وروستی, د ایران پوځ د پراخو او ویجاړوونکو بریدونو ګواښ کړی
د ایران د پوځ یوه ویاند ویلي، چې امریکا او اسرائیل په دغه هېواد کې "ناڅېز" هدفونه په نښه کوي.
هغه پر دې سربېره په راتلونکې کې د ایران له اړخه د "پراخو"، "ماتوونکو" او "ویجاړوونکو" بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.
د ایران د پوځ ویاند په یوه بیان کې چې د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس او فارس نیمه رسمي خبري اژانس خپور کړی، ویلي د تهران د پوځي وړتیاوو او تجهیزاتو په اړه د دغو دواړو هېوادونو (اسرائيل او امریکا) معلومات "نیمګړي" دي.
هغه د ولسمشر ټرمپ د دې ادعا په ردولو سره چې ګوندې د ایران د وسلو زیرمې په پراخه کچه له منځه تللې، ویلي دي چې د ایران پوځي تولید "داسې ځایونو کې ترسره کېږي چې تاسې یې هېڅ نه پېژنئ."
نوموړي همدا راز امریکا او اسرائیل ته په خطاب کې زیاته کړې چې "تاسې باید د هغه یرغل بیه پرې کړئ، چې پیل کړی مو دی."






