"واکسین پاسپورټ" څه ته وایي او د څه لپاره کارېدلی شي؟

پاسپورټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د بریتانیا د ټرانسپورټ وزیر ګرنټ شاپس وايي، د دغه هېواد حکومت د نړیوال واکسین پاسپورټ پر پلان غور کوي.

ښاغلی شاپس له بي بي سي سره خبرو کې زیاتوي، ښايي دا ډول پاسپورټ دود شي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیېر او د یونان مشر کریکوس میټسواکیس هم د دې نظریې ملاتړ کړی دی.

واکسین پاسپورټ د څه لپاره کارېدلی شي؟

له ۱۳ میلیونو ډېر خلک بریتانیا کې واکسین شوي دي.

دوی د ثبت کار ترلاسه کړی او طبي ریکارډ کې یې هم خوندیتوب درج شوی دی.

ویل کېږي واکسپن پاسپورټ یا سرټيفیکټ به خلکو ته دا چانس ور کوي چې بهر ته تلو کې وښيي چې واکسین شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت څه وايي؟

پاسپورټ

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی شاپس وايي: "داسې یې بللی شو لکه د زېړۍ تبې کارت... زما په اند راتلونکي کې به داسې نړیوال سیستم وي چې له مخې به یې هېوادونه په دې پوهېدل غواړي چې له الوت او تر راتلو مخکې ته بالقوه واکسین شوی یې او یا بالقوه معاینه دې شوې. "

دا خورا روښانه لار ده، ځکه یې حکومتونه پر امکان غور کوي.

د واکسین مرستیال ندیم زهاوي مخکې ویلي و چې د بریتانیا حکومت په داسې ټیکنالوجۍ پسې ګرځي چې واکسین پاسپورټ جوړ کړي، خو هغه مهال د کابینې د دفتر مشر میکاییل ګو وویل، د واکسین پاسپورټ پلان کې نه دی نیول شوی.

نورو هېوادونو څه کړي؟

  • د یونان لومړي وزیر له اروپايي کمېسون غوښتي چې د کورونا واکسین سرټي پیکټ دود کړي او دې سره به واکسین شوي کسان د تګ اجازه ولري.
  • استونیا او د ملګرو ملتونو روغتیايي اداره د ځیرک زېړ کارت په نوم برېښنايي واکسین سرټيپیکټ جوړوي.
  • ډنمارک هم داسې ډیجیټل واکسین پاسپورټ جوړوي چې وګړي یې د دې واکسین کول ثابت کړي.
  • اسپانیا د واکسین نه کوونکو ډیټابېس جوړوي او بیا یې له اروپايي ټولنې سره شریکوي. د دغه هېواد روغتیا وزیر وايي، دې سره به باوري شي چې کوم کس په تصادفي ډول د واکسین له لېسټ پاتې شوی نه دی.

سیلګرۍ سره څه کېږي؟

مساپر اوس هم نورو هېوادونو ته تلو کې د کورونا واکسین ثبوت ښيي.
د عکس تشریح، مساپر اوس هم نورو هېوادونو ته تلو کې د کورونا واکسین ثبوت ښيي.

ساګا چې تر پنځوسو کلونو د رخصتیو برخه کې تجربه لري، وايي، د ۲۰۲۱ کال رخصتیو یا سمندري سفرونو کې مساپر باید پوره واکسین شوي وي.

د اسټرالیا هوايي کرښه کوانټس وايي، مساپر یې باید الوتکې ته تر ختلو مخکې د کورونا واکیسن ثبوت وښيي.

خو د سفر او سیلګرۍ نړیواله اداره وايي، د نړیوالو سفرونو بیا پیلېدو لپاره ستراتیژي باید د واکسین محوره پلان پر ځای پر معاینه ولاړه وي.

واکسین پاسپورټ غوره لار ده؟

بریتانیا کې په میلیونونو خلک واکسین شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بریتانیا کې په میلیونونو خلک واکسین شوي دي.

ځینې علمي او د انساني حقونو ډلې وېره لري چې واکسین پاسپورټ ښايي د هغو خلکو سره ناسم چلن وي چې واکسین ته منتظر وي، یا یې کړی نه وي یا هم واکسین نه غواړي.

د اکسفورډ یوهیرو عملي اخلاقو مرکز یوه ډله د داسې خلکو ګوښه کول بې اخلاقي بولي چې د کورونا وېروس خپرېدو کې لږ یا هیڅ خطرناک نه وي.

دوی یوه طبي جورنال کې وايي، که موږ داسې ټیکنالوجي لرو چې پرېکړه کولی شي چې څوک خطرناک نه دی، نو باید ویې کاروو.

د ویډیو تشریح، د کورونا وېروس لپاره معاینه