ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ماليزیا لومړی وزیر: زموږ کښتیو ته د هرمز تنګي نه د تېرېدو اجازه ورکړ شوې

    د مالېزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي ایران سره له خبرو وروسته دوی ته اجازه ورکړ شوې چې کښتۍ یې د هرمز له تنګي تېرې شي.

    ښاغلي ابراهیم وویل چې دې هدف ته رسېدو لپاره یې له ایرانه علاوه مصر او ترکیې سره هم خبرې کړې دي.

    ددې نه وړاندې د جنوبي کوریا، جاپان، چین او هند کښتۍ توانېدلې وې چې له دې تنګي تېرې شي.

  2. وروستی, د ایران د بهرنیو چارو وزیر: له امریکا سره د خبرو نیت نه لرو

    د ویډیو تشریح، د ایران د بهرنیو چارو وزیر: له امریکا سره د خبرو نیت نه لرو

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هېواد یې دا مهال د جګړې د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره خبرې نه کوي او "هېڅ نیت هم نه لري" چې دا کار وکړي.

    د هغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویاندې ویلي وو خبرې "روانې" او "مثبتې" دي.

  3. وروستی, اسحاق ډار: پاکستان د ایران-امریکا د سولې خبرو په منځګړیتوب کې همکاري کوي

    اسحاق ډار

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر خپل اېکس د ایران-امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې ختمولو په تړاو د سولې خبرو په اړه لیکلي چې پاکستان د دوی ترمنځ د پیغامونو رسولو کې همکاري کړې ده.

    "په رسنیو کې د منځني ختیځ د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو په اړه بې ځایه اټکلونه شوي دي. په حقیقت کې، د امریکا او ایران غیرمستقیمې خبرې د پاکستان له لارې د پیغامونو په تبادله ترسره کېږي. په دې چوکاټ کې، متحده ایالاتو ۱۵ ټکي شریک کړي چې ایران پرې غور کوي."

    اسحاق ډار وايي د ترکيې او مصر وروڼه هېوادونه، له نورو سره، هم دې نوښت سره مرسته کوي.

    "پاکستان د سولې د هڅو لپاره په بشپړه توګه ژمن دی او هره هڅه کوي چې په سیمه او ورهاخوا کې ثبات تضمین کړي. خبرې اترې او دیپلوماتیک چلند یوازینۍ لار ده!"

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  4. وروستی, د کویت نړیوال هوايي ډګر کې د تېرې ورځې له ډرون برید وروسته لوګی راپورته کېږي

    د کویت پوځ یوه داسې ویډیو خپره کړې چې په کې ښکاري چې د کویت له نړیوال هوايي ډګره تک تور لوګی راپورته کېږي،. څو ورځې وړاندې یوه ډرون هلته د تېلو ټانکر ویشتلی و.

    په برید کې کوم څوک ټپي شوي نه دي، خو زموږ د سویلې آسیا خبریال لیکلي چې دا پېښه هغه څه رایادوي چې په خلیج کې لویې زیربناوې لا هم په خطر کې دي.

    د کویت د دفاع وزیر د پنجشنبې په سهار هوايي ډګر ته تللی چې هغه ځای وګوري، د کوېټ پوځ پر اېکس دا خبره کړې او د هغه د لیدنې انځورونه یې هم خپاره کړي دي.

    د کویت نړیوال هوايي ډګر

    د عکس سرچینه، Kuwait Army

  5. وروستی, هرمز تنګی څه دی او ولې خورا مهم دی؟

    لکه څنګه چې موږ راپور ورکړی، اسرائیل وايي چې د ایران د سمندري ځواکونو هغه قوماندان یې وژلی، چې د هرمز تنګي له لارې د نژدې ټولو بار وړونکو بېړیو د تېرېدو د بندولو "مستقیم مسؤل" و – ایران تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

    دا اوبه اوس د شخړې یوه مرکزي مسله ګرځېدلې، دلته یې یوه لنډه کتنه ده:

  6. وروستی, ټرمپ: ناټو په ایران کې "هېڅ مرسته نه ده کړې"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې بیا د شمالي اټالانټک تړون یا ناټو پر غړو هېوادونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې امریکا د ایران د جګړې لپاره د هغوی مرستې ته اړتیا نه لري.

