تر اوسه د امریکا-اسرائیلو او ایران جګړه کې څومره کسان وژل شوي؟
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې، په ټوله سیمه کې د مړو شمېر په پرله پسې ډول لوړ شوی دی.
روانو جګړو کې د وژل شویو اعلان شوې شمېرې:
ایران
په امریکا کې مېشته د ایران د بشري حقونو د فعالانو ډله (HRANA) وايي، د جګړې له پیل راهیسې ۳،۴۹۲ کسان وژل شوي دي. په دې کې:
- ۱،۵۷۴ ملکیان (عام خلک).
- لږ تر لږه ۲۳۶ ماشومان.
اسرائیل او لبنان
- اسرائیل: د مګن ډیویډ اډوم (MDA) امبولانس خدمتونو ادراې ویلي چې د توغندیو په بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.
- اسرائیلي پوځ: د اسرائیلي پوځ وايي، په لبنان کې د عملیاتو پر مهال ۹
- سرتېري وژل شوي دي.
- لبنان: د لبنان د روغتیا وزارت وايي، تر اوسه ۱،۲۴۷
- کسان وژل شوي، چې په کې ۱۲۴
- ماشومان هم شته.
د خلیج سیمه
تر اوسه په ټوله خلیج سیمه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي، چې ډېری یې امنیتي کسان یا بهرني کارګران دي:
- متحده عربي امارات: ۱۱کسان.
- کویت: ۷کسان.
- عمان، سعودي عربستان او بحرین: په هر هېواد کې ۲-۲ کسان.
د امریکا متحده ایالات
- د امریکا د دفاع وزارت له مخې، تر اوسه پورې ۱۳
- امریکایي پوځیان وژل شوي دي.


















