي تدابیرو په ټینګېدو سره د پلازمېنې واټونو کې هم موانع اېښودل شوي دي.

د جو بایډن ډلې له خلکو غوښتي چې د کورونا وبا له کبله واشنګټن ته له ورتګ ډډه وکړي.

سیمه ییزو چارواکو هم خلکو ته ویلي چې د ولسمشر د لوړې مراسم د تلویزیون له لارې وګوري.

په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ (جنوري ۱۷مه) پر هر ډول اعتراضي راغونډېدو ځانګړی تمرکز وشي.

د ښاغلي ټرمپ ځینې پلویان د جنورۍ پر ۱۷مه د لاریونونو تابیا لري چې وسلې به هم پکې ولري او د جو بایډن د لوړې مراسمو پر ورځ یې هم واشنګټن کې د لوی اعتراض پلان جوړ کړی.

.

د عکس سرچینه، EPA

ځینو ښي اړخو امنیتي تدابیرو ته په اشاره له خپلو پلویانو غوښتي چې په هېڅ کومه غونډه کې ګډون ونه کړي.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې د جنورۍ پر شپږمه د ډونلډ ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ.‌

د امریکا د استازو جرګې یوه اونۍ مخکې ټرمپ "اړو دوړ ته د هڅونې" په تور استیضاح کړ.‌

کانګرس پر ولسمشر تور لګولی و چې د جنورۍ پر شپږمه یې واشنګټن کې خپل پلویان د کانګرس پر ودانۍ چپاو ور وړلو ته هڅولي.

د ټرمپ پلویانو پر کانګرس برید وکړ او ودانۍ ته ننوتل، چې په پایله کې قانون جوړوونکي اړ شول د ټاکنو د وروستیو پایلو تاییدول وځنډوي او پټنځیو ته وتښتي.

Workers place barricades to control access ahead of US President-elect Joe Biden's inauguration, in Washington, DC

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امنیتي تدابیرو په ټینګېدو سره د پلازمېنې واټونو کې هم موانع اېښودل شوي دي.

د کانګرس ودانۍ کلابنده شوه چې په لړ کې یې لږترلږه پنځه کسان ووژل شول.

یو کس د یوه پولیس په ډزو ووژل شو او بل پولیس چې قهرېدلو لاریونیانو وهلی و، ساه ورکړه.

د امریکا سنا جرګې وروسته د استیضاح طرحه ارزوي چې د ښاغلي ټرمپ د ملامتیا یا بې ګناهۍ په اړه پرېکړه وکړي.