سعودي عربستان تر اوسه تر ټولو قوي اشاره کړې چې که ایران د دې هېواد
پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونو ته دوام ورکړي، نو ښايي غچ اخیستو ته اړ شي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن
فرحان ویلي: "زموږ حوصله محدوده نه ده" او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې د ده
هېواد او د خلیج عربي متحدین یې داسې "پیاوړي ظرفیتونه" لري چې که
وغواړي، کار ترې اخیستلای شي.
د خلیج هېوادونه په رښتیا هم ځواکمن
هوايي ځواکونه لري چې په ډېرو لګښتونو یې له امریکا، بریتانیا او فرانسې اخیستي دي.
خو د امریکا او اسرائیل په دې ګډه
جګړه کې د ایران پر ضد ګډون کول لوی خطرونه لري.
ایران به ډېر احتمال سره په ټول
خلیج سیمه کې پر هېوادونو خپل توغندیز بریدونه زیات کړي او ښايي پر حکومتي ودانیو د بریدونو په ګډون خپل هدفونه لا پراخ کړي.
بله مهمه مسله کورنی ولسي غبرګون
دی. که څه هم ډېری سعودیان قوي ملي احساس لري، خو ډېر به د خپل حکومت له دې دریځه
خوښ نه وي چې په اصل کې د یوه بل مسلمان اکثریت لرونکي هېواد پر ضد له اسرائیل سره
یو ځای شي.
وروستی, ټرمپ ولې پر ایران برید پر پرل هاربر له برید سره پرتله کړ؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه
ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظمې سانای تاکایچي سره په لیدنه کې وپوښتل شو چې ولې یې د
ایران پر برید مخکې خپلو متحدینو ته خبر نه و ورکړی. ټرمپ په ځواب کې وویل: "د
ناڅاپي برید په اړه له جاپانه څوک ښه پوهېږي؟" هغه دا خبره د دویمې نړیوالې جګړې
پر مهال د ۱۹۴۱ کال د ډسمبر په ۷مه
د هاوایي پر پرل هاربر د جاپان برید ته په اشارې سره وکړه.
وروستی, د ایران پوځ : امریکايي او اسرائیلي چارواکي به هر ځای کې تعقیبوو
د ایران
پوځ د جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې د امریکا او اسرائیل چارواکي او پوځي مشران به په
هر ځای کې تعقیب کړي.
د دولتي
ټلوېزیون له قوله، د وسلهوالو ځواکونو ویاند ابو الفضل شکارچي ویلي: "موږ ستاسو چارواکي، قومندانان، پیلوټان او
سرتېري څارو."
هغه زیاته کړه: "له دې وروسته او د هغو معلوماتو پر بنسټ چې موږ یې ستاسې په اړه لرو، نور به په نړۍ کې پارکونه، تفریحي ځایونه
او سیاحتي مرکزونه هم ستاسو لپاره خوندي نه وي."
وروستی, پر بیتالمقدس ایران توغندیز بریدونه ډېر کړي, یولند نیل، منځني ختیځ لپاره د بيبيسي خبریاله
د عکس سرچینه، WANA via Reuters
تېر ماښام، په شاوخوا یوه نیم ساعت کې، ایران څلور بریدونه وکړل او نن سهار هم دوه نور بریدونه شوي دي. تر اوسه د دې بریدونو له امله د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په ورته وخت کې، د اسرائیل شمالي او جنوبي سیمو کې د ایران د بریدونو نوې څپه پیل شوې ده.
بله خوا، اسرائیل نن ګهیخ پر تهران برید وکړ او اعلان یې وکړ چې بیا یې د ایران د حکومت پر "بنسټیزو زېربناوو" برید کړی دی. د اسرائیل پوځ اټکل کوي چې ایران لا هم له ۱۵۰ ډېر د توغندیو د توغولو فعالې دستګاوې لري او سلګونه بالستیک توغندي لري.
د اسرائیل "کان" شبکه راپور ورکوي چې د جګړې له پیل راهیسې ایران شاوخوا ۹۰۰ بالستیک توغندي توغولي دي، چې له دې ډلې ۳۵۰ توغندي پر اسرائیل توغول شوي او پاتې شاوخوا ټول په عربي خلیج پورې اړوند هېوادونو باندې ویشتل شوي دي.
وروستۍ ویدیو چې "وانا" خبري اژانس خپره کړې،ښيي چې ایران تېره شپه له نامعلوم ځایه توغندي توغولي دي.
سره له دې چې اسرائیل ادعا کړې د ایران د توغندیو تولیدي توان ګډوډ شوی، د سپاه پاسداران ویاند ویلي چې د هېواد د توغندیو صنعت ان د جګړې په شرایطو کې هم په لوړ ظرفیت فعالیت کوي او د تولید یا زېرمې په اړه هېڅ اندېښنه نهشته.
وروستی, د نوروز لمانځلو درشل کې اسرائیل بیا پر تهران بریدونه کړي
تېره
شپه ایران پر بیتالمقدس توغندیز بریدونه پیل کړل او د خلیج هېوادونو پر وړاندې یې
خپل بریدونه ډېر کړل. په ورته وخت کې، د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د
خزر سمندر په څنډه کې یې پر نورو سیمو بریدونه پیل کړي دي.
