ټرمپ: ''برېښي چې ايران له بريد وروسته پر خپل ځاى کېني"

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ټرمپ: امريکايي او عراقي ځواکونو ته مرگژوبله نه ده اوښتې
د خپرېدو وخت

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، داسې ښکاري چې عراق کې د امريکايي ځواکونو پر هوايي اډو له بريد وروسته 'اوس ايران پر خپل ځاى کېني. '

ولسمشر ټرمپ چې د ايران د دغه توغنديز بريد په غبرگون کې وينا کوله وويل:

"په دغه بريد کې امريکايي يا عراقي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او يوازې اډو ته تر ټولو کم تاوان رسېدلى."

ښاغلي ټرمپ وويل، امريکا به سملاسي پر ايران اضافي مالي او اقتصادي بنديزونه ولگوي. نوموړي زياته کړه 'دا بنديزونه به تر هغه پر ځاى وي چې ايران خپل چلند کې بدلون راولي. '

ښاغلي ټرمپ وويل:

"د امريکا ځواک، اقتصادي او پوځي دواړه پر دغه هېواد د بريد تر ټولو ښه مخنيونکي دي."

ولسمشر ټرمپ د امريکا پوځ او تجهيزاتو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل خو دا په دې مانا نه ده چې دوى به يې کارولو ته اړ شي.

ولسمشر ټرمپ د ايران د دۀ په وينا "ظاهرا" پر خپل ځاى کيناستل" ټولو ښکېلو غاړو لپاره ښه دى.

بل لور ته د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، په عراق کې پر دوو امریکايي پوځي اډو د ایران توغندیز برید ښيي چې هېواد به د امریکا پر وړاندې مات نه شي.

ښاغلي روحاني په هغه وینا کې چې ایراني ټلویزیوني شبکو خپره کړه ویلي، ''که امریکا کوم جرم کوي، باید پوه شي، چې مناسب ځواب به یې مومي."

د فرانسې خبري اژانس په رپوټ کې د ولسمشر روحاني له قوله ویل شوي، ''که دوی لږ عقل هم ولري، دې حالت کې به بل هېڅ ګام نه پورته کوي".

روحاني

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، روحاني: که امریکا کوم جرم کوي، باید پوه شي، چې مناسب ځواب به یې مومي

بل لور ته قبرص حکومت د امریکايي چټک غبرګون ټیم غوښتنه منلې او د دغه هېواد په یوه ټاپو کې یې د مرکز چمتو کولو اجازه ورکړې ده. د امریکا او ایران تر منځ به د احتمالي تاو تریخوالي ډېرېدو په صورت کې د امریکایانو ایستلو لپاره له دغه مرکزه کار اخیستل کېږي.

د قبرص یوه حکومتي ویاند وویل، د امریکا سفارت دا غوښتنه کړې وه:

"قبرص له اوږدې مودې راهیسې د بشري مرستندویه فعالیتونو لپاره اسانتیاوې چمتو کوي، موږ به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ورته اقدامات روان ساتو."

پنټاګون ویلي دي چې د چارشنبې سهار بریدونو کې لږ تر لږه دوه پوځي اډې،‌ یوه په اربیل او بله په انبار سیمو کې په نښه شوې دي.