امریکا: د مسلمان اعدام ته امام پرې نه ښودل شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا الاباما ایالت کې عالي محکمې د اعدام پرمهال د یوه تورن مسلمان هغه غوښتنه ونه منله، چې د اعدامېدو پرمهال دې یو مسلمان امام هم موجود وي.
په قتل تورن بندي دومینیک رای د پنجشنبې په ورځ اعدام شو او د زهرو پیچکارۍ ورکړل شوه.
د هغه وکیلانو ډېره هڅه وکړه چې ولې په الاباما ایالت کې مسیحيان غوره ګڼل کېږي ځکه چې تل مسیحي پادري ته د اعدام ترسره کېدو پرمهال صحنې ته بېول کېږي او د هغوی د مړینې شاهد وي.
رپوټونه وايي امام یوسف مایسونیت ته اجاره ورنه کړل شوه چې د رای مرګ پخپلو سترګو وګوري، بلکې له یوې ورڅېرمه خونې یې تماشا کوله.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، رای له کابو ۲۰ کلونو راهیسې بندي و او په زندان کې مسلمان شوی و.
پر دومینیک رای تور و چې په ۱۹۹۵ کال یې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ وژلې وه.
د تورن وکیلان وايي محکمې د هغه د موکل پر حق تېری کړی.
که څه هم فدرالي محکمې د دغه اعدام د نه ترسره کېدو امر کړی و، خو عالي محکمې یې دا غوښتنه نه ده منلې.

د عکس سرچینه، ALABAMA DEPT OF CORRECTIONS VIA AFP
د فدرالي محکمې په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې "د ایالت چارواکي د تورنو مسیحیانو د اعدام د حکم ترسره کېدو پرمهال د یوه دیني مسیحي سړي د حاضرېدو اسانتیا برابروي، خو د یوه تورن مسلمان او ټولو نامسیحیانو تورنو لپاره بیا دا اسانتیا نه وړاندې کوي."
ویل کېږي د الاباما مسیحي پادري کریس سامرز له ۱۹۹۷ کال راهیسې ټولو اعدامونو ترسره کېدو ته حاضر شوی، خو هغه مسلمان امام ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د یوه تورن مسلمان د اعدامېدو پرمهال هغه ته دیني سپارښتنه وکړي.



