پر اېکس د پوځ اعلامیه کې ویل شوي چې د تهران پر ختیځ هم برید برید
وشو.
علي محمد نائیني نن ګهیځ په یوه برید کې وژل شوی دی.
وروستی, په کانګرس کې د ایران د جګړې لپاره د ټرمپ د تمویل غوښتنې پر وړاندې سخت مخالفت
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران پر ضد د جګړې لپاره د امریکا د پوځ د ۲۰۰ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه د امریکا په کانګرس کې له سخت مخالفت سره مخ شوې ده، ځکه ډېرو دیموکراتانو او ان ځینو جمهوريپالو د دې پیسو اړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې، په داسې حال کې چې تېر کال هم د دفاع لپاره لویې بودجې ځانګړې شوې وې.
یو امریکايي چارواکي د هغه راپور پخلی کړی چې د "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې خپور کړی و او ویلي یې دي د دفاع وزارت له سپینې ماڼۍ غوښتي چې کانګرس ته د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو د زیاتې بودجې غوښتنه وړاندې کړي، چې د ایران جګړه تمویل شي.
تر اوسه ولسمشر ډونلډ ټرمپ سنا او د استازو جرګې ته د دې ستر مبلغ د تصویب لپاره رسمي غوښتنه نه ده لېږلې او د هغه ادارې څرګنده کړې چې دا شمېر ښايي بدلون ومومي.
د دفاع وزیر پېټ هېګسیت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "زما په اند دا اندازه طبیعي ده چې بدله شي. د بدو خلکو له منځه وړل لګښت غواړي، نو موږ به بېرته کانګرس او د هغه غړو ته ورشو چې د ترسره شویو کارونو او هغو اقداماتو لپاره چې کېدای شي په راتلونکې کې ورته اړتیا پیدا شي، مناسب تمویل یقیني کړو."
لومړني اټکلونه ښيي چې دا جګړه به د امریکا لپاره له عراق او افغانستان له اوږدو جګړو وروسته تر ټولو ګرانه تمامه شي. د ادارې چارواکو قانون جوړوونکو ته ویلي چې یوازې له ایران سره د جګړې په لومړیو شپږو ورځو کې لګښت له ۱۱ میلیاردو ډالرو زیات شوی دی.
وروستی, د لبنان په جنوب کې د اسرائیل بریدونه دوام لري او د قربانیانو شمېر زرو تنو ته لوړ شوی
د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسرائیل نن سهار وختي هم د دغه هېواد د جنوب پر ښارونو بریدونه کړي چې له امله یې څو تنه ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د اسرائیل جنګي الوتکو د سهار په لومړیو ساعتونو کې د صور او بنت جبیل په سیمو کې د بافلیه او حانین ښارونه په نښه کړي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې په لبنان کې ۱۰۰۱ کسان وژل شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، له دې ډلې ۷۹ ښځې، ۱۱۸ ماشومان او ۴۰ د روغتیايي خدمتونو کارکوونکي شامل دي او همدارنګه ۲۵۸۴ کسان ټپیان شوي دي.
وروستی, نژدې سل بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې دي – دا کومې بېړۍ دي؟
د عکس سرچینه، Getty Images
د بيبيسي وېریفای د شننې له مخې، د مارچ له پیل راهیسې نږدې سل بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې دي، سره له دې چې په دې سیمه کې د ایران له لوري پر بېړیو وخت ناوخت بریدونه شوي دي.
سره له دې چې لا هم د انرژۍ او د ورځني کارېدونکو توکو یو شمېر لېږدونه د نړۍ له تر ټولو بوختو سمندري لارو څخه روان دي، خو ورځنی تګ راتګ د فبرورۍ له اته ویشتمې، چې د ایران جګړه پیل شوه، راهیسې شاوخوا پنځه نوي سلنه راکم شوی دی.
د کپلر د سمندري شنونکو د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په روانه میاشت کې ۹۹ بېړۍ له دې تنګي تېرې شوې دي، چې په اوسط ډول هره ورځ یوازې پنځه تر شپږو بېړیو پورې رسېږي.
د ټرمپ له غوښتنې وروسته نتنیاهو منلې، چې د ایران ګازو پر ساحو بریدونه 'دروي'
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره شپه یوه خبري غونډه وکړه، هغه وویل چې وروسته له هغه چې ولسمشر ټرمپ ترې غوښتنه وکړه، اسرائیل به د ایران د ګازو پرساحو په راتلونکي کې بریدونه "بند" کړي.
نتنیاهو هغه رپوټونه هم رد کړل چې هغه ټرمپ یې د ایران په جګړه کې ښکېل کړی دی.
په بیت المقدس او تهران کې چاودنې اوریدل شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر مخکې خبرداری ورکړی و چې که چېرې د دوی په زیربناوو نور بریدونه وشي نو تهران به "بې زغمه" عمل وکړي.
متحده عربي اماراتو، کویت، سعودي عرب او بحرین ټولو په تېرو څو ساعتونو کې د توغندیو او ډرون بریدونو راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو او بحرین د ایران د تیري لامل بللی دی.