ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران کوم مشران وژل شوي؟

    لېست

    د اسرائیلو دفاع وزیر اسراییل کاټز ویلي اسرائیلي پوځ ته اجازه ورکړل شوې هر لوړپوړي ایراني چارواکی د وژلو لپاره غوره کړي پرته له دې چې نور جواز ته اړتیا ولري.

    دا څرګندونې څو ورځې وروسته دي چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د ایران د لوړپوړي امنیتي چارواکي علي لاریجاني او د استخباراتو وزیر، اسماعیل خطیب نومونه هم په هغه پراخ نوملړ کې شامل کړل چې وايي یې په وروستیو اونیو کې یې وژل شوي.

    کاتز وویل: "لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او ما اسرائیلي پوځ ته اجازه ورکړې هر هغه لوړپوړی ایرانی چارواکی ووژني، چې په استخباراتو او عملیاتي کړۍ کې دي، پرته له دې چې نور جواز ته اړتیا ولري."

  2. وروستی, د امریکا دفاع وزارت منځني ختیځ ته د روغ ارتاوي 'پاراشوټ‌وال' ځواکونو استول تایید کړل, برند دبوسمن جونیور، راپور له سپینې ماڼۍ

    د امریکا پارشوټ ځواکونه د پوځي نندارې پرمهال

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا پارشوټ ځواکونه د پوځي نندارې پرمهال

    وروسته له څو ورځو پوښتنو او ځوابونو، د امریکا د دفاع وزارت "پینټاګون" رسماً تایید کړه چې یو شمېر ځمکني ځواکونه یې سیمې ته استول کېږي.

    د پینټاګون ویاند بي‌بي‌سي ته په یوه بیان کې وویل چې د ۸۲ مې هوايي قول اردو ځینې غړي د "قول اردو مرستندویه ځواکونه" او د لومړۍ جګړه ییزې ډلې ټیم به منځني ختیځ ته واستول شي.

    هغه د امنیتي دلایلو له امله د نورو جزئیاتو له وړاندې کولو ډډه وکړه.

    د دې واحدونو ترکیب موږ ته ډېر څه وايي چې کومې وړتیاوې ممکن د احتمالي جګړې لپاره وکارول شي.

    د ۸۲ کنډک هوايي ځواک، چې په شمالي کارولینا کې ځای پر ځای دی، د امریکا د پوځ د تر ټولو غوره متعارفو جګړه ییزو واحدونو په توګه پېژندل کېږي او ځینې عناصر یې تل چمتو دي چې په ۱۸ ساعتونو کې هر ځای ته واستول شي.

    دغه ځواکونه ددې لپاره روزل شوي چې د پراشوټ یا هلیکوپتر له لارې هدف ته ورسېږي. د ایران په اړه، دوی کولای شي متحده ایالاتو ته د خارګ ټاپو یا نورو مهمو سیمو د نیولو اختیار ورکړي.

    خو، دا واحد د خوځښت لپاره جوړ شوی او د اوږدمهاله جګړې لپاره درنې وسلې نه لري.

  3. وروستی, ګوتیرېش خبرداری ورکوي چې منځني ختیځ کې جګړه "له کنټروله وتلې ده"

    انتونیو ګوتېرېش

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتېرېش د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په منځني ختیځ سیمه کې جګړه "له کنټروله بهر شوې" او ټینګار یې وکړ چې د جګړې دوام به د بشري او اقتصادي کړاوونو د زیاتوالي لامل شي.

    ګوتیرېش خبریالانو ته وویل چې روانه جګړه له هغو حدودو اوښتې چې مشرانو یې تصور کاوه.

    هغه زیاته کړه چې اوس نړۍ "د یوې پراخې جګړې په درشل کې ده" او خبرداری یې ورکړ چې د بشري کړاوونو لړۍ به پراخه شي او نړیوال اقتصادي بې‌ثباتي به نوره هم ژوره شي.

    هغه ټینګار وکړ چې وضعیت "له حده زیات خراب شوی" او د تشدد درېدو غوښتنه یې وکړه چې د یوه لوی بشري او اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.

