د الازهر فتوا: د کورونا وېروس له کبله د جومات پر ځای کور کې لمونځ کولی شئ

د عکس سرچینه، Getty Images
په مصر کې الازهر مؤسسې فتوا ورکړې چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د جمعې لمونځ او په جوماتونو کې د نورو لمنځونو جماعت لغوه کول جایز دي.
د الازهر د لویو عالمان شورا په یوه رسمي فتوا کې ویلي چې د خلکو ژوند د ژغورلو لپاره د جمعې او په جمع د نورو لمنځونو نه کول جایز دي.
د دې شورا په بیان کې راغلي: " د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې چې وايي، د وېرس اصلي ګواښ په اسانۍ او چټکۍ د هغه په خورېدو کې دی، نو دا فتوا د اسلامي شریعت د لویو موخو سره سمه ده چې هغه د ژوند خوندي کول او له ټولو خطرونو او زیانونو د هغه ساتل دي."
فتوا کې راغلي چې خلک دې د جمعې ورځې پر ځای د عادي ماسپښین لمونځ په کورونو او یا داسې ځایونو کې وکړي چې ګڼه ګوڼه نه وي.
د الازهر د لویو علمانو شورا په فتوی کې راغلي، شریعت حکم کوي چې خلک باید د روغتیايي چارواکو لارښوونې او امرونه پر ځای کړي چې د وېروس مخه ونیول شي او له منځه ولاړ شي.
د نړۍ لر او بر کې د کورونا وېروس وروستی حال:

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورونا وېروس لا هم د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې جدي روغتیایي او نورې ستوزنې رامنځته کړې دي.
د افغانستان په ختیځ ګاونډي پاکستان کې چارواکي وايي پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۸۰ ته لوړ شوی. ی. په دې ډله کې تر ټولو زیاتې یعنی ۱۵۰ پېښې په سند ایالت کې دي.
بله خوا د خیبر پښتونخوا چارواکو هم اعلان کړی چې له تفتانه د ورغلي پنځلس کسان په کورونا وېروس اخته دي. دا کسان په ډېره اسماغیل خان کې د ناروغانو ته ځانګړي شوي کمپ کې قرنطین شوي دي.
پښتونخوا کې د مذهبي چارو ادراې چارواکو جوماتونو ته سپارښتنه کړې ده چې د جمعې لمانځه لپاره دې د یو پر ځای دوه جماعته وشي، او سپین ږیرو او ماشوماته ته دې وویل شي چې جومات ته دې نه راځي.
پاکستان کې لکه د ځینو نورو هېوادنو په څېر پر ولسي غونډو او زیاتو خلکو پر راټولیدو بندیز لګول شوی دی.
د افغانستان په لویدیځ ګاونډي ایران کې وضعیت ډیر ترېنګلی دی. چارواکي وايي د دې ناروغۍ له امله د مړو شمېر څه باندې ۸۵۰ ته لوړ شوی او پرې د اخته کسانو شمېر نږدې پنځلس زرو ته لوړ شوی دی.




















