افغانستان غوره لیګ: بلخ له ننګرهاره په لوی توپير لوبه وګټله

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل کې د بلخ لوبډلې د جمعې پر ورځ ننګرهار لوبډلې ته په ۱۷۱منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه بلخ وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د بلخ د پاڼۍ پيل ډېر ښه و او کرېس ګېل او دروېش رسولي په لومړۍ وېکټه د ۷۵ منډو ملګرتیا وکړه.
کرېس ګېل په ۳۰ توپونه ۵۴ او دروېش رسولي په ۴۵ توپونه ۷۸ منډې جوړې کړې.
د بلخ د پاڼۍ په وروستۍ برخه کې کپتان محمد نبي چټکه لوبه وکړه او یوازې په ۱۶ توپونه یې ۴۷ منډې جوړې کړې، چې ۶ شپږیزې هم پکې وې.
په پای کې د بلخ لوبډلې په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۵ وېکټو ۲۳۵ منډې جوړې کړې.
ورپسې کپتان محمد نبي د بلخ لوبډلې لپاره توپ اچونه هم پيل کړه، او په چټکۍ سره یې د ننګرهار لوبډلې درې مهم لوبغاړي، فلېچر، چارلز او حشمت الله شهیدي وسوځول.
له شپږو اورونو وروسته د ننګرهار لوبډلې شپږ لوبغاړي سوځېدلي وو او یوازې ۳۹ منډې یې جوړې کړې وې.
په اووم اور کې لوبه د باران له کبله ودرېده. .
له باران درېدو وروسته، چې لوبه بیا پیل شوه، ننګرهار لوبډله و نه توانېده خپلې وېکټې وژغورې او یو په بل پسې یې لوبغاړي له میدانه بهر شول. د ننګرهار ټول لوبغاړي په ۱۳ اوور کې ایله د ۶۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې بلخ ته بایلوده.



















