وروستی, بغداد کې د یوې امریکايي خبریالې د تښتونې په تړاو یو مشکوک تن نیول شوی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اړیکو او نړیوالو عامه چارو مرستیال وزیر ډېلان جانسن ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بغداد کې د یوې امریکايي خبریالې د تښتونې په اړه د خپرو شویو راپورونو څخه خبر دی.
جانسن د "اېکس" په یوه پیغام کې زیاته کړه چې وزارت تر دې وړاندې یادې خبریالې ته د هغې پر وړاندې د موجودو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی و او دا چې دا مهال د فدرالي تحقیقاتي له ادارې (FBI) سره په همغږۍ کار کوي، چې د هغې خوشې کېدل ژر تر ژره یقیني شي.
هغه وویل چې د عراق امنیتي ځواکونو یو داسې کس نیولی چې ګومان کېږي د عراق حزبالله له ډلې سره تړاو لري او د تښتونې په پېښه کې لاس لري.
جانسن ټینګار وکړ چې عراق لا هم د سفر د څلورم پړاو تر ټولو لوړې کچې خبرداري په لېست کې شامل دی او یو ځل بیا یې پر امریکایانو غږ وکړ چې عراق ته سفر ونه کړي او هغو کسانو ته یې چې هلته دي، د وتلو سپارښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې یوه امریکايي خبریاله تر دې مخکې په بغداد کې ورکه شوې وه. وروسته د عراق د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له امنیتي تعقیب وروسته یې د پېښې په تړاو یو کس نیولی، خو د هغې د خوشې کولو او د نورو ښکېلو کسانو د نیولو هڅې لا هم روانې دي.













