"افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځ دریمه برخه مرګ ژوبله د جګړې پر ځای د نورو پېښو له امله ده"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, حميد شجاع
    • دنده, بي بي سي لندن
  • د خپرېدو وخت

د رویټرز خبري اژانس په ګډون یو شمېر لویدیځو رسنیو د هغې وروستۍ څېړنې خبر راخیستی چې په تېرو ۱۵ کالو کې په عراق او افغانستان کې امریکایي پوځ ته د ور اوښتو تلفاتو په اړه شوې ده.

دا څېړنه پخپله د امریکا د دفاع وزارت لخوا شوې او مهمه خبره پکې دا ده چې پوځ ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې یو په درېیمه برخه د جګړې په ډګر کې نه، بلکې نورو پېښو کې رامنځته شوې.

د بېلګې په توګه څېړنه وایي چې له ۲۰۰۳ کاله تر ۲۰۱۴ کاله پورې په عراق او افغانستان کې ګڼ شمېر امریکایي پوځیان د موټرو په ټکر کې وژل شوي، یا را لوېدلي دي او یا هم د جګړې له ډګره بهر کومه بله پېښه شوې.

څېړنه وایي، په هرو لسو وژل شویو امریکایي سرتېرو کې یو یې د ناجنګي لاملونو له کبله وژل شوی.

په دې څېړنه کې د مرګ ژوبلې ۳۰ زره پېښې څېړل شوې دي. موندنې ښیي چې د جګړې له ډګره بهر د مرګ ژوبلې تر ټولو ډېرې پېښې د امریکا په هوایي پوځ کې رامنځته شوې دي.

د څېړنډلې یو غړی ډګروال کېون اېکرز وایي، امریکایي پوځیان په عراق او افغانستان کې ډېری وخت په سختو شرایطو کې دنده ترسره کوي، او ځيني وخت د پوځي وسایلو د کارونې یا تمرین پر وخت، او یا هم د ورزش یا لوبو پر وخت ژوبلېږي او یا هم وژل کېږي.

څېړونکي وایي، په دې څېړنه کې یوازې جدي قضیې راټولې شوې چې په روغتون کې ثبت دي او دا ډول پېښې په حقیقت کې ښایي د دوی تر موندنو هم ډېرې وي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په دې هېواد کې د راتلونکو ټاکنو په درشل کې په پاکستان کې د ښوونې او روزنې د وضعیت په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وایي، تر ټاکنو وروسته په مرکز او ایالتونو کې که هر سیاسي ګوند حکومت کوي، د ښوونې او روزنې په برخه کې به له لویو ننګونو سره مخ وي.

ډان:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو ټولنیز فعال چې د پاکستان راتلونکو پارلمانی ټاکنو ته له کراچۍ نوماند شوی دی.

ډان ورځپاڼه لیکي چې دا مهال په پاکستان کې کابو ۲۳ ملیونه ماشومانو له ښوونځیو بې برخې دي، او لامل یې دا دی چې تېرو حکومتونو دې برخې ته بیخي پام نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې په دې هېواد کې هر ماشوم له پنځه کلنۍ تر شپاړس کلنۍ د وړیا تعلیم حق لري.

ورځپاڼه لیکي، په پاکستان کې د ماشومانو تعلیمي وضعیت په دې پورې اړه لري چې د دوی اقتصادي وضعیت څه ډول دی، د هېواد په کومه برخه کې ژوند کوي او دا چې ماشوم هلک دی که نجلۍ.

ګڼ شمېر پاکستاني ماشومان په ۹ کلنۍ کې د بېلابېلو لاملونو له کبله له ښوونځیو وځي.

ورځپاڼه وایي، د نجونو زدکړو ته بیخي کم پام کېږي او د دوی وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ورځپاڼه وایي، په سویلي اسیا کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د نجونو او هلکانو ترمنځ لوی واټن یا توپيري چلند موجود دی، چې په افغانستان او بیا پاکستان کې دا واټن تر ټولو زیات دی.

د ټایمز اف انډیا:

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوې ویاندې له خولې لیکلي چې د امریکایی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون لیدنه به د سینګاپور د سینتوسه ټاپو په کپېلو هوټل کې ترسره کېږي.

د ورځپاڼې په وینا، امریکایي چارواکو د سېنګاپور د حکومت مننه کړې چې د دواړو مشرانو ترمنځ د دې ناستې کوربتوب کوي.

ټایمز اف انډیا وایي، د جون پر ۱۲مه به د امریکا او شمالي کوریا مشران په تاریخ کې په لومړي ځل مخامخ سره ویني او اټکل کېږي چې په دې کتنه کې به د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه خبرې کېږي.

انډیپنډنټ:

ز

د عکس سرچینه، EVN

د برېتانیا انډیپنډنټ ورځپاڼې د سعودي عربستان د چارواکو له خولې لیکلي دي چې په لومړي ځل په دې هېواد کې لسو مېرمنو ته د موټر چلونې لایسنس یا جواز لیک ورکړل شو.

ورځپاڼه وایي، دې مېرمنو اصلاً د نورو هېوادونو د موټر چلونې لایسنسونه درلودل، او سعودي چارواکو یې په بدل کې اوس د دې هېواد لایسنسونه هم ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو څو اوونیو کې به په سعودي عربستان کې ښځې د موټر چلولو اجازه ترلاسه کړي.

سعودي چارواکو اعلان کړی چې که څوک د امریکا، کاناډا، برېتانیا، لبنان او یو شمېر نورو هېوادونو لایسنس ولري د سعودي لایسنس ترلاسه کولی شي.

ورځپاڼه لیکي سره له دې چې دې لسو مېرمنو د نورو هېوادونو لایسنسونه درلودل خو بیا هم یوه ساده ازموینه کې یې ګډون وکړ او د سترګو لید یې هم معاینه شو.

سعودي عربستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې تر دې دمه ښځو ته پکې د موټر چلونې اجازه نه وه.