د ایران مذهبي مشر، مجتبي خامنه یي ته منسوب یو پیغام کې ویل شوي چې هغه " پر ایران د تېري پر وړاندې څرګند دریځ خپلولو له امله د عراقي ديني عالمانو او اولس مننه کړې ده".
د ایران خبري رسنیو ترمخه دا پیغام په بغداد کې د ایران د سفیر او د عراق د سترې اسلامي شورا د ریس ترمنځ له لیدنې وروسته یو عراقي چارواکی ته سپارل شوی دی.
د مارچ په لومړیو کې د مجتبي خامنه يي له ټاکل کېدو وروسته د هغه له ادرسه څو لیکلي پیغامونه خپاره شوي دي. خو له ټاکل کېدو وروسته په عام محضرکې یا دولتي تلویزون نه دی لیدل شوی.
علي خامنه یي د فرورئ پر ۲۸ د جنګ د پیل په لومړي ورځ وژل شوی و، خو تراوسه خاورو ته نه دی سپارل شوی.
نن مخکې، د
قطر خبري چینل العربي تایید کړه چې په تهران کې پر
دفتر توغندی
لګېدلی دی.
دې شبکې
اوس یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا "پر یوه
ملکي سوداګریزې ودانۍ برید غندي او ټینګار کوي چې له خطر سره د خبریالانو مخامخول یا پر هغوی برید کول د نړیوال قانون خلاف دي".
د ایران د سرې میاشتې د معلوماتو پر بنسټ، په اعلامیه کې راغلي چې د دې برید له امله ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه
روښانه نه ده چې دا توغندی چا توغولی. د بيبيسي وریفای د اسرائیلو
له دفاعي ځواکونو او د امریکا د پوځ له مرکزي قومندانۍ (سېنټکام)
څخه د پېښې په اړه د وضاحت
غوښتنه کړې ده.
دلته له برید وروسته د دفترونو ځینې انځورونه هم خپاره شوي دي.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، له ودانۍ ویشتل کېدو وروسته د لټون او ژغورنې ټیمونه په عملیاتو بوخت دي
د اعلامیې له مخې، "دا اډه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، چې د اردن په ختیځ کې پرته ده، په یوه مهم او حساس عملیاتي مرکز بدله شوې چې پکې د جګړې او ترانسپورتي الوتکو بېلابېل ډولونه شته او د ایران پر ضد د عملیاتو د قوماندې له مهمو مرکزونو شمېرل کېږي."
په همدې حال کې، د ایران د سمندري ځواک قومندان شهرام ایراني هم خبرداری ورکړی: "هر کله چې د الوتکهوړونکې بېړۍ ابراهام لینکلن ډله زموږ د هدف په واټن کې راشي، موږ به له ساحله سمندر ته د بېلابېلو توغندیو په ویشتلو سره د دِنا د شهیدانو غچ واخلو."
د یادولو ده چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د ۲۰۲۳ کال
له نومبر راهیسې په سره سمندر کې پر بېړیو بریدونه پیل کړي، ویلې یې چې دوی له فلسطینیانو سره د همغږۍ په موخه دا کار کوي.
د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ورځ تر بلې مهم رول لوبوي او راپورونه وایي چې د روانې جګړې په ترڅ کې ور ته له امریکا سره د خبرو دنده سپارل شوې ده.
رویټرز خبري اژانس د یوې پاکستانۍ سرچینې له قوله راپور ورکړی چې قالیباف د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یو ځای د اسرائیلو د هدفونو له لیسته ایستل شوی دی.
سرچینې ویلي: "اسرائیلیانو د هغوی موقعیتونه معلوم کړي وو او غوښتل یې له منځه یې یوسي. موږ امریکا ته وویل که هغوی هم ووژل شي، نو بیا به د خبرو لپاره څوک پاتې نه شي. له همدې امله امریکا له اسرائیلو وغوښتل چې شا ته شي." پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ له منځګړو هېوادونو یو دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې په لبنان کې د درېیو خبریالانو وژل کېدل "نه یوازې د سیمې او نړۍ د رسنیو لپاره ستره ضایعه ده، بلکې د نړیوال وجدان لپاره هم یو جدي خبرداری دی".
علي شعیب، چې د المنار ټلوېزیون خبریال و - دا شبکه د حزبالله له خوا چلول کېږي - او د المیادین شبکې خبریالان فاطمه او محمد فتوني د جزین په ښار کې د اسرائیلو په هوايي برید کې ووژل شول.
عراقچي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې دا بریدونه "روښانه هدفي وژنې" بللي او دا یې "د حقیقت ویونکو غږونه چوپ کولو" هڅه بللې ده.
د عکس تشریح، د USS Tripoli امفیبیوس (د وچې او اوبو ګډو عملیاتو) بریدګره بېړۍ، مارچ په ۱۷مه
"واشنګټن پوسټ" راپور ورکړی
چې د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' په ایران
کې د څو اونیو لپاره د ځمکنیو عملیاتو چمتووالی نیسي. راپور وايي لا هم روښانه نه
ده چې ډونلډ ټرمپ به دا عملیات منظور کړي که نه.
داسې هم کېږي، چې له هر برید سره د دوی احساسات او نظرونه کله ناکله بدلېږي.
دوی وايي چې د نېټې او دقیق وخت حس یې له لاسه ورکړی، ان کله ناکله نه پوهېږي چې د اوونۍ کومه ورځ ده.
زه د دوی نومونه او عمرونه نه یادوم، ځکه چې ایراني چارواکو هغه کسان نیولي چې له بهرنیو رسنیو سره یې خبرې کړې دي.
ټول هغه کسان چې ما ورسره خبرې کړې دي د واکمن نظام مخالف دي، خو د جګړې په تړاویې نظرونه نژدې یو شان نه دي، ځینې لا هم هیله لري چې پای کې به رڼا وي، او ځینې نور ستړي شوي او غواړي جګړه ژر پای ته ورسېږي.