کرېکټ غوره ليګ: کابل ځوانانو کندهار ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په ۱۶مه لوبه کې کابلو ځوانانو کندهار لوبډلې ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه. پچه کابل ځوانان لوبډلې وګټله او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه.
کندهار لوبډلې په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۵ وېکټو ۱۵۲ منډې جوړې کړې.
کپتان اصغر افغان دا ځل اوپننګ ته راوتلی و او ۶۰ منډې یې هم وکړې، خو ملګری یې پاول سټرلنګ په صفر وسوځېد.
تر دوی وروسته ناصر جمال له ۲۸ او نجیب الله ځدراڼ له ۲۵ منډو سره مخکښ وو. خو نور توپ وهونکي ونه توانېدل چې تېزه لوبه وکړي او کابل ځوانانو ته یې د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.
د کابل ځوانانو فرید احمد ۲ او راشد خان، ډبلیو پارنیل او ظاهر شهزاد یوه یوه وېکټه تر لاسه کړه. د کابلو ځوانانو د لوبې پیل بد نه و.
د کابل ځوانانو د لوبې پيل ښه و ,رونچي ۳۱ او حضرت الله ځاځي ۱۶ منډې وکړې. تر دوی وروسته اېونز هم له ۳۲ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
په پای کې کابل ځوانانو ټاکل شوی هدف په نولس اعشاریه یو اور کې په شپږو وېکټو ترلاسه کړ. د چارشنبې پر ورځ به د دې سیالیو په ترڅ کې بلخ له ننګرهار او پکتیا به له کندهار سره لوبه کوي.



















