د ټرمپ استیضاح؛ نانسي پلوسي پر مایک پېنس فشار ډېر کړ

پېنس

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي وايي، که مرستیال ولسمشر مایک پېنس د متحده ایالتونو د اساسي قانون له مخې د ډونلډ ټرمپ د لرې کولو ګام پورته نه کړي، د کانګرس ډیموکراټان به ښاغلی ټرمپ استیضاح کړي.

مېرمن پلوسي د یکشنبې په ورځ د استازو جرګې ډیموکراټو غړو ته یوه لیک کې ویلي، دا جرګه به د دوشنبې په ورځ یوه پرېکړه لیک کې د اساسي قانون د ۲۵ متمم یا بشپړاند کارولو سره له مایک پېنس د ډونلډ ټرمپ د لرې کولو رسمي غوښتنه وکړي:

''له مرستیال ولسمشر غواړو چې ۲۴ ګړیو کې ځواب را کړي... وروسته به استازو جرګه کې د استیضاح پر لایحه ګام پورته کړو. ''

د کانګرس ډیموکراټان او ځینې جمهوریپال ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر شپږمه پر کانګرس د برید لپاره د خپلو ملاتړو په پارولو تورنوي او د جنورۍ پر ۲۰ د واک پای ته رسېدو له نېټې مخکې یې له ولسمشرۍ لرې کول غواړي.

مېرمن پلوسي د یکشنبې په ورځ له سي بي اېس تلوېزون سره مرکه کې وویل: ''څه یې چې وکړل، دومره سخت دي چې باید محاکمه شي. ''

د امریکا د اساسي قانون ۲۵ بشپړاند مرستیال ولسمشر ته واک ور کوي چې که ولسمشر د خپلې دندې وس نه لري، نو د کابینې د اکثریت په هوکړه یې بې واکه کولی شي.

مېرمن پلوسي د ولسي جرګې (استازو جرګې) غړو ته لیک کې ولسمشر ټرمپ ''د امریکا اساسي قانون او ولسواکۍ ته ښکاره خطر بللی دی. ''

د استیضاح هڅه

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ پر کانګرس د خپلو ملاتړو پر بلوا پارولو تورنېږي.

په دا مهال په استازو جرګه کې د ډیموکراټ ګوند یو مخکښ غړی جیمز کالیبرن له سي اېن اېن تلوېزون سره مرکه کې ویلي، دا جرګه روانه اونۍ د ډونلډ ټرمپ د استیضاح لپاره لایحه رایې ته وړاندې کوي او له تصویب وروسته به یې مشرانو جرګې یا سنا ته لېږل د جو بایډن د ولسمشرۍ تر سلو ورځو وځنډوي.

د استازو جرګې ډیموکراټان خپله لایحه کې ولسمشر ټرمپ په بلوا پارولو تورنوي.

ډیموکراټان د دې جرګې اکثریت دي او د ښاغلي ټرمپ د استیضاح لپاره اړینې رایې لري، خو مشرانو جرګه کې یې د بري لپاره له دریو دوه برخې رایو ته اړتیا لري.

خو دغه جرګه کې جمهوریپال اکثریت دي او د ډیموکراټانو کار سختوي.

همدا وجه ده چې کلایبرن وايي: ''باید ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته اجازه ور کړو چې د ولسمشرۍ لومړیو سلو ورځو خپل پلانونه اجرا کړي. ''

د جو بایډن د لوړې مراسم د جنورۍ پر شلمه دي.

له ولسمشرۍ وروسته استیضاح

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسي جرګې تېر کال هم ټرمپ استیضاح کړ، خو مشرانو جرګې سپین وباله.

جو بایډن به د ولسمشرۍ لومړیو سلو ورځو کې د کابینې غړي د رایو اخیستلو لپاره کانګرس ته ور وپېژني او د کورونا وېروس سره د مقابلې په څېر اصلي پروګرامونه به اجرا کړي.

د ولسمشرۍ له پای ته رسولو وروسته که ډونلډ ټرمپ استیضاح کېږي له میاشتنۍ تنخا، د سفر او استوګنځي له مالي لګښت او ولسمشرۍ ته له بیا نوماندېدو بې برخې کېږي.

د سپینې ماڼۍ یو ویاند وايي، د ډیموکراټانو دغه هڅې هېواد کې له درز اچولو سره مرسته کوي.