  4. وروستی, د ایران تلوېزیون: د امریکا د سولې ۱۵ ماده‌ییز پلان وړاندیز رد شو, غنچه حبیبي‌زاده- بي‌بي‌سي فارسي

    د رام الله پر اسمان ایراني توغندي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، پر اسرائیل د ایران توغول شوي توغندي د لوېدیځې تړانګې رام الله په اسمان کې د شپې مهال لیدل شوي

    د ایران دولتي ټلویزیون پرېس ټي‌وي د یوه "لوړپوړي سیاسي-امنیتي چارواکي" له قوله وايي، ایران د امریکا هغه وړاندیز رد کړی چې هدف یې د روانې جګړې پای ته رسول وو.

    سرچینې د دغه چارواکي نوم، رتبه او یا رسمي دنده نه ده ښودلې، خو د هغه له قوله یې ویلي: "ایران به هغه وخت جګړه پای ته ورسوي چې خپله یې وغواړي او هغه مهال چې شرطونه یې ومنل شي."

    ایراني چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې دوی د جګړې بشپړ پای غواړي، نه یوازې اوربند.

    د پرېس ټي‌وي له راپور سره سم، یاد چارواکي پنځه شرطونه وړاندې کړي:

    ✅ د "دوښمن" له خوا د بریدونو او هدفي وژنو بشپړ بندېدل

    ✅ داسې عملي میکانېزمونه جوړول چې ډاډ ورکړي جګړه به بیا پر اسلامي جمهوریت ونه تپل شي

    ✅ د جګړې د تاوانونو او جبران روښانه او تضمین شوې ورکړه

    ✅ د جګړې پای په ټولو جبهاتو کې او د سیمې د ټولو ښکېلو مقاومت ډلو لپاره

    ✅ په نړیواله کچه د ایران د حاکمیت حق رسمي پېژندنه او تضمین، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي په اړه

    پرېس ټي‌وي زیاتوي چې واشنګټن د بېلابېلو ډیپلوماټیکو لارو له لارې خبرې روانې ساتلې، خو تهران دغه وړاندیزونه "له حده زیات" ګڼي.

  5. وروستی, هرمز تنګی چېرې دی او څوک ګټه ترې اخلي؟

    کارت
    کارت
  6. وروستی, ټرمپ وايي ‌ایران امریکا ته یوه "ډالۍ" ورکړه، دا ډالۍ به څه وي؟

    د ویډیو تشریح، ټرمپ وايي‌ایران امریکا ته یوه "ډالۍ" ورکړه خو نه وايي‌ چې کوم څه

    ډونلډ ټرمپ ټینګار کړی چې ایران "ډېر زیات" غواړي له اسرائیل او امریکا سره جګړه پای ته ورسوي. هغه د سې شنبې په ورځ (۲۴ مارچ) وویل چې ایران امریکا ته "یوه ډېره لویه ډالۍ چې ډېر لوړ ارزښت لري" ورکړې ده. د امریکا ولسمشر اشاره وکړه چې دا یو "ډېر مهم انعام" و چې د ایراني مذاکراتو له لوري ورکړل شوی او زیاته یې کړه چې دا د تېلو او ګاز او د هرمز تنګې سره تړاو لري. خو هغه د دې ډالۍ په اړه هېڅ مشخص جزئیات ورنه کړل. ایران تر اوسه د ټرمپ دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

  7. وروستی, ایا د هرمز تنګي نورې بدیلې لارې شته؟

    د ویډیو تشریح، ایا د خلیج لپاره کومې بدیلې سمندري لارې شته؟

    د هرمز تنګی اوس د زندۍ حالت کې دی، نړۍ د تېلو او ګازو ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي. د ایران نوې روحاني مشر د فشار ساتلو ژمنه کړې او د نړۍ د اصلي انرژۍ رسولو لاره په خطر کې ده، چې د تېلو او خوړو بیې لوړوي او اقتصادونه د اغېزو لپاره چمتو کوي. ایا د خلیج او د نړۍ نورو برخو ترمنځ کومې حقیقي بدیلې سمندري لارې شته؟

    هرمز تنګی
    هرمز تنګی
    هرمز تنګی
  8. وروستی, پاکستان کې د ایران سفیر: د تهران او واشنګټن ترمنځ هېڅ مستقیمې یا نا مستقیمې خبرې نه دي شوې

    د دولتي رسنیو له راپورونو سره سم، په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ هېڅ مستقیمې یا غیر مستقیمې خبرې نه دي شوي، چې دا د ټرمپ له هغو څرګندونو سره په ټکر کې دي چې ویلي یې وو ایران د تړون د ترلاسه کولو هڅه کوي.

