ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. اسرائیلي پوځ په لبنان کې د یوه سرتېري وژل کېدل تائید کړل

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) تائید کړې چې د دوی یو سرتېری د لبنان په سوېل کې وژل شوی، په هغه سیمه کې چې شاوخوا دوېاوونۍ مخکې یې پکې ځمکنی عملیات پیل کړي دي.

    ای ډي ایف وايي، په همدې پېښه کې درې نور سرتېري ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي. په دې پېښه کې سرساتنمن موشه یتسحاق هاکوهن کاتز وژل شوی دی.

    د ای ډي ایف په وینا، کاتز اصلاً د امریکا د کنیکټیکټ ایالت د نیو هېون ښار اوسېدونکی و.

    د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په دې شخړه کې له ۱۱۰۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي، چې په کې ۱۲۰ماشومان او ۴۲د بېړنیو مرستو کارکوونکي هم شامل دي.

  2. د عربي متحده اماراتو هوايي دفاعي سيستمونه د ایران د برید په ترڅ کې فعال شوي

    وروسته له هغه چې اسرائیل او کویت د ایران د بریدونو راپور ورکړ، متحده عربي امارات هم تازه وویل، چې د توغندیو دفاعي سیستمونه یې فعال کړي دي.

    د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت پراېکس پاڼه یوه اعلامیه کې ویلي:

    "هغه غږونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوي، د متحده عربي اماراتو د هوايي دفاعي سیستمونو له لوري د بالستیک توغندیو، کروز توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي پایله ده."

  3. وروستی, ایران په منځني ختیځ کې د اسرائیلي او امریکايي پوهنتونونو په نښه کولو ګواښ کړی, غونچه حبیبي ازاد- بي بي سي، فارسي څانګه

    له هغه وروسته چې په تهران کې د ساینس او ټکنالوژۍ پر پوهنتون برید وشو، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک ګواښ کړی چې په منځني ختیځ کې به اسرائیلي او امریکايي پوهنتونونه په نښه کړي.

    سپاه پاسداران وايي، د هغو ایراني پوهنتونونو په بدل کې چې پرې برید شوی، تر هغې پورې چې"د دوی له پوهنتونونو دوه په غچ کې و نه ویشتل شي، د سیمې ټول پوهنتونونه قانوني هدفونه ګڼل کېږي."

    په اعلامیه کې راغلي: "موږ د سیمې د امریکايي پوهنتونونو ټولو کارکوونکو، استادانو او محصلینو ته، او دغه راز هغو کسانو ته چې د دې پوهنتونونو په شاوخوا کې اوسي، سپارښتنه کوو چې د خپل خوندیتوب لپاره له دې پوهنتونونو لږ تر لږه یو کیلومتر واټن وساتي."

    اعلامیه زیاتوي چې امریکا باید پر ایراني پوهنتونونو د بمبارۍ غندنه وکړي، چې په سیمه کې د امریکايي ادارو پر وړاندې د غچ اخیستنې مخه ونیول شي او د دې لپاره یې د سې ‌شنبې ورځ، د مارچ ۳۰مه له ځايي وخت سره سم تر ۱۲:۰۰بجو پورې ضرب ‌الاجل ټاکلی دی.

  4. د یمن حکومت چې په نړیواله کچه پېژندل شوی، ایران تورن کړ، چې هېواد یې په شخړو کې ښکېلوي

    په نړیواله کچه یمن کې په رسمیت پېژندل شوي حکومت هغه څه غندلي دي چې دوی یې د ایران "پرلپسې هڅې" بولي چې غواړي یمن او د منځني ختیځ نور هېوادونه د خپلو "ترهګریزو ملېشو له لارې" جګړې ته راکاږي.

    د یادونې ده، چې یمن له اوږدې مودې راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی، چې په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال لا پسې سخته شوه، چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د هېواد شمال لوېدیځې سیمې په نړیواله کچه له پېژندل شوي حکومته ونیولې او وروسته د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف (چې د امریکا ملاتړ هم ورسره و) پکې مداخله وکړه.

    په یوه اعلامیه کې، د ولسمشرۍ مشرتابه شورا چې له سویلي بندري ښار عدنه اداري چارې پرمخ بیايي، خو ډېری مهال له ریاض (سعودي عرب) فعالیت کوي، وویل، د ایران د رژیم په دفاع کې "د حوثي ملېشو ښکېلتیا " ښيي چې ایران "خپل جاسوسان هڅوي، چې نورې جبهې هم پرانیزي" چې پر ځان سیاسي فشار کم کړي.

    یادې شورا خبرداری ورکړی چې دا چاره به په هغه هېواد کې چې له وړاندې د نړۍ له تر ټولو ناوړه بشري ناورینونو یو تجربه کوي، لا پسې "بشري او د ژوند شرایط خراب" کړي.

    حوثي یاغیان ځانونه د ایران په مشرۍ د "مقاومت محور" برخه ګڼي، چې د اسرائیل، امریکا او لوېدیځ پر وړاندې ولاړ دي او د حماس او لبنان کې د حزب ‌الله په څېر وسله ‌والې ډلې هم شاملې دي.

    رشاد العلیمي چې د ولسمشرۍ شورا مشري کوي.

    د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

    د عکس تشریح، رشاد العلیمي چې د ولسمشرۍ شورا مشري کوي.
  5. اسحاق ډار: د هرمز تنګي له لارې د ایران لخوا ۲۰پاکستاني بیرغ لرونکو کښتیو ته د تېرېدو اجازه ورکول یو ښه او د ستاینې وړ ګام دی

    اسحاق ډار

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران د دې هېواد بیرغ لرونکو ''۲۰نورو کښتیو'' ته د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ورکړې.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار پر اېکس ټولنیزې شبکې یوه پیغام کې وویل، د ایران حکومت منلې چې د پاکستان بیرغ لرونکې ۲۰ نورې کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شي.

    ښاغلي ډار لیکلي: ''زه په خوښۍ سره اعلان کوم چې د ایران حکومت د پاکستان بیرغ لرونکو ۲۰ نورو کښتیو ته د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ورکړې ده، د دې هوکړې له مخې به هره ورځ دوې کښتۍ له دې تنګي تېرېږي.''

    هغه د ایران دا اقدام ''مثبت، رغوونکی او د ستاینې وړ'' وباله او په وینا یې: ''دا پرېکړه د سولې زېرى ورکوي او د سیمې د ثبات په پیاوړتیا کې مرسته کوي.''

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، چې مخکې یې هم د خپل هېواد یو شمېر کښتیو ته د ایران لخوا له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ترلاسه کړې وه، زیاته کړه: ''خبرې، دیپلوماسي او د باور جوړونې دا ډول اقدامات یوازینۍ لاره ده.''

  6. وروستی, حوثیانو تائید کړه، چې پر اسرائیل یې دویم توغندیز برید کړی

    په یمن کې حوثي یاغیان وايي، نن (جمعه) یې د اسرائیل په سویلي برخو کې دویم توغندیز برید کړی. د وسله والو حوثي یاغیانو ډلې ویاند یحیی سریع وايي، دوی"د کروز توغندیو او بې ‌پیلوټه الوتکو یو لړ بریدونه" کړي چې هدف یې د اسرائیل "څو مهم پوځي مرکزونه" وو.

    هغه زیاته کړه چې دا بریدونه د ایران او حزب الله له پوځي عملیاتو سره "هممهاله" وو، او ادعا یې وکړه چې دا بریدونه "بریالي وو او خپل هدفونه یې ترلاسه کړل".

    نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکو ورځو کې به نور بریدونه هم ترسره شي "تر هغه چې دښمن خپل بریدونه او تېری بند نه کړي".

    له هغه وروسته چې د اسرائیلي او امریکايي رسنیو لخوا د حوثیانو د دوهم پړاو بریدونو راپورونه ورکړل شول، د نوموړي دا څرګندونې پر ټیلیګرام خواله رسنۍ خپرې شوې.

    دویم برید له هغه یوازې څو ساعته وروسته شوی،چې حوثیانو تائید کړه، دوی له ایران سره د امریکا او اسرائیل د شخړې له پیل وروسته لومړنی توغندی د اسرائیل پر لور توغولی و.

    تر دې وړاندې، اسرائیل ویلي وو چې دوی له یمنهراغلی یو توغندی شنډ کړی دی.

  7. وروستی, ایراني چارواکي وايي پر یوه روغتیايي مرکز برید شوی

    یوه ایراني چارواکي ویلي، په میناب ولسوالۍ کې د "شجره طیبه" لومړني ښوونځي ته څېرمه یو کلینیک، چې د جګړې په لومړۍ ورځ هم ویشتل شوی و، یو ځل بیا تر برید لاندې راغلی دی.

    د سوېلي هرمزګان ولایت مرستیال والي احمد نفیسي وایي، د "شهید ابسالان" پر روغتیايي مرکز دې برید کې د دغه طبي مرکز "زېرمتونونو ته زیان" اوښتی دی.

    د ایران د فارس خبري اژانس، چې د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) پورې تړلی دی، د نفیسي له قوله ویلي چې امریکا او اسرائیل پر دغه طبي کمپلیکس برید کې له "څو بې پیلوټه الوتکو" (ډرون) کار اخیستی. نوموړی زیاتوي: "له نېکه مرغه، دې برید کومه مرګ ژوبله نه ده اړولې،" او زیاته یې کړه چې د برید د کچې په اړه څېړنې روانې دي.

    دا سیمه وروسته له هغه خلکو تشه شوې وه چې د فبرورۍ پر ۲۸مه کله چې امریکا او اسرائیل پر ایران خپل بریدونه پیل کړل پر دغه لومړني ښوونځي خونړی برید وشو.

    ایراني چارواکي وایي چې پر ښوونځي په برید کې دوه پرله پسې توغندي ویشتل شوي وو، چې لږترلږه ۱۶۸ کسان یې ووژل، چې شاوخوا ۱۱۰ یې ماشومان وو.

    امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا پوځي پلټونکي پر دې باور دي چې د دوی خپلو ځواکونو په تېروتنې سره دا ښوونځی ویشتلی، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت ویلي چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.

    نفیسي زیاتوي: "نن ټوله نړۍ پوهیږي چې د دوښمن لخوا په نښه شوې سیمه په هیڅ ډول نظامي نه ده، خو بیا هم موږ پر دې سیمه د یو بل برید شاهدان یو، چې دا په ښکاره ډول په میناب کې پر شجره طیبه ښوونځي باندې د برید او د ۱۶۸ زده کوونکو او ښوونکو د وژلو قصدي نیت ثابتوي."

  8. وروستی, متحده عرب اماراتو ۲۰ توغندي او ۳۷ ډرون الوتکې شنډې کړې

    د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت وایي، چې د دغه هېواد هوايي مدافع ځواکونو ۲۰ بالستیک توغندي او ۳۷ ډرون الوتکې شنډې کړې دي.

    وزارت زیاتوي چې د "ایران د ښکاره بریدونو" له پیل راهیسې، د هېواد هوايي دفاع تر اوسه ۳۹۸ بالستیک توغندي، ۱۵ کروز توغندي او ۱۸۷۲ ډرون الوتکې شنډې کړې دي.

    د دفاع وزارت په وینا، دغه بریدونه تر دا مهاله د ۱۱ کسانو د مړینې لامل شوي، چې په هغو کې د وسله والو ځواکونو دوه غړي او یو مراکشی ملکي وګړی چې له وسله والو ځواکونو سره یې کار کاوه، شامل دي.

    همدا نن د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابو ظبۍ کې د یو توغندي له شنډولو وروسته پنځه کسان ټپیان شوي دي.

  9. اسرائیلو لبنان کې خبریالان وژلي

    د ځایی رسنیو د راپورونو له مخې، د لبنان په سویل کې د خبریالانو پر یو موټر د اسرائیلو په برید کې درې تنه لبناني خبریالان وژل شوي دي.

    علي شعیب، چې د المنار ټلویزیون (هغه شبکه چې د حزب الله ډلې لخوا اداره کیږي) خبریال و، او د المیادین شبکې دوه خبریالان، فاطمه او محمد فطوني، د جزین په ښارګوټي کې په یوه هوایي برید کې ووژل شول.

    د لبنان ولسمشر جوزف عون دا برید د یو "ښکاره جرم" په توګه وغانده او ویې ویل چې دا له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، ځکه د جګړې پر مهال باید خبریالان خوندي وي.

    د اسرائیلو پوځ تایید کړې چې علي شعیب یې په یو برید کې وژلی، خو پر هغه یې تور پورې کړی چې د حزب الله غړی و او د خبریال په جامه کې یې فعالیت کاوه.

    دا دویم ځل دی چې اسرائیل په لبنان کې د جګړې له پیل راهیسې د خبریالانو په نښه کولو تورنیږي. تېره اونۍ، د المنار ټلویزیون مشهور ویاند محمد شري او مېرمن یې هم په یوه نښه برید کې ووژل شول.

    تر دې دمه په لبنان کې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې له ۱۱۰۰ ډېر ولسي خلک وژل شوي، چې ۱۲۰ ماشومان او ۴۲ روغتیایي کارکوونکي هم په کې شامل دي.

    په لبنان کې ډېر خلک اندېښمن دي چې اسرائیل له هغو تکتیکونو کار اخلي چې په غزه کې پرې تورن و. په دې کې د ملکیانو، خبریالانو او روغتیایي کارکوونکو قصدي په نښه کول شامل دي، هغه تورونه چې اسرائیل یې ردوي.

  10. وروستی, قطر او اوکرایین دفاعي تړون لاسلیک کړ

    دوحه

    د عکس سرچینه، Reuters

    قطر او اوکرایین یو دفاعي تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې دواړه هېوادونه وکولی شي د توغندیو او ډرون الوتکو له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.

    دا د هغو ناستو ولاړو او بحثونو په لړ کې وروستی ګام دی چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي دا اونۍ خلیج ته د خپل ګړندي سفر پر مهال ترسره کړل.

    د قطر دفاع وزارت د یوې ویناپاڼې له مخې، دواړو لورو په سیمه کې پر امنیتي بدلونونو او د همکاریو پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې.

    وروسته بیا دا هوکړه لیک د اوکرابین د وسله والو ځواکونو د عمومي قومندان برید جنرال انډري هناتوف او د قطر د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز برید جنرال جاسم بن محمد المناعي ترمنځ لاسلیک شو.

    دا تړون به په ټیکنالوژۍ او دفاعي پانګونه کې د دوه اړخیزې همکارۍ زمینه برابره کړي.

    اوکرایین غواړي د خلیج هغو هېوادونو سره مرسته و کړي چې په تېره میاشت کې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې تر بریدونو لاندې راغلي دي.

    اوکرایین داسې ګڼي چې ګواکې دې برخه کې یې تجربه پیاوړې ده.

    له بلې خوا، کېیف د هغو متحدینو لا زیات ملاتړ ته هم اړتیا لري چې د روسیې پر وړاندې جګړه کې ورسره مرسته وکړي هغه متحدین چې ډیرې مالي سرچینې او د ملاتړ وړتیا لري، په ځانګړې توګه دې ورځو کې چې د متحده ایالاتو پام بل لور ته اوښتی دی.

  11. وروستی, زیلېنسکي سعودي سره د ډرون ټیکنالوژۍ تجربې شریکوي

    د اوکرایین ولسمشر منځني ختیځ ته تللی

    د عکس سرچینه، Reuters

    په ټول منځني ختیځ کې د توغندیو او ډرون بریدونو لړۍ دوام لري. سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران، لبنان، کویت او اسرائیل ټولو تېره شپه د بریدونو راپورونه ورکړي دي.

    د اوکراسین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي له سعودي عربستان سره یو تړون لاسلیک کړی چې د ډرون دفاع په برخه کې خپله تجربه او ټیکنالوژي ورسره شریکه کړي. د اوکرایین ولسمشر په متحده عربي اماراتو کې له پوځي مشرانو سره هم کتلي او نن په قطر کې پر خبرو بوخت دی.

    هغه وایي، سعودي عربستان له ایرانه د هماغه ډول بالستیک توغندیو او ډرون بریدونو سره مخ دی چې اوکرایین یې له څلورو کلونو زیات وخت راهیسې د روسیې پر وړاندې مقاومت کوي. د اوکرایین د ډرون جوړولو څو شرکتونو بي بي سي ته ویلي چې د خلیج هیوادونو ترې د مرستې غوښتنه کړې ده.

    زیلېنسکي وایي "موږ چمتو یو چې خپلې تجربې او د پوځي اډانو معلومات له سعودي عربستان سره شریک کړو او د ژوند د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړو."

    اوس داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې ایران په دوبۍ کې د اوکرایین د هوایي دفاع یو زېرمتون ویجاړ کړی دی، خو کېیف دا ادعا ردوي.

  12. وروستی, پاکستان د کړکېچ کمولو په موخه د سعودي عربستان، ترکیې او مصر کوربتوب کوي

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، دا هیواد به د مارچ له ۲۹مې تر ۳۰مې، اسلام اباد کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وي.

    هغه پر اېکس (X) په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دوی به د "سیمې د کړکېچ کمولو" د هڅو په ګډون پر "هر اړخیزو بحثونو" خبرې وکړي. د مصر د بهرنیو چارو وزارت یو بیان خپور کړی چې تاییدوي د دوی د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اترو لپاره پاکستانۍ پلازمینې ته سفر کړی دی.

    پاکستان په سیمه کې د سولې د منځګړي په توګه د رول لوبولو هڅې کوي. په جلا توګه، دې هیواد د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو د کوربتوب وړاندیز هم کړی دی، که څه هم تر اوسه د دې خبرو د ترسره کېدو په اړه هیڅ رسمي تایید نشته. د روانې اونۍ په پیل کې، ډار ویلي وو چې د "پاکستان له خوا د پیغامونو د رسولو" له لارې "نا مستقیمې خبرې" روانې دي.

    ټرمپ هم د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د اېکس (X) پوسټ یو سکرین شاټ په ټروت سوشلکې شریک کړی و. په دغه پوسټ کې شریف ویلي وو چې پاکستان د خبرو اترو کوربتوب ته "چمتو دی".

  13. د پاکستان لومړي وزیر د ایران له ولسمشر سره پر ټلیفون خبرې کړي

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، نن یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یو "تفصیلي" ټیلیفوني اړیکه درلوده. هغه وایي چې دا خبرې اترې تر یو ساعت اوږدې وې.

    شریف پر خپله اېکس (X) پاڼه لیکلي چې هغه پزشکیان د پاکستان له هغو روانو ډیپلوماټیکو هڅو خبر کړی چې له امریکا او د خلیج هیوادونو سره د "خبرو اترو د اسانتیا او د تاوتریخوالي د کمولو" په موخه پیل شوې دي.

    پاکستان تر دې وړاندې هم وړاندیز کړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی.

    شریف همداراز پر ایران د اسرائیل بریدونه وغندل او د "ایران له زړور ولس" سره یې د پاکستان یووالی او همغږي څرګنده کړه.

  14. وروستی, د امریکا-اسرائیلو او ایران جګړه کې د حوثیانو ورګډېده یوه نوې جبهه پرانیستلی شي

    په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثيانو تائید کړه چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې یې د لومړي ځل لپاره پر اسرائیلو برید کړی دی.

    دې ډلې ویلي چې د ایران، لبنان، عراق او فلسطیني سیمو په نښه کولو غبرګون کې یې "د اسرائیلو حساس پوځي تاسیسات" په څو بالستیکو توغندیو ویشتلي دي. دوی زیاته کړه چې عملیات به یې تر هغه وخته دوام ومومي چې په ټولو جبهو کې "تېری" پای ته ونه رسیږي.

    د امریکا-اسرائیل او ایران جګړه کې د حوثيانو ورګډېده د دې خطر لري چې جګړه سره سمندر ته نږدې یوې نوې جبهې پرانیزي.

    حوثيانو د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې په سره سمندر کې پر کښتیو بریدونه پیل کړل او د اکټوبر د اوومې له بریدونو وروسته یې په منظم ډول پر اسرائیل توغندي وویشتل؛ دوی وویل چې دا کار د فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په موخه کوي.

    حوثيانو سوداګریزې کښتۍ پر ډرون او توغندیزو بریدونو، او همدارنګه د کښتیو او چورلکو له لارې په بریدونو سره په نښه کړې، چې له امله یې شرکتونو خپلې کښتۍ له سره سمندره واړولې او د افریقا د "کیپ آف ګوډ هوپ" له لارې یې اوږده لاره غوره کړه.

    حوثيانو د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د بریتانیا او امریکا پر جنګي بیړیو هم بریدونه وکړل.

    بریتانیا او امریکا په ځواب کې په یمن کې د حوثيانو پر اهدافو بریدونه وکړل او د شاهي سمندري ځواکونو یوه دفاعي بېړۍ یې واستوله چې د حوثيانو له بریدونو نورې کښتۍ وساتي.

    په منځني ختیځ کې په جګړه کې د حوثيانو ورګډېده د هرمز تنګي له لارې د بار وړونکو کښتیو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتولی شي، هلته چې پر یو شمېر ټانکرونو بریدونه شوي او د ایران لخوا په عملي توګه تړل شوی و.

    حوثيان له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن پر ډېره برخه شمال لوېدیځ کنټرول لري، هغه وخت چې دوی پلازمینې صنعا کې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی حکومت وپرځاوه او یوه ویجاړونکې کورنۍ جګړه یې پیل کړه.

    حوثیان

    د عکس سرچینه، Reuters

  15. وروستی, د امریکا یوه ستره الوتکه لېږدونکې بېړۍ منځني ختیځ ته روانه ده

    په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ ته امریکايي چارواکو تائید کړې، چې یو اېس اېس جارج ایچ. ډبیلو. بوش نومې بېړۍ، چې په اوبو کې روانه هوايي اډه بلل کېږي، او له ۸۰ ډېرې الوتکې لېږدولای شي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له امر سره سم منځني ختیځ ته استول کېږي.

    د چارواکو په وینا، دغه لویه بېړۍ او د هغې ملګری پوځي ډله (سټرائک ګروپ) د روانې میاشتې پیل کې له استول کېدو مخکې روزنه بشپړه کړې ده، او کېدای شي په ایران کې د امریکا له عملیاتو سره یوځای شي.

    دغه راز، دوه لارښود توغندي ویشتونکي بېړۍ یو اېس اېس ډونلډ کوک او یو اېس اېس ماسون هم دا اونۍ له امریکا روانې شوې دي، چې د ایران اړوند عملیاتو سره یوځای شي.

    یوه بله بېړۍ، یو اېس اېس روز هم له امریکا وتلې ده، خو تر اوسه یې منزل په عامه توګه نه دی اعلان شوی.

  16. وروستی, اسرائیل وايي، د یمن له لوري یو توغندی ورتوغول شوی

    د اسرائیلو پوځ وايي، له یمن څخه د اسرائیلو پر لور د یوه توغندي توغول شوي. د راپورونو له مخې، دا د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې له یمن نه دا ډول برید کېږي.

    په هغه پیغام کې چې پر ټیلیګرام خپور شوی، ویل شوي: ''د هوايي دفاع سیستمونه د دې ګواښ د مخنیوي لپاره فعال شوي دي.''

    له دې شاوخوا ۱۵ دقیقې وروسته، د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې خلک کولی شي له پناه ځایونو ووځي.

    دا پېښه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو ویاند خبرداری ورکړی و چې که پر ایران بریدونه دوام وکړي، دوی به جګړې ته داخل شي.

    یحیی سریع، چې د حوثي ځواکونو ویاند دی، په یوه بیان کې وویل:''زموږ ګوتې پر ماشه دي او موږ د مستقیمې پوځي مداخلې لپاره چمتو یو''، په ځانګړي ډول که:

    • نور هېوادونه د امریکا او اسرائیلو تر څنګ د ایران پر ضد جګړې ته داخل شي
    • له سره سمندره د ایران یا کوم بل مسلمان هېواد پر ضد ''دښمنانه'' عملیات وشي
    • پر ایران ''بریدونه زیات'' شي

    په دې بیان کې د ایران، فلسطین او غزې، عراق او لبنان پر ضد د امریکا او اسرائیلو اقدامات د حوثیانو د دې دریځ اصلي لامل بلل شوی دی.

  17. وروستی, سعودي عرب کې پر هوايي اډې برید کې ۱۲ امریکايي پوځيان ټپیان شوي

    د امریکايي رسنیو رټونو کې ویل شوي، سعودي عرب کې پر یوې هوايي اډې د برید له امله ۱۲امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي. له دې مخکې راپور ورکړل شوی و چې ۱۰سرتېري ټپیان شوي، خو اوس نوې شمېرې ښيي چې لږ تر لږه ۱۲ تنه ژوبل شوي دي.

    د راپورونو له مخې، لږ تر لږه دوه سرتېري سخت ټپیان دي. ویل کېږي، چې سرتېري د سعودي په هوايي اډه کې د یوې ودانۍ دننه موجود وو، چې دا برید هغه وخت وشو کله

    سرچینو ویلي چې دا برید د یوه توغندي او څو ډرونونو په وسیله ترسره شوی، او په دې کې یو شمېر هغه الوتکې هم زیانمنې شوې، چې په هوا کې الوتکو ته تېل ورکوي.

    تر اوسه پورې د امریکا دفاع وزارت (پینټاګون) او د امریکا مرکزي قوماندې په دې اړه د رسنیو پوښتنو ته کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی.

  18. وروستی, پر تل ابیب د ایران توغندیز برید کې یو کس وژل شوی

    د اسرائیلو د بېړنیو خدماتو اداره وايي، په تل ابیب کې یو ۵۲ کلن سړی د هغه توغندي له امله وژل شوی چې دې هېواد ته ورتوغول شوی و.

    د یادې ادارې ویاند وايي، د ښار په یوه بله برخه کې د دوو کسان د برسېرنو ټپونو درملنه شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، توغندی په کلسټر سرګلولې سمبال و چې په پراخه سیمه کې کوچني بمونه خپروي.

    د اسرائیلو پوځ په وینا دوی د جمعې په ماښام له ایرانه توغول شوي توغندي کشف کړل او له خلکو یې وغوښتل چې په "خوندي ځایونو" کې پاتې شي.

    په تل ابیب کې د ۵۲ کلن سړي د وژل کېدو له اعلانه یو ساعت مخکې د اسرائیلو پوځ وویل، دوی له ایرانه توغول شوي توغندي شنډوي.

  19. وروستی, ایران وايي، پر بوشهر اټومي بټۍ دریم ځل برید شوی, غونچه حبیبي ازاد- بي بي سي فارسي

    د ایران اټومي انرژۍ سازمان (اې اي او ای) په یوه اعلامیه کې چې ایراني رسنیو خپره کړې وايي، د روانې جګړې په ترڅ کې د بوشهر اټومي انرژۍ پر تاسیساتو نن دریم ځل برید شوی دی.

    اې اي او ای وايي، د دوی د لومړنۍ ارزونې له مخې، دې برید هیڅ ډول مرګژوبله یا مادي زیان نه دی اړولی او هیڅ تخنیکي خنډ نه دی رامنځته شوی.

    اې اي او ای زیاتوي، برېښناکوټ اوسمهال "فعال دی او پاموړ کچه راډیو اکټېو مواد لري." له همدې امله، "دې تاسیساتو ته هر ډول زیان کولی شي د جدي اټومي پیښې لامل شي چې د سیمې لپاره به نه جبرانیدونکي پایلې ولري".

    اعلامیه کې ادعا شوې، چې برید د متحده ایالاتو او اسرائیلو لخوا شوی.

    په اعلامیه کې دا "سوله ییز اټومي تاسیسات" بلل شوي، دا بریدونه غندي او خبرداری ورکوي چې دا ډول کړنې کولای شي د سیمه ییز امنیت او خوندیتوب لپاره "خطرناکې او نه جبرانیدونکې پایلې" ولري، "په ځانګړې توګه د خلیج د غاړې هېوادونو لپاره".

    د اې اي او ایاعلامیه کې ویل شوي، د مارچ پر۲۴او ۱۷مه هم همدا اټومي بټۍ په نښه شوې وه، خو د اې اي او ای په وینا، هغوپېښو هم کوم ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.

    د ایران یوازینۍ فعاله اټومي بټۍ، چې په سویلي ښار بوشهر کې وه، د روسیې په مرسته بشپړه شوه.

    د ایران اټومي پروګرام له اوږدې مودې راهیسې د لانجې ټکی و، چې له کبله یې پر پراخ نړیوال بندیزونه یې رامینځته کړل.

    له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه د فبروري په ۲۸مه، په جینیوا کې د امریکا او ایران د غیر مستقیمو له دریم پړاو دوه ورځې وروسته پیل شوه.

  20. امریکا : ایران کې به عملیات "تراونیو دوام کوي، نه تر میاشتو"

    د امریکا د بهرنېو چارو وزیر،مارکو روبیو، ویلي دي چې ایران کې به د متحدو ایالتونو عملیات "تراونیو دوام کوي نه تر میاشتو".

    په فرانسه کې د اوو سترو صنعتي هېوادو یا جی اوه د بهرنېو چارو وزیرانو سره له غونډې وروسته خبریالانو سره خبرو کې دې پوښتنې ته ځواب کې چې ایا امریکا منځني ختیځ‌ ته د نورو پوځیانو پر لېږلو غور کوي؟ ده وویل دی به په نظامي تاکتیکونه تبصره نه کوي.

    خو ده زیاته کړه چې متحد ایالتونه هلته ځانګړي هدفونه لري او ډاډه یو چې ډېر زر به دا هدفونه ترلاسه کړو.

    دې پوښتنې ته چې ایران کې به د امریکا عملیات ترکومه دوام کوي؟ هغه وویل " مونږ تراونیو پردوام غږیږو نه تر میاشتو".