    هغه ویلي:

    "ناټو هېوادونو د ایران دې لېوني دولت پر وړاندې د مرستې په لړ کې په بشپړه توګه هېڅ نه دي کړي . ایران اوس په نظامي ډول سخت ځپل شوی دی. امریکا ناټو ته د هېڅ شي اړتیا نه لري‌. دا چې ناټو هیڅ نه دي کړی دا یوه مهمه خبره ده او هېڅکله یې مه هېروئ!"

  7. وروستی, د جرمني د دفاع وزیر: په ایران کې د "هر ډول سولې" د تضمین لپاره چمتو یو

    د جرمني د دفاع وزیر بورېس بیستوريوس د پنجشنبې پرورځ ویلي چې هېواد یې د امریکا او ایران ترمنځ د هر ډول سولې د تړون د عملي کولو په برخه کې چمتو دی.

    هغه د استرالیا له دفاع وزیر ریچارډ مارلز سره په ناسته کې ویلي: "موږ چمتو یو چې هر ډول سوله تضمین کړو."

    بیستوريوس زیاته کړې: "که موږ د اوربند پړاو ته ورسېږو، نو د سولې د تضمین لپاره به د ټولو اړینو عملیاتو په اړه خبرې وکړو، په ځانګړې توګه د هرمز تنګې له لارې د ازادې لېږدونې په برخه کې"، خو نور جزئیات یې نه دي وړاندې کړي.

  8. وروستی, د سپاه- سمندري ځواکونو قومندان علیرضا تنګسیري څوک دی چې اسرائیل وايي وژلی یې دی؟‌, غنچه حبیبي‌ازاد، بي‌بي‌سي فارسي

    تنګسیري

    د عکس سرچینه، Tehran Times

    د عکس تشریح، تنګسیري یو څرګند قوماندان دی او په تېرو کلونو کې یې د امریکا او اسرائیل پر ضد څو څرګندونې کړي دي.

    علیرضا تنګسیري په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (IRGC) د سمندري ځواکونو قوماندان وټاکل شو. مخکې له دې، له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې د سپاه د سمندري ځواکونو د مرستیال قوماندان په توګه خدمت کړی و.

    د هغه یو اېکس حساب د روان کال د مارچ له ۱۰مې راهیسې فعال دی، چې د ایران رسنۍ له دې حسابه مطالب خپروي. په دې پوسټونو کې هغه څو ځله د هرمز تنګې په اړه لیکلي او ویلي یې و چې "هېڅ هغه بېړۍ چې د ایران پر ضد پر بریدګرو پورې اړه لري، د تېرېدو حق نه لري".

    تنګسیري یو څرګند قوماندان دی او په تېرو کلونو کې یې د امریکا او اسرائیل پر ضد څو څرګندونې کړي دي.

    په ۲۰۱۹ کال کې هغه ګواښ کړی و که د ایران د تېلو صادراتو کې خنډ رامنځ‌ته شي، د هرمز تنګی به وتړي.

    په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د مالیې وزارت د سپاه له نورو قوماندانانو سره یو ځای پر تنګسیري هم وروسته له هغه بندیز ولګاوه، چې ایران د هرمز تنګي په شاوخوا کې د امریکا یو څارګر ډرون وویشت.

  9. وروستی, اسرائیل وايي د ایران د 'سپاه' د سمندري ځواکونو قوماندان یې "وژلی"

    اسرائیل وايي د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (IRGC) د سمندري ځواکونو قوماندان علیرضا تنګسیري یې وژلی دی.

    د دفاع وزیر اسرائیل کاتز وايي، تنګسیري "د هرمز تنګي د بمبارۍ او بندېدو د ترهګریز عمل مستقیم مسؤل و".

    نوموړي زیاته کړې چې یو شمېر نور "لوړرتبه د سمندري ځواکونو قوماندانان" هم وژل شوي دي.

  10. وروستی, کریملین هغه راپورونه "دروغ" بللي چې ګنې روسیې ایران ته بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) لېږلي دي.

