کرېکټ غوره ليګ: بلخ له کندهاره په شپږو وېکټو وګټله

افغانستان پرېمیرليګ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، بلخ لېجنډز په ۱۸ اوور کې يوازې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف بشپړ کړ او لوبه يې وګټله
د خپرېدو وخت

د افغانستان غوره ليګ کرېکټ سياليو نننۍ لوبه چې د بلخ لېجنډز او کندهار نايټز تر منځ وشوه، بلخ لوبډلې په شپږو وېکټو وګټله.

لوبه د متحدو عربي اماراتو شارجې په کرېکټ لوبغالي کې وشوه.

د لوبې پچه بلخ لېجنډز وګټله او لومړی يې کندهار ته د توپ وهلو بلنه (بټېنګ) ورکړه. کندهار په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۱ منډې وکړې.

بلخ لېجنډز په ۱۸ اوور کې يوازې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف بشپړ کړ او لوبه يې وګټله.

د کندهار لپاره برنډن مکلم ۵۰ او متيو هېنډرېک وېسل ۳۹ منډې وکړې، له دوی پرته نور لوبغاړي ونتوانېدل چې ډېرې منډې جوړې کړې.

افغانستان پرېمیرليګ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د لوبې پچه بلخ لېجنډز وګټله او لومړی يې کندهار ته د توپ وهلو بلنه (بټېنګ) ورکړه

د بلخ لېجنډز ميرويس اشرف درې، سميع الله دوې، افتاب عالم او بوپارا يوه يوه وېکټه واخيسته.

بلخ په پيل کې ښه توپ وهنه وکړه، لومړۍ وېکته يې په ۸۵ منډو له لاسه ورکړه. کرېس ګېل په ۲۲ توپونو تر ټولو ډېرې ۷۳ منډې وکړې.

د افغانستان پرېميرليګ سیاليو راتلونکې لوبه د پکتيا پنترز او کابل ځوانانو تر منځ ده.