ټرمپ ډاکتر: ولسمشر عادي ژوند ته ستنېدلی شي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ، ډاکتر وايي، چې هغه "د کووېډ ۱۹ لپاره درملنه بشپړه کړې او کولی شي سر له سبا خپل عمومي فعاليتونه بيا پيل کړي او عادي ژوند ته ستنېدلی شي".
ډاکتر شان کانلي وايي "ولسمشر ټرمپ د درملو پر وړاندې ښه عکس العمل ښودلی او حالت يې ښه" دی.
ښاغلي ټرمپ ويلي چې کېدی شي نن بيا د کورونا وېروس معاينه وکړي او هيله من دی چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د ټاکنو کمپاين کې ګډون وکړي.
تېره ورځ ولسمشر ټرمپ ويلي وو، چې د خپل سيال جوبايډن سره په مجازي يا د انټرنېټ له لارې مناظره کې ګډون نه کوي.
د ټاکنو د مناظرو تنظيم کوونکو پرون اعلان وکړ چې پر کورونا وېروس د ښاغلي ټرمپ د اخته کېدو له امله د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو تر منځ راتلونکی بحث به په مجازي يا د انټرنېټ له لارې ترسره شي.
خو ولسمشر ټرمپ څو شېبې وروسته اعلان وکړ چې په "مجازي بحث کې د ګډون له امله خپل وخت ضايع نه کوي". د نوموړي دغه خبرو د راتلونکې مناظرې د وخت په اړه اختلاف رامنځ ته کړی دی.
په همدې حال کې د ديموکرات ګوند مشهورې څېرې او د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ويلي چې د ښاغلي ټرمپ د روغتيا په اړه جدي پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
نوموړې ويلي چې په پام کې لري، نن جمعه يو قانون معرفي کړي چې له مخې يې داسې کميسيون جوړ کړي چې د کار کولو لپاره د ولسمشر د روغتيا ارزونه وکړي.
په دې اړه په خپره شوې بيانيه کې راغلي چې دغه کميسيون به د ۲۵ قانون پراساس جوړ شي چې په هغه کې راغلي چې د نه توان لرلو په صورت کې څنګه ولسمشر له قدرته لېرې کېدی شي.
ښاغلي ټرمپ په دې اړه پر خپل ټوټېټر مېرمن پلوسي "لېونۍ" بللې ده.
د ولسمشر ټرمپ او جوبايډن تر منځ لومړنۍ مناظره د یوه بل په سپکاوي او د یوه بل په خبرو کې په ورلوېدو اوښتې وه. امریکايي رسنیو هغه مناظره 'بدرنګه ' او 'ناندریزه ' بللې وه.




