  11. وروستی, سپاه: د اسرائیل د اټومي زیربناوو اړوند صنایع مو په نښه کړل

    سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي چې په اسرائیل د نویو بریدونو په لړ کې یې "د اشغالي سیمو د قوماندې پوځي کنټرول مرکز او د بحر المیت په سوېلي برخه کې د اټومي زیربناوو اړوند صنعتونه په یوه هدفمند برید کې ویشتلي" دي.

    سپاه زیاته کړې چې په دې بریدونو کې یې یوازې بې‌پیلوټه الوتکې نه، بلکې د "جامد او مایع سونګ توغندي" هم کارولي دي.

    څو شېبې مخکې، د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د ایران د توغندیزو بریدونو نوې څپه پرې ورغلې ده.‌

  12. وروستی, د برېتانیا د دفاع وزیر: روسیې له جګړې مخکې ایران ته استخباراتي معلومات ورکړي وو

    د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلي

    د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلي هغه څه افشا کړي چې ده یې د روسیې او ایران ترمنځ د "تېري محور" بللی دی.

    هغه له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، دفاعي استخباراتو تازه موندلې چې روسیې له جګړې مخکې نه یوازې ایران ته استخباراتي معلومات ورکړي، بلکې هغوی یې روزلي هم دي، په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې جګړه روانه ده.

    هیلي زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ایران کې "پټ لاس" لري.

    نوموړي دا هم ویلي چې مسکو تهران ته د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د بېلابېلو ډولونو کارولو او نورو برېښنايي جګړه‌ییزو وسایلو په اړه روزنه ورکړې ده.

    هیلي ټینګار کړی: "پوتین غواړي زموږ پام له هغو کارونو واړوي چې په نورو ځایونو کې یې ترسره کوي، خو موږ به پرې نه ږدو چې په دې کې بریالی شي."

    د برېتانیا د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې بریتانیا دا مهال په منځني ختیځ کې د خپلو وګړو د خوندیتوب ترڅنګ، د خپلو پوځي اډو او متحدینو ساتنې ته هم جدي پاملرنه کوي.

    هغه زیاته کړه چې برېتانوي پیلوټانو په سیمه کې د خپل هېواد او متحدینو د ګټو د خوندي کولو لپاره له زرو ساعتونو زیاتې الوتنې کړې دي.

  13. وروستی, تر اوسه څه پېښ شوي دي؟

    که تاسو همدا اوس موږ سره یوځای شوي یاست، نو دلته د مهمو تازه پرمختګونو لنډیز دی:

    ✎ د برېتانیا د دفاع وزیر: روسیې له جګړې مخکې ایران ته استخباراتي معلومات ورکړي وو

    ✎ د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په جنوبي لبنان کې د جګړو پر مهال یو سرتېری وژل شوی

    ✎ په ابو ظبۍ کې د توغندي له شنډولو وروسته د پاتې شونو د لوېدو له امله دوه کسان وژل شوي

    ✎ ایران د جګړې د درولو لپاره پنځه شرطونه ټاکلي، هغه څه دي؟

    ✎ د اسرائیلو په مرکزي سیمو کې د توغندیز برید له امله شپږ کسان ټپیان شوي

    ✎ وال سټریټ ژورنال: ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې غواړي له ایران سره جګړه ژر پای ته ورسېږي

  14. وروستی, رویټرز: پاکستان غوښتي چې عراقچي او قالیباف په نښه نه شي

    له ښۍ خوا: عباس عراقچي او محمد باقر قالیباف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، له ښۍ خوا: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف

    یوه پاکستاني چارواکي روښانه کړې چې اسرائیل د پاکستان د غوښتنې پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د خپلو د احتمالي وژنو له نوملړه ایستلي دي. دا غوښتنه پاکستان له واشنګټنه کړې وه چې دغه دوه کسان هدف ونه ګرځول شي.

    دغه پاکستاني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "اسرائیلیانو له وړاندې همغږي کړې وه او غوښتل یې چې هغوی له منځه یوسي، خو موږ امریکا ته وویل که دوی هم له منځه ولاړ شي، نو بیا به هېڅوک پاتې نه شي چې خبرې ورسره وشي. له همدې امله، امریکا له اسرائیلو وغوښتل چې له خپلې پرېکړې تېر شي."

  15. په مرکزي اسرائیل کې د توغندي له برید وروسته شپږ کسان ټپیان شوي

    د اسراییل د بېړنیو خدمتونو اداره ماګین ډېوډ اډوم (ایم ډي اې) وايي، مرکزي اسرائیل کې د توغندي له لګېدو وروسته شپږ کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي. دغه راز په کفر کاسم ښار کې هم یو شمېر کورونو ته زیان اوښتی. پوځ ویلي، دا توغندي له ایرانه توغول شوي وو.

    د کفر قاسم ښار اور وژنې ادارې په ویډیو کې هغه ویجاړي ښکاري چې نن ګهیځ د توغندیز برید له کبله رامنځته شوې.

    د عکس سرچینه، Israeli emergency services

    د عکس تشریح، د کفر قاسم ښار اور وژنې ادارې په ویډیو کې هغه ویجاړي ښکاري چې نن ګهیځ د توغندیز برید له کبله رامنځته شوې.
  16. د ایران لخوا له امریکا سره د مستقیمو خبرو له ردولو وروسته د تېلو بیې لوړې شوې

    تېل

    د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

    د اسیا د تېلو په نړیوالو بازارونو کې پر پنجشنبه وروسته له هغې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل.هېواد یې "اوسمهال له امریکا سره د خبرو نیت نه لري"، د نفتو بیې لوړې شوې.

    د چهارشنبې پر ورځ عباس عراقچي دولتي رسنیو ته وویل چې د تهران اوواشنګټن تر منځ پیغامونه د "ملګرو هېوادونو له لارې رسېدلې دي"، او دا په دې معنا نه ده چې رسمي خبرې روانې دي.

    په ځواب کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د ایران مشران "ډارېږي" چې ومني دوی په خبرو بوخت دي.

    د برېنټ خام تېلو بیه ۱.۶سلنهلوړه شوه او ۱۰۳.۸۵ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د ویسټ ټکساس انټرمیډیټ بیه ۱.۴ سلنه لوړه شوه او ۹۱.۶۱ ډالرو ته ورسېده.

  17. د منځني ختیځ اوږدمهاله شخړه ښايي د هوايي سفر څرنګوالی بدل کړي

    دوبۍ د هوايي چلند د صنعت له مهمو ستنو یوه ګرځېدلې. د دې ښار هوايي ډګر، دوبۍ نړیوال هوايي ډګر (ډي بي اېکس) د نړیوالو مسافرو لپاره د نړۍ تر ټولو بوخت هوايي ډګر دی، چې د لندن له هېترو هم مخکې دی. په ۲۰۲۴ کال کې له ۹۲ میلیونو ډېرو مسافرو د دې ډګر له عصري او مرمرینو تالارونو تګ راتګ کړی دی.

    په عادي حالاتو کې د خلیج درې هوايي ډګرونه، چې ابوظهبي او د قطر پلازمېنه دوحه هم شامل دي، په ګډه هره ورځ له ۳۰۰۰ ډېرې الوتنې اداره کوي، چې ډېری یې د سیمه ییزو هوايي شرکتونو لکه امارات، اتحاد او قطر ائیرویز لخوا ترسره کېږي.

    خو د منځني ختیځ له شخړې وروسته په ځینو مواردو کې په دې مهمو هوايي مرکزونو کې الوتکې درول شوې دي، چې له امله یې سلګونه زره مسافر ایسار پاتې شوي دي.

    هغسې چې بمبارۍ دوام لري، په سیمه کې هوايي ترافیک ډېر اغېزمن شوی دی، خو بله مهمه مسئله د سون توکو ده. وروسته له هغه چې ایران په عملي ډول د هرمز تنګي بند کړ، د خلیج دنفتو له چاڼ ځایونو د تېلو لېږد کې سخت کموالی راغلی.

    په عادي ډول، دا سیمه د اروپا د جټ تېلو شاوخوا نیمایي واردات برابروي او د کمښت وېرې د جګړې له پیل راهیسې بیې دوه برابره کړې دي. له همدې امله ځینې هوايي شرکتونو د خپلو الوتنو شمېر کمول پیل کړي دي. د Cirium د شنونکو له مخې، د شخړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته له ۳۰ زره ډېرېالوتنې لغو شوې دي.

    کارپوهان وایي، دا وضعیت ښايي په اوږدمهال کې د خلیج د هوايي چلند پر بریالي ماډل ډېر منفي اغېز وکړي، هغه ماډل چې د اوږد واټن سفر یې بدل کړ او ارزانه یې کړ. که شخړه اوږده شي، نو زیات مسافر به بدیلې لارې غوره کړي، چې دا چاره به په حتمي توګه د ټکټونو بیې لوړې کړي.

    د دوبۍ په څېر مهمو پړاونو کې د الوتنو مهالوېش لا هم محدود دی.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د دوبۍ په څېر مهمو پړاونو کې د الوتنو مهالوېش لا هم محدود دی.
  18. امریکا وايي، د جګړې پای نژدې دی، خو څرنګوالی یې تر اوسه معلوم نه دی, پاول اډمز - د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال

    داسې یو څه چې سپینه ماڼۍ پرې ډاډه ده، دا دي چې دا جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.

    دا ارزونه واقعیت لري او که یوازې هیله مند فکر دی، دا لا روښانه نه ده، خود سپینې ماڼۍ ویاندې بیا تکرار کړې چې 'ایپیک فیوري' عملیات له مهالوېش مخکې پرمخ ځي.

    هغې د ډونلډ ټرمپ پخوانیو څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې جګړه ښايي له څلورو تر شپږو اونیو پورې دوام وکړي، او زیاته یې کړه چې چین ته د ښاغلي ټرمپ ځنډول شوی سفر اوس د می پر۱۴-۱۵ نېټه ترسره کېږي.

    که څه هم تر هغه وخته پورې تر ۷ اونیو ډېر وخت پاتې دی، خو سپینه ماڼۍ باور لري یا وړاندیز کوي چې تر هغه وخته پورې به کړکېچ پای ته ورسېږي او ښاغلی ټرمپ او د چین مشر کولای شي په منځني ختیځ کې د جګړې له سیوري پرته خپلو اجنډاوو ته دوام ورکړي.

    خوپه داسې حال کې چې حکومت په ډاډ سره د جګړې پای ته رسېدو په اړه خبرې کوي، لاهم د دې په اړه هیڅ روښانه وضاحت نه شته، چې دا به څنګه پای ته ورسېږي.

    کارولین لیویت وايي، چې "رغنده خبرې" لاهم روانې دي، خو خبرداری یې ورکړ چې ولسمشر چمتو دی چې که ایران ماتې ونه مني، د پوځي اقدام په زیاتولو سره به "دوزخ راپورته کړي."

    د اوس لپاره، د تهران د شاته تګ هیڅ نښې نښانې نه شته.

  19. ولسمشر ټرمپ وايي، ایراني مشران ډارېږي، چې ومني له امریکا سره خبرې کوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایراني مشرانو وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې چې له امریکا سره خبرې او جوړجاړی یې رد کړي په متضاد ډول وویل، ''دوی خبرې کوي.''

    ټرمپ د بسپنې ټولو غیراړوند مراسیمو کې د وینا په ترڅ کې زیاته کړه: ''دوی یوه جوړجاړي ته سخت لېوال دي، خو له ویلو ډارېږي، ځکه دوی داسې انګېري، چې د خپلو خلکو لخوا به ووژل شي.''

  20. عباس عراقچي: د امریکا پیغامونه ترلاسه شوي، خو د اوس لپاره د خبرو هېڅ اراده نه شته, غونچه حبیبي ازاد- بي بي سي فارسي

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران له دولتي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، له "څو ورځو راهیسې" امریکا "د بېلابېلو منځګړو له لارې مختلف پیغامونه استول پیل کړي دي".

    خو په وینا یې، واقعیت دا چې دا پیغامونه "د دوستو هېوادونو له لارې رسول شوي" وو، او دا چې ایران د خپل "درېځ په بیانولو او خبرداریو ورکولو سره ځواب ورکاوه"، "نه خبرې اترې دي، نه مذاکرات، او نه هم دا ډول بل څه".

    عراقچي زیاته کړه، اوسمهال د ایران پالیسي د "دفاع" دوام دی، او دوی "د اوس لپاره د خبرو هیڅ اراده نه لري".

    هغه زیاتوي چې "دا د اسرائیلو جګړه ده، چې د سیمې خلک او د امریکا خلک یې بیه پرې کوي."