    هغه وویل: "زما د معلوماتو پر بنسټ او برعکس د هغه څه چې ټرمپ ویلي، تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ مستقیمې یا نا مستقیمې خبرې نه دي شوي."

    هغه زیاته کړه چې "دوستانه هېوادونه هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي، چې هیله لرو د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره ګټوره وي."

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سه شنبې په ورځ ویلي چې اسلام اباد د هر ډول ممکنه خبرو اترو کوربه توب ته چمتو دی.

  9. وروستی, ولې د ایران حکومت لا تر اوسه نه دی پرځېدلی؟, غنچه حبیبي‌آزاد/بي‌بي‌سي فارسي

    تهران

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د دوشنبې په ورځ په تهران کې د ایران د پخواني روحاني مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي د بنرونو انځورونه لیدل شوي.

    د ایران- اسرائیل امریکا ترمنځ د جګړې له پیلېدو یوه میاشت تېره شوې چې په لړ کې یې د ایران د روحاني مشر ایت‌الله خامنه‌يي هم وژل شوی دی. نوموړی د فبرورۍ پر ۲۸مه په یوه برید کې ووژل شو.

    په ایران کې ما له ځینو خلکو سره خبرې کړې چې تمه لري جګړه به هماغه ورځ پای ته ورسېږي، خو داسې ونه شول او د ایران حکومت لا هم په خپل ځای پاتې دی.

    ایران د هېواد د حکومتولۍ ډېر پېچلی سیستم لري. که څه هم روحاني مشر تر ټولو لوړ واک لري، خو یو موازي دولت هم شته - د اسلامي انقلاب ساتونګی ګارد، یوه اداره چې واک یې له رسمي پوځي واکونو ډېر پراخ دی.

    په دې جګړه کې او د تېر اوړي په نښتو کې څو لوړپوړي د انقلابي ګارد قوماندانان وژل شوي دي. خو دوی څو ځله ویلي چې د هر وژل شوي کس پر ځای بل چمتو دی چې د هغه ځایناستی شي.

    دغه ګارد د بسیج واک هم لري، یوه داوطلبه ملیشه چې شاوخوا یو میلیون غړي لري او ډېر وخت په ښارونو کې ځای پر ځای کېږي چې د خلکو مخالفتونه په زور مهار کړي.

    اسرائیل ویلي چې د بسیج ځینې څارنیزې سیمې یې ویشتلې دي، خو له تهرانه مې په دې اونۍ کې اورېدلي، دا ځواکونه لا هم په ښار کې فعال دي، ګاډي دروي او تلاشي کوي یې.

    د اعتراضونو په برخه کې، د هېواد خلک د ایران د چارواکو له خوا ګواښل شوي دي، که د بیانونو له لارې وي یا د ګڼ شمېر ټکست پیغامونو په وسیله، چې له کورونو راوزي نه او سړکونو ته د اعتراض لپاره نه راوزي.

    انټرنېټ هم ډېر محدود شوی - زموږ د تېرو پوسټونو په رڼا کې - چې د مظاهره کوونکو ترمنځ همغږي خورا ستونزمنه کړې ده.

    تر دې دمه، موږ د جګړې له پیل راهیسې د حکومت پر ضد لویو مظاهرو کې نښې نه دي لیدلي، که څه هم دولتي رسنۍ په مختلفو ښارونو کې د حکومت ملاتړو شپنۍ غونډې او راټولېدنې ښيي.

    خو هغه څوک چې تر اوسه په عامه توګه نه دی لیدل شوی، د ایران لوړې رهبر، مجتبا خامنه‌يي، دی، چې مارچ میاشت کې غوره کړل شو. تر اوسه یې یوازې څو لیکلي پیغامونه په ایراني رسنیو کې لیدل شوي دي. اسرائیل له مخکې ژمنه کړې وه پر هغه به هم برید وکړي.

    که څه هم د ایران حکومت خپل مشران بدل کړي او څارنیزې سیمې یې کنټرول کړي، لا یې هم نه ده ثابته کړې داسې یو ملت اداره کړای شي‌ چې اوس مهال ظاهراً د ځواک په مرسته سره یو ځای شوی، نه د ښکاره واک له لارې.

  10. وروستی, کنېست د قطر د "دوښمن دولت" په توګه د تعریف لپاره پر قانوني مسودې رأیه ورکوي

    د اسرائیلو پارلمان (کنېست) نن چهارشنبه په لومړنۍ ناسته کې پر هغه قانوني مسودې رأیه ورکوي چې د اپوزیسیون مشر یاییر لپیډ وړاندې کړې او عنوان یې دی: "د قطر د دوښمن دولت اعلان".

    دا مسوده، چې یوازې یو بند لري، وړاندیز کوي چې قطر د "دوښمن دولت" په توګه تعریف شي او پر هغې دې د اسرائیلو په قوانینو کې د دوښمنو هېوادونو اړوند ټول احکام د قانون جوړونې په بېلابېلو برخو کې تطبیق شي.

    د یش اټیډ ګوند دې طرحې ته د "اورېخ قانون" نوم ورکړی، چې د بنیامین نتنیاهو د سلاکار په نوم نومول شوی. د دې هدف دا دی چې د "دوښمن دولت" اصطلاح ته یو جامع او روښانه تعریف وړاندې کړي، ځکه دا اصطلاح تر اوسه د اسرائیلو په قانون کې واضح تعریف نه لري.

    په دې مسوده کې پخوانیو قانوني متنونو ته هم اشاره شوې، لکه "د ۱۹۳۹ کال له دوښمن سره د سوداګرۍ امر" او د جزا قانون هغه مادې چې دوښمن تعریفوي او له هغه سره د مرستې یا همکارۍ لپاره سزاوې ټاکي. سربېره پر دې، یوه بله ماده دا هم وايي چې د کنیسټ هغه نوماندان نه شي کولی په قانوني ډول هلته پاتې شي چې په تېرو اوو کلونو کې یې د یو دوښمن دولت ملاتړ کړی وي.

  11. وروستی, ایران په درېیو عربي هېوادونو کې امریکايي اډې ویشتلې

    ایران پر اسرائیل او د درې عربي هېوادونو کې پر امریکايي اډو بریدونه کړي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د پیل په هیله د تېلو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې

    د ایران انقلابي ګارد ویلي، چې پر اسرائیلو او کویت، بحرین او اردن کې یې پر امریکايي پوځي اډو د توغندیو بریدونه کړي.

    په ورته وخت کې، ټرمپ ویلي چې له ایران سره د جګړې پایته رسولو لپاره خبرې (روانې دي)، نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې "په شدت" راټیټې شوې دي.

    دا پرمختګونه په داسې حال کې دي چې د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی دی، خو د احتمالي ډیپلوماتیکو هڅو او خبرو اترو د پیل هیله هم رامنځته شوې ده.

  12. وروستی, د ټرمپ ۱۵ ماده‌ییز پلان کې کوم څه شامل دي؟

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، اسرائیل

    هغه ۱۵ ماده‌ییز پلان چې ټرمپ وایي ایران ته یې استولی، تر اوسه په رسمي ډول نه دی خپور شوی، خو د اسرائیلي او امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د هغه ځینې مهم ټکي ډاګیز شوي دي.

    د راپورونو له مخې، په پلان کې لاندې غوښتنې شاملې دي:

    • د فوردو تېلو بډایولو بټۍ او اصفهان اټومي تاسیسات، نظنز اټومي تاسیسات له منځه یوړل شي او غیر فعال شي
    • د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له خوا د ایران پر اټومي فعالیتونو بشپړه او شفافه څارنه
    • په سیمه کې له نیابتي وسله‌والو ډلو لاس اخیستل او د هغوی د مالي او پوځي ملاتړ درول
    • د موجوده اټومي وړتیاوو بشپړ له منځه وړل
    • ژمنه چې ایران به هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي
    • په ایران کې د یورانیمو بډایه کول بندول او ټول غني شوي مواد د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته سپارل
    • د هرمز تنګی پرانیستی ساتل او د "ازادې سمندري سیمې" جوړول
    • د توغندیز پروګرام په اړه وروستۍ پرېکړه راتلونکي ته ځنډول شوې، خو د شمېر او واټن له مخې به محدود شي چې یوازې دفاعي بڼه ولري

    په بدل کې ایران څه ترلاسه کوي:

    • د امریکا له خوا د بوشهر په سیمه کې د ملکي اټومي برېښنا پروژې د پراختیا مرسته
    • د ټولو بندیزونو لرې کول
    • د بندیزونو د بیا غځېدو د ګواښ ختمول

    همدارنګه، داسې راپورونه هم شته چې ښايي د خبرو اترو پر مهال د یوې میاشتې اوربند وشي، خو دا موضوع لا نه ده تایید شوې او سپینې ماڼۍ په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.

    بل لور ته، ایراني چارواکي ټینګار کوي چې له امریکا سره هېڅ ډول خبرې نه دي روانې او دوی به هېڅ شرط ونه مني.

  13. وروستی, د کویت هوايي ډګر ته څېرمه له ډرون برید وروسته لوګی لیدل شوی

    کویت

    د عکس سرچینه، Reuters

    د کویت نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د ډرونونو په مټ بریدونه شوي چې له امله یې اور لګېدلی خو کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

    د پېښې له ځایه اخیستل شوی انځور ښيي چې له برید وروسته د هوايي ډګر د پاسه ډېر لوګی پورته کېږي.

    د هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې ډرونونو د هوايي ډګر دننه د تېلو یو ټانک په نښه کړی و چې له امله یې اور ولګېد، دا خبره یې پر ایکس په یوه خپره شوې اعلامیه کې کړې ده.

  14. وروستی, د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو تازه بریدونو له کبله لږترلږه شپږ تنه وژل شوي

    د لبنان دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په نویو بریدونو کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.

    رسنیو د لبنان د روغتیا وزارت په حواله ليکلي چې د ادلون ښار په هوایی برید کې څلور کسان وژل شوي دي.

    همدا ډول د میه کډوالو په پنډغالي کې هم د دوو نوروکسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

    دغه بریدونه د صیدا ښار ته نژدې شوېدي.

  15. پر تهران د بریدونو عکسونه

    په خپرو شویو عکسونه کې لیدل کېږی چې د تهران له بېلابېلو سيمو لوګي پورته کېږي. اسرائیلو ويلي د ایران پر پلازمېنه تهران یې ګڼ بریدونه کړي دي.

    په سيمه کې يو شمېر سرچينو بي بي سی ته ویلی چې په ښار کې د څو چاودونو غږونه اورېدل شوي دی.

    د راپورونو له مخې سهار وختي له ودانيو لوګي پورته کېدل.

    تهران کې بریدونه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    تهران کې بریدونه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  16. ایا ایراني توغندي اروپا ته رسېدلی شي؟

    ایراني توغندي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د هند په سمندر د "ډیګو ګارسیا" ټاپو کې د بریتانیا او متحده ایالاتو ګډې پوځي اډې ته د تهران له لوري د لیرې واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو توغول، په منځني ختیځ کې د جګړې د احتمالي پراخېدو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

    که څه هم دا توغندي "پخپلو ټاکل شویو موخو نه دي لګېدلي"، خو د اسرائیل پوځ ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې په دې کچه واټن ویشتونکي توغندي کارول کېږي.

    تهران تر اوسه په رسمي ډول د دې توغندیو توغول نه دي تایید کړي، او ایراني رسنیو یوازې د بهرنیو رسنیو راپورونه نقل کړي دي.

    کارپوهان د دې برید پایلې څېړي چې "خپلې موخې یې نه دي ترلاسه کړي" او دا چې دا برید د راتلونکو موخو د دایرې د پراخېدو لپاره څه معنا لرلی شي.

    دې ترڅ کې دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا د برلین، پاریس او لندن په څېر اروپايي پلازمېنې په راتلونکي کې د ایران د توغندیو نښه ده که نه؟

    د بریتانیا حکومت یوه وزیر وویل، داسې هیڅ "ارزونې نشته" چې د اسرائیل د پوځ هغه ادعا تایید کړي چې ګواکې ایران لندن ته د رسېدو جوګه لیرې واټن ویشتونکي توغندي ولري...

  17. پر اسرائیلو د ایران د توغنديزو بریدونو نوې څپه

    د اسرائیلو پوځ وايي له ایرانه د اسرائیلو پر لور توغندي توغول شوي دي.

    د اسرائیلو پوځ پر ټولنیزو رسنیو یوه پیغام کې ویلي، "دفاعي سیسټمونه د دې ګواښ د مخنیوي لپاره فعال شوي" او له اوسېدونکو یې غوښتي چې موبايلونو ته لېږل شوي خبرداري تعقیب کړي.

    دا ډول خبرداری معمولا په دې معنی وي چې د هوایی دفاع سیسټمونه فعال شوي او خلک بايد ژر تر ژره سرپناه یا خوندي ځایونو ته لاړ شي.

    له دې وړاندې، په ایران کې د انقلابي ګارډ سره نژدې خبري اژانسونو، لکه فارس او تسنیم، پر اسرائیلو د ایران د توغندیزو بریدونو د پيلېدو راپور ورکړی و.

    په تېرو څو شپو کې، د انقلابي ګارډ لخوا توغول شوي څو توغندي د اسراییلو له دفاعي سیسټمونو تېر شوي او په ځمکه لګېدلي دي، چې د اسرائیلو د مرستندويه ادارو په وينا له کبله یې له ۱۵۰ ډیر کسان ټپیان کړي دي.

  18. ایران وايي د بوشهر اټومي انرژۍ پر فابریکه توغندی لګېدلی

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ويلي چې د سې شنې ماښام مهال د بوشهر د اټومي انرژۍ په فابریکه کې یو توغندی لګېدلی دی.

    د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان له قوله ویلي چې "د لومړنیو راپورونو له مخې، دې پیښې هېڅ مالي، تخنیکي یا انساني زیان نه دی اړولی، او د فابریکې مختلفو برخو ته کوم زیان نه دی رسېدلی."

    دا د امریکا او اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې دویم ځل دی چې ایران ویلي د بوشهر د اټومي انرژۍ پر فابریکه کې توغندی لګېدلی دی.

    د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پوځي بریدونو پرمهال د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب ساتلو لپاره د ډېر احتیاط غوښتنه کړې ده.

  19. اسرائیل وايي په اصفهان کې یې د چاودېدونکو توکو فابریکه ویجاړه کړې

    اصفهان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    اسرائیل وايي په اصفهان کې یې د ایراني چاودېدونکو توکيو د جوړولو يوه فابریکه په نښه کړې ده.

    د اسرائیلو پوځ پر اېکس پاڼه يوه پوسټ کې ليکلی چې د ورځې په اوږدو کې یې په اصفهان کې په توليدي صنعتونو بریدونه کړي دي.

    ایران تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

    اسرائیل وايي د دغه فابریکې له موادو د بېلابېلو وسلو په جوړولو کې کار اخيستل کېده.

    ويل کېږي تېر ځل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال هم په دې ځای برید شوی و.

    اسرائیل وايي ایران په وروستيو مياشتو کې دغه فابریکه بيا رغولې وه.

  20. وروستی, د ایران سره میاشت: د جګړې له پیله ۸۲۰۰۰ ځایونه زیانمن شوي

    نخچه

    د ایران سره میاشت وايي د جګړې له پیل راهیسې د روغتونونو په ګډون بریدونو کې ۸۲،۰۰۰ ځایونه زیانمن شوي دي.

    د ایران د سرې میاشتې رئیس وايي د جګړې له پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۸۲،۴۱۷ "ملکي واحدونه" د هوایي بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

    د بشري مرستو د سازمان رئیس زیاتوي "ټولټال ۲۸۱ روغتونونه، کلینیکونه او درملتونونه هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي".

    نخچه
    نخچه