کرېکټ غوره لیګ: ننګرهار بلخ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه

افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD

د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په ۱۷مه لوبه کې د ننګرهار لوبډلې د چارشنبې بر ورځ بلخ لوبډلې ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه بلخ وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

بوپارا ۳۵ او دروېش رسولي ۲۷ منډې جوړې کړې.

خو د بلخ نور توپ وهونکي ډېر ونه ځلېدل او په پای کې یې په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۷ وېکټو یوازې ۱۳۳ منډې وکړای شوې.

د ننګرهار لپاره نوین الحق، فضل نیازي او ظاهر خان دوه دوه وېکټې واخیستې.

ورپسې ننګرهار خپله پاڼۍ پیل کړه، او د سر لوبغاړي اندرې فلېچر ۴۸ منډې وکړې.

تر ده وروسته حشمت الله شهیدي ۳۱ او شفیق الله ۲۷ منډې وکړې او د ننګرهار لوبډله یې بریالۍ کړه. فلېچر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD