ایرما توپان: فلوریډا کې ۳۴ لکه کورونه تیاره کړل

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د میامي ښار ځینې برخې اوبو لاندې کړې دي.
د خپرېدو وخت

د امریکا د هواپوهنې اداره وايي، د دویمې درجې سمندري توپان د امریکا د فلوریډ اایالت سوېلي ټاپوګانو ته رسېدلی او وېره ده چې د دغه توپان څپې تر ۱۵ فوټو یا څلور نیم مترو پورې لوړې شي.

د دغه ایالت له څلور دېرش لکو د زیاتو کورونو برېښنا پرې شوې او په میامي ښار کې ځینې برخې له اوبو لاندې شوې دي.

تراوسه په دغه ایالت کې د ایرما له امله د دریو کسانو مړینه منل شوې ده او د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره شپږ عشاریه درې میلیونه کسان نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د فلوریډا والي رک سکاټ وايي، د ایالت لوېدیځې سمندرغاړې ته سخت اندېښمن دی چې توپان ور روان دی.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د کارپوهانو په اند، کله چې ایرما توپان له له ټیټو سیمو تېرېږي باد به په ګړۍ کې ۱۳۰ میله یا ۲۰۹ کیلومتره وي، خو وروسته به د فلوریډا په شمال ختیځه سیمه کې له سمندرغاړې سره نور هم زیات شي.

د امریکا سمندرغاړو ته له رسېدلو مخکې دا توپان د لوېدځ هند یا کرابین مختلفو ټاپوګانو سره ټکر شو چې له امله یې ۲۵ کسان ووژل شول.

کارپوهان وېرېږي چې د توپان مرکزي برخه چې د توپان سترګې بلل کېږي په راتلونکو دوو ګړیو کې د فلوریډا له ټیټو سیمو تېرېږي.

د امریکا د هوا پوهنې اداره په تازه رپوټ کې وايي، چې ایرما د فلوریډا په ډېره برخه کې د پراخ وراني باد رامنځ ته کړی دی.

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کیوبا پلازمېنه هاوانا کې توپان ځپلي سړکونه