ټرمپ: که اړتیا شوه، 'څو کاله' حکومت تړل کېدی شي

د عکس سرچینه، AFP
په امریکا کې جمهوریپال او ډیموکراتان د حکومتي ادارو د یوې برخې د تړل کېدنې پر سر جړې له غوڅولو نه چې اته سوه زره حکومتي کارکوونکي یې د څه باندې دوو اوونیو له پاره بې معاشه پرېښودل هماغسې ډېر لرې دي.
ولسمشر ټرمپ د کانګرس له مشرانو سره سپینه ماڼۍ کې کتنه درلوده، ورته ویې ویل چمتو دی چې دولتي ادارې د اونیو، آن کلونو لپاره تړلې پاتې شي.
ښاغلی ټرمپ په بودیجه کې د پنځه نیم میلیاردو ډالرو غوښتنه لري چې له مکسیکو سره خپل ژمنه شوی دېوال پرې جوړ کړي، خو د ډیموکراتانو ولکې ته لوېدلې ولسي جرګه یا کانګرس ورسره دا نه مني.
نوموړي ټینګارو کړ چې د دغه دېوال له تمویل پرته به هېڅ ډول قانوني مسوده لاسلیک نه کړي، ددغه دېوال له جوړېدو سره دیموکراتان ټینګ مخالفت لري.
د تېر کال ډیسمبر له ۲۲ مې راهیسې د امریکا د فډرالي ادارې شاوخوا ۸۰۰ زره کارکوونکو تنخاوې نه دي اخیستې.
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له دیموکراتو مشرانو سره د جمعې د ورځې ناسته ګټوره وبلله.
خو وروسته یې د یوه خبریال د پوښتنې ځواب کې ګواښ وکړ که اړتیا پېښه شي، ښايي فډرالي بنسټونه تر څو کلونو بند پاتې شي.
ده وویل: ''دا مې مخکې هم ویلي، په ټینګار درته وایم چې زه چمتو یم. زه پر خپلو کړنو ویاړم. دا زه بندول نه نوموم بلکې د خپل هېواد د سلامتیا او ګټې پخاطر یې یو اړین کار بولم.''
د امریکا د جرګې مشرې نانسي پلوسي د جمعې ورځې ناسته یو خلاف کار بللی.

د عکس سرچینه، EPA
په مشرانو جرګه کې د دیموکراټانو مشر چاک شومر خبریالانو ته وویل، "ولسمشر ته مو وویل موږ د حکومتي بنسټونو د پرانیستلو غوښتونکي یو، خو هغه مقاومت وکړ."
دی زیاتوي: "په حقیقت کې، هغه وویل چې حکومت به تر اوږدې مودې پورې تړلی پاتې وي، څو میاشتې یا ښايي کلونه."
په سپینه ماڼۍ کې روانه اونۍ کې له دیموکرات مشرانو سره د حکومت د بندولو په تړاو د بحث لپاره بله ناسته هم شوې ده.
په مشرانو جرګه کې اکثریت دیموکراتانو د تېرې پنجشنبې په ورځ د حکومتي مؤسسو د بېرته پرانیستلو لپاره د بودیجې قانون بیا له سره وکوت چې ۱٫۳ میلیارد ډالر د پولو د خوندیتوب لپاره پکې ځانګړي شوي.
خو تر هغو به دا قانون نه عملي کېږي چې د دیموکراتانو اکثریت مشرانو جرګې پرې موافقه نه وي کړې. ددغې جرګې مشر میچ ماکونیل ویلي، ګوند یې د هغو اجرآتو ملاتړ نه کوي چې د ولسمشر ملاتړ ورسره نه وي.

د عکس سرچینه، EPA
جزوي بندښت څه مانا؟
- د کابو ۲۵ سلنه فډرالي حکومتي مؤسسو تمویل به نه وي.
- نهه وزارتونه به زیانمنېږي، چې د کورني امنیت، عدلې، مېشتېدنې، کرنې، سوداګرۍ، کورنیو چارو او مالیې (خزانې) وزارتونه پکې شامل دي.
- د بومي امریکایانو کړاو به ډېر شي، چې د فډرالي ادارې اساسي تمویل ترلاسه کوي.



















