کورونا وېروس: ایران کې د وبا له پیله راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېر کسان مړه شوي

ایران

د عکس سرچینه، WANNA VIA REUTERS

د عکس تشریح، ایران د نړۍ په کچه د کورونا وېروس له کبله یو تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی
د خپرېدو وخت

د ایران روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې پر کوویډ - ۱۹ ناروغۍ ۲۲۱ نور اخته ناروغان مړه شوي دي. دا په فبرورۍ میاشت کې د وبا له خپرېدو راهیسې په یوه ورځ کې د ناروغانو د مړینې تر ټولو لوړ شمېر دی.

په رسمي توګه د ثبت شویو مړو شمېر اوس ۱۲ زره ۳۰۵ ته رسېدلی او د پنجشنبې پر ورځ د دوه زره ۷۹ نویو ناروغانو له ثبت کېدو سره د ټولټال ناروغانو شمېر ۲۵۰ زره ۴۵۸ کسانو ته رسېدلی دی.

د ایران له ۳۱ ولایتونو په نهو کې د ناروغانو او مړینو شمېر ته په کتو سره دغه ولایتونه (ریډ - زون) یا د خطرناکې سیمې بلل شوې او د پلازمېنې تهران په ګډون ۱۰ نور ولایتونه (ژړ رنګه) بلل شوي دي، چې نسبتاً وضعیت پکې ښه دی.

د اختر لمانځلو په اړه د عمران خان سپارښتنه:

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، اوس یې هېواد په هغو هېوادونو کې دی چې له کورونا وېروس د اغېزمنو کسانو شمېر پکې کمېږي. خو نوموړي د وبايي ناروغیو اړوند یوه روغتون په پرانیست غونډه کې له خلکو وغوښتل چې لوی اختر په احتیاط ولمانځي:

عمران خان

د عکس سرچینه، PM House

د عکس تشریح، عمران خان: که موږ په اختر کې بې غوري وکړو نو بیا دا خطر شته چې ناڅاپه دا وېروس خپور شي.

"که موږ په اختر کې بې غوري وکړو نو بیا دا خطر شته چې ناڅاپه دا وېروس خپور شي. بیا د اغېزمنو کسانو شمېر زیات شي. په روغتونونو فشار زیات شي. ځکه هیله کوم چې لوی اختر په احتیاط ولمانځئ".

د نوموړي په خبره، د لوی اختر احتیاطي لمانځل د پاکستان د اقتصاد او هغو ناروغانو په خیر کار دی چې ژوند یې له خطر سره مخ دی.

پاکستان کې نږدې دوه لکه ۳۷ زره کسان کووېډ-۱۹ ناروغۍ نیولي او چارواکي وايي، دغه هېواد کې له دې ناروغۍ څلور زره ۹۲۲ کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې له دې ناروغۍ تراوسه له یو لک ۴۰ زرو ډېر کسان رغېدلي دي.

هند کې په یوه ورځ نږدې ۲۵ زر پېښې

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان ګاونډي هند کې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې یې په دغه هېواد کې په کورونا وېروس د نږدې ۲۵ زره کسانو د اخته کېدو تازه پېښې ثبت کړې دي.

د چارواکو په خبره، دا په هند کې د کورونا وبا له پیلېدو راهیسې اول ځل دی چې دومره ډېر کسان په یوه ورځ په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته کېږي.

له تازه شمېرو سره په هند کې په کورونا د اخته کسانو شمېر اوه لکه، ۶۷ زره ۲۹۶ ته ورسېد.

چارواکي دا هم وايي، چې په ورته مهال په دغه هېواد کې ۴۸۷ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي او دې سره په هند کې له کورونا د مړو کسانو شمېر ۲۱ زره ۱۲۹ کېږي.

امریکا کې د بهرنیو محصلینو نامالوم برخلیک:

بل لور ته هند له امریکا حکومته غوښتي پر هغه امر له سره غور وکړي، چې له مخې به یې هلته مېشت ګڼ شمېر هندي محصلین هېواد ته ستنېدو ته اړ شي.

د امریکا د کډوالۍ د چارو ادارې مسوولین وايي د سږ کال په مني که به هغو محصلینو ته په هېواد کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکول کېږي چې انلاین زده کړې کوي او په پوهنتون کې یې شخصي حضور اړین نه دی.

خو د هند بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند انوراګ شري واستو د پنجشنبې پر ورځ وویل، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت باید په یاد ولري چې تعلیمي تبادلې او له خلکو سره د خلکو اړیکي زموږ د اړیکو په پراختیا او وده کې مهم رول لوبولی